د (۱۴۰۴ل.) کال د کانکور بایومټریک پېل سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۴۴
image



په کندهار پوهنتون کي، د (۱۴۰۴ ل.) کال کانکور د ګډون کوونکو څخه د آزموینو ملي ادارې هیئت بایومټریک پروسه پېله کړه.

یاده پروسه، چي دوې ورځي (سه شنبه او چهارشنبه) به دوام وکړي، د کندهار پوهنتون او نورو امارتي پوهنتونو د ټولو پوهنځیو له پاره د ښوونځیو له دوولسم ټولګیو فارغانو څخه، چي د کانکور شمولیت کارډ ئې ترلاسه کړی يي؛ ترسره کیږي، چي نظارت ئې د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت او د آزمویني ملي ادارې پلاوی کوي.

د بایومټریک له پروسې وروسته، د آزمویني ملي ادارې راغلی پلاوی د آزمویني ټولو ګډونوالو ته، د آزمویني د ورکړي، پوهنځیو د انتخاب او پر ځینو نورو مهمو برخو باندي لارښووني کوي.

د یادوني وړ ده، چي کانکور به د راتلونکي پنجشنبې او جمعې په ورځو، د سهار پر شپږ بجې واخستل سي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۰
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت