دکندهار پوهنتون د رئېس پیغام کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛ کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي. کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي. دکندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طيبي

تازه خبرونهنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۴۴
Background image

د (۱۴۰۴ل.) کال د کانکور بایومټریک پېل سو



په کندهار پوهنتون کي، د (۱۴۰۴ ل.) کال کانکور د ګډون کوونکو څخه د آزموینو ملي ادارې هیئت بایومټریک پروسه پېله کړه.

یاده پروسه، چي دوې ورځي (سه شنبه او چهارشنبه) به دوام وکړي، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د کانکور سیسټم د پوهاوي په موخه د ښوونځیو آمرانو او مدیرانو ته سیمینار دائر سو



د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي د پوهنتون د عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو آمریت د پلان له مخه، د کندهار ښار او اولسوالیو د ټولو امارتي او شخصي لیسو آمرانو او تدریسي مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د پوهنتون رهبري شورا دائره او د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د عقدونو قانون د انفاذ په اړه فرمان وويل او تشریح سو



د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي، د کندهار پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مـولوي صاحب عبدالرحمن طیبي په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي، د. . .

VacanciesAll available vacancies

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۳

Kandahar University

Background image

علمی کدر

کندهار پوهنتون کار و اهل ته د سپارلو په موخه؛ د انجینېري پوهنځي - مهندسي څانګي یو کادري بست اعلان ته سپارلی؛ پر شرایطو برابر کسان کولای سي، د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو آمریت ته . . .