علامه حبیبي کتابتون

علامه حبیبي کتابتون په ۱۳۷۱ل. کال تاسیس سو او اوس د هیواد په سطحه د لویو کتابتونونو له جملې څخه شمېرل کېږي. د کتابتون اوسنۍ ودانۍ د آمریکا د متحده ایالاتو د خلکو په مرسته جوړه سوه او په ۱۳۹۳ل. کال ټول کتابونه ور انتقال کړل سول. په نوموړي کتابتون کي د ۹۰۰۰۰ په شا و خوا کي د بېلابیلو څانګو کتابونه په مختلفو ژبو موجود دي. کتابتون د څېړني له پاره دوه مرکزونه لري، چي يو ئې د افغانستان پېژندني او بل د ریفرنس خونه ده. د ریفرنس اړوند مواد دایرةالمعارفونه، قاموسونه، راپورونه، کلنۍ،  کنفرانسونه، ورکشاپونه، مجلې، ژورنالونه، قوانین، رسمي جریدې، اخبارونه، کلکسینونه، مونوګرافونه، تیزسونه، د مقالو ټولګي، انډکسونه، اطلسونه او نور سمعي او بصري مواد موجود دي. د افغانستان پېژندني اړوند ډول ډول کتابونه، مجلې، اخبارونه، اطلسونه، عکسونه او نور تاریخي مواد موجود دي.

علامه حبیبي کتابتون د فزیکي طبقه بندۍ په برخه کي د معاصرو سیسټمونو له جملې څخه د امریکا د کانګرس د کتلاک سیسټم پر اساس تنظیم سوی دئ.