دکندهار پوهنتون د رئېس پیغام کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛ کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي. کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي. دکندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طيبي

تازه خبرونهنور دلته

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۵۵
Background image

نوو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندني دوه ورځنی سیمینار وړاندي سو

 

 

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د پوهنتون د ټولو پوهنځيو زرونو (زرګونو) نوو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندني دوه ورځنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۲:۵۲
Background image

د محصلانو د لا ښې روزني او پوهنتون د پرمختګ له پاره باید خپل مسئولیتونه نور هم په ښه ډول ترسره سي

د محصلانو د لا ښې روزني او پوهنتون د پرمختګ له پاره باید خپل مسئولیتونه نور هم په ښه ډول ترسره سي

 

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۷:۳۲
Background image

د مسلکي راډیویي سکريپټ لیکني دوه ورځنی ورکشاپ دائر سو

 

د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د رسنیو عملیاتي مرکز آمریت اړوند، د پوهنتون ږغ راډیو د خپل کلني پلان پر اساس، د انټرنشیپ محصلانو ته د مسلکي وړتیا د لوړولو په موخه،. . .