عامه ادارې او پاليسۍ
د کندهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي تاریخچه او لنډه پېژندنه
پېژندنه:
په افغانستان کي د اړتیا مطابق د هیواد د اداري نظام د سمون، د ملکي خدماتو د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني او ښه حکومتولي ته د رسېدو په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کندهار پوهنتون د پرله پسې او نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کي د (عامه ادارې او پالیسي پوهنځي) په نامه یوه ډیره مهمه علمي رشته په (۱۳۹۲ل.) کال په کندهار پوهنتون کي د جرمني نړیواله مرستندویه ټولني (GIZ) په مرسته پرانیستله، چي د دې با ارزښته او په نني عصر کي د اړتيا وړ علمي رشتې په پرانیستلو سره به د کندهار د دولتي ادارو په شمول د ټول افغانستان دولتي ادارې د ظرفیت او مسلکیتوب له لحاظه پیاوړي کيږي.
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي جوړښت
۱. عامه اداره څانګه؛
۲. عامه پالیسي څانګه؛
۳. د پرمختيايي مطالعاتو څانګه.
عامه اداره او پالیسي پوهنځي، په خپل تشکیل کښي (۱۴) کادري او (۴) اداري او خدماتي کارمندان لري، چي د پوهنځي په تدریسي او اداري برخو کي په دندو بوخت دي.
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي اهمیت:
لکه څنګه چي معلومه ده په مختلفو وختو کي ډول ډول علمي مصطلحات رامنځته سوي دي چي بیا هغه وخت یا زمان د همهغه علم دوره بلل سوې ده مثلاً د علمي مدیریت دوره، د عامه مدیریت دوره، ښه حکومتولي او داسي نور..
د عامه ادارې او پالیسي علم هم د ۲۱ مي پېړۍ د سر خبرونه بلل کیږي، بناً عامه اداره او پالیسي پوهنځي نه تنها په مدیریتي برخه کي د اهمیت وړ ده بلکه په سیاسي، اقتصادي، اداري او ټولنیزو برخو کي هم خورا د اهمیت وړ بلل کیږي داچي افغانستان یو جنګ ځپلۍ هیواد دئ چي په مجموع کي جګړې نه یوازي خلګ ځپلي بلکه د هیواد اداري سیسټم ئې هم زیانمن کړی دئ له همدې امله و مختلفو اداري سیسټمونو او ډول ډول پرمخ تللي پالیسیو ته ضرورت لیدل کیږي چي بېله عامه ادارې او پالیسي پوهنځي څخه ئې شتون ناممکن بلل کیږي.
لېرلید:
د عامه ادارې او پاليسي په برخو کي د هيواد مخکښ پوهنځي کېدل، د ښو رهبرانو، پاليسي جوړونکو او مسلکي مديرانو روزل، ترڅو افغانستان د يو ښه راتلونکي پر لور رهبري کړي.
د نوي تکنالوژي او اغېزمنو ښوونيزو مېتودونو په مرسته د مسلکي کادرونو روزل، څېړني تر سره کول او د عامه خدمتونو او پاليسيو په سمون او بدلون کي برخه اخيستل.
موخي:
- ټولني ته د ښې رهبرۍ، پاليسۍ او مديريت په برخو کي په کار پوه او وړ بشري ځواک وړاندي کول؛
- د ټولني د ستونزو د حل په موخه څېړني تر سره کول؛
- حکومت ته د ښې حکومتدارۍ او پاليسيو په برخو کي سالمي مشورې ورکول.
- د شفافيت، مسئوليت او حساب ورکوني کلتور ته وده ورکول؛
- د صداقت ( ريښتنولي)، انصاف او مساوات قوي کول؛
- د متقابل احترام فرهنګ پياوړی کول؛
- د افکارو څرګندوني ته وده ورکول؛ ( افقي او عمودي)
- د پوهنځي د لا غني کولو په منظور د داخلي او بهرني بنسټونو سره ښې اړيکي ساتل؛
- په تصاميمو کي د کارکوونکو فعاله ونډه اخيستل او تشويقول؛
- د پوهنځي ستراتيژيک پلان په جدي ډول تعقيبول؛
- د پوهنځي اصولو ته غاړه ایښودل؛
- د لوړو زده کړو وزارت و ټولو مقرراتو او لوائحو ته بشپړ احترام؛
- په محصلينو کي د مطالعې د فرهنګ او انتقادي تفکر بډايه کول؛
- د ملي روحيې، تعهد او انګېزې تقويه کول؛
- د ټولني او حکومت اړتياؤ ته پر وخت ځواب ويل.
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د رئېس لنډه پېژندنه
پوهندوی محمد محتاج (۱۳۹۳ل) کال په اخر کي په عامه ادارې او پالیسي پوهنځي کي تدريس پيل کړی دئ، چي د محتاج تخصصي رشته عامه اداره ده او په ۱۳۹۸ هـ. ش کال د همدې پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل سو.
محمد محتاج د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا: د رهبري اصول، عامه اداره، د سازماني اړیکو مدیریت او د سازماني شخړو مدیریت.
د تجربې ساحه: عامه اداره، خصوصي او دولتې سکتور
ترسره سوي څېړني: په کندهارښار د انجیوګانو رول د ښځو په پیاوړتیا کي.(په انګليسي ژبه د ماسټري تېزس)
نشر سوي مقالې:
- خپلواکي او اداري اصلاحات
- د احمد شاه بابا د دورې اداري نظام
- په کندهار ښار کي برېښنايي حکومتولي شونتیا او اغېزې
- په ټولنه کي د کندهار پوهنتون ښکېلتیا
- COVID-19 Pandemic and Challenges of Public Health Administration and Criminal Justice System
- د امیر شیر علي خان د دورې اداري اصلاحات (۱۸۶۸- ۱۸۷۸م)
- د بن کنفرانس او د افغانستان پر اداري سیسټم ئې اغېزې
معلومات
نوم :محمد محتاج
دنده ( پوزیشن): د پوهنځي رئېس او استاد
څانګه : عامه اداره
الیکترونیکي ادرس: Mohtaj2017@gmail.com
د اړیکي شمېره 0700311326
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د مرستيال لنډه پیژندنه
پوهنیار عبدالصمد بریالی په۱۳۹۶ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ او په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کي د پوهنځي د مرستیال او ۱۳۹۹ هـ.ش کال کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د شپې برنامې مسئول په توګه وټاکل سو.
عبدالصمد بریالی د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا: عامه اقتصاد، د اقتصاد بنسټونه، دولتي محاسبه، او نړۍ وال سازمانونه
د تجربې ساحه: کندهار پوهنتون
ترسره سوي څېړني:( د استادانو د دندي د رضایت ارزونه د کندهار ولایت په پوهنتونونو کي د مدیریتي تصمیم نیوني په اساس)
نشر سوي مقالې:
- Stock Market Reaction to Merger and Acquisition Announcement: An Event Study (Case of Microsoft Inc. And Git Hub Inc.)
- Evaluating the role of Norwegian aid in Afghan economic development: SOWT analysis and the role of actors.
معلومات
- الیکترونیکي ادرس: abdulsamadbaryalai@gmail.com
- د اړیکي شمېره: 0700374477
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي څانګي:
عامه اداره او پالیسي پوهنځي درې څانګي لري چي په لاندي ډول دي.
د عامه ادارې څانګه د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د ایجاد سره سم په (۱۳۹۲ل.) کال کي رامنځته سوه، چي په خپل تشکیل کي ۵ کادري غړي لري. پنځه تنه يې تر ماسټرۍ تر کچي لوړي زده کړي لري او یو تن يې اوس مهال د دوکتورا په کچه په لوړو زده کړو بوخت دی. دا یو مسلکي او تخصصي څانګه ده، چي په عموم کي د خصوصي او دولتي سازمانونو د ښه او مؤثره مدیریت په موخه اداره چیان او رهبران روزي ترڅو وکولای سي د یادو سازمانو له لاري غوره او مؤثره خدمتونه په کم وخت کي وړاندي کړي او د عامه کړنو لپاره د شفافیت، حساب ورکوني او مؤثریت اصل په پام کي نیولو سره غوره پلانونه او پالیسي طرحه او تطبیق کړي.
لېرلید:
د هیواد په کچه یو له غوره او مخکښو څانګو څخه کېدل.
زموږ موخه داده، چي په نوي نسل کي داسي اداره چيان او رهبران وروزو، تر څو هغوی د اداره کولو، رهبري کولو، پلان جوړوني، تصمیم نیوني مهارتونه او د افرادو د تشویق کولو وړتیاوي ولري، څو په خپلو دندو کي د ځانه وړتیا وښيئ او د نړی د پرمختللو ټکنالوجیکي وسایلو څخه په استفاده د هیواد په پرمختګ کي رغنده رول ولوبوي.
- د وړ او لایقو رهبرانو او اداره چيانو روزل
- محصلین د نوي تکنالوجیکي او اغیزمنو ښونیزو میتودونو په مرسته روزل
- داستادانو او اداري کارمندانو د علمي او مسلکي ظرفیتونه لوړول
- د نوی عصری او با کفایته، معیاري درسي موادو او کتابونو تهیه کول
- تدریس په نوي او پرمختللي تکنالوجی او امکاناتو مخ ته وړل.
- محصلانوته د با کیفیته تدریس، زده کړي او څیړني زمینه برابرول
- د ټولني او دکار د بازار د اړتیاو په پام کي نیولو سره په کارپوه او با مسولیته کادرونه روزل
- د سیمی وځوانانو ته د لوړوزده کړو آسانتياوی برابرول
- په محصیلینوکی د اسلامی او افغانی ارزښتونو او وطن دوستی روحیه قوي کول.
عامه ادارې څانګي د استادانو لنډه پیژندنه
پوهنیار فرید احمد همدم
پوهنیار فريداحمد همدم په۱۳۹۹ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ، چي په دولتي او خصوصي سکتور کي تجربه لري. نوموړي په یو شمېر د مسلکي ودي په پروګرامونو کي او همدارنګه د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
ښاغلی همدم د تدریس سربیره د عامه ادارې د څانګي امر هم دئ او د پوهنتون د تقرر، ترفیع او انفکاک او ازموینو د کمېټو فعاله غړی دئ.
تدریس لیوالتیا:سازماني پرمختیا، د بشري سرچینو مدیریت، د چاپیریال ساتني مدیریت
د تجربې ساحه: دولتي سکتور او خصوصي سکتور
ترسره سوي څېړني: په افغانستان کي عامه خصوصي مشارکت او په وړاندي يې خنډونه.
نشر سوي مقالې:
- The United Nations Role in Restructuring Afghanistan
معلومات
الیکترونیکي ادرس
Fkhamdam786@gmail.com
د اړیکي شمېره
0700891972
پوهنمل میوند تسل
پوهنمل میوند تسل په۱۳۹۳ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسۍ په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ، چي په دولتي او خصوصي سکتور کي تر ۵ کاله زیاته تجربه لري. نوموړي په یو شمیر د مسلکي ودي په پروګرامونو کي، چي د GIZ/Potsdam او امریکا سفارت/بال سټيټ پوهنتونو لخوا په لاره اچول سوي وه هم ګډون کړی دئ.
ښاغلی تسل د تدریس سربیره اوسمهال د کندهار ولایت د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسون رئیس دئ.
تدریس لیوالتیا:عامه اداره، سازماني تیوري، پراختیا اداره او اداري اصلاحات
د تجربې ساحه:دولتي سکتور او خصوصي سکتور
نشر سوي مقالې :
- په کندهار ښار کي برېښنايي حکومتولي شونتیا او اغېزې
- د بشري پرمختګ شاخص- افغانستان قضیه
- پر سازمان باندي د مشارکتي رهبرۍ اغېزې
- The United Nations Role in Restructuring Afghanistan
معلومات
نوم :میوند تسل
دنده ( پوزیشن): استاد
څانګه : عامه اداره
الیکترونیکي ادرس
Momand.tasal@gmail.com
د اړیکي شمېره
0700353186
پوهنیار احمد رسول سیدي
احمد رسول سیدي په۱۴۰۰ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.
احمد رسول سیدي د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا: دولت او جوړونه، د اقتصاد بنسټونه، اداري اصلاحات او برېښنايي حکومتولي.
ترسره سوي څېړني:( د دولتی او خصوصي کارمندانو ترمنځ د دندې د رضایت کچه) د ماسترۍ د انګلیسي تېزس
۱-په ښه حکومتداری کي دمدیریت رول
۲-شخړه او په سازمان کی دهغې رول
3. The United Nations Role in Restructuring Afghanistan
معلومات
نوم :احمد رسول سیدي
دنده ( پوزیشن): استاد
څانګه : عامه اداره
الیکترونیکي ادرس
Rasool.sayedy@gmail.com
د اړیکي شمېره
0700147700
۲ : د عامه پالیسي څانګه:
د عامه پالیسي څانګه د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د ایجاد سره سم په ۱۳۹۲ هـ.ش کال کي رامنځته سوه، چي په خپل تشکیل کي ۵ تنه کادري غړي لري. دوه تنه يې تر ماسټرۍ تر کچي لوړي زده کړي ترسره کړي دي. عامه پالیسي یوه مسلکي او تخصصي څانګه ده، چي د ټولینزو ستونزو او مسایلو د تشخیص، همدې ستونزو ته د غوره طرحو (حل لارو) د جوړولو، منطقي تصمیم نیولو، د عامه پالیسیو د ښه تطبیق او همدي پالیسیو د تحلیل او ارزوني په موخه پالیسي جوړونکي/ تحلیل کوونکي روزي؛ ترڅو دولتي اداري وکولاي سي، چي د ښې حکومتولي او بهتره پالیسیو په وسیله ټولني ته په موثره، مثمره او شفاف ډول سره عامه خدمتونه وړاندي کړي
لرليد:
د هيواد په کچه د عامه پاليسۍ جوړوني په برخه کي د يوې منل سوي او اعتباري څانګي په حيث راڅرګنديدل .
د لوړو تحصيلي او کادري استادانو په وسيله معياري تدريس، د علمي څيړنو سرته رسول، او داسي معياري خدماتو وړاندي کول، چي د ټولني د اړتياوو جواب ويونکي وي، چي د هيواد د اقتصادي، ټولنيزو، ملي يووالي او ثبات په پراختيا کي مهمه ونډه ولري.
ستراتیژیکي موخي :
- د کریکولم د پراختيا د لاري د نوو زده کړيزو اړتياوو جواب ويل او ددرسي نصاب معياري کول.
- په دغه نهاد کي دا وږد مهاله موخو په خاطر د با کيفيته تدريس او څيړني، چي د نړيوالو معيارونو سره سم وي ښه والي.
- د لايحي او کريډيټ سيسټم اجرا کول، چي د اعتبار ورکولو او د پوهنځي د علمي سطحي په لوړولو کي ډير مهم دي.
- د يوي داسي اکاډميکي فضاء منځ ته راوړل په کوم کي چي بحث د نظر تبادله، پوښتني او سالمي نيوکي د منلو وړ وي.
- د علمي کادر او اداري کارمندانو د ودي له پاره د لوړو تحصيلي فرصتونو برابرول.
- د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو طرح کول، چي هغه ته لاسرسی يوه اړتيا ده.
- د ملي، سيمه ايزو او نړيوالو لوړو زده کړو د نهادونو سره توأميتونه را منځ ته کول
د عامه پاليسي څانګې د استادانو لنډه پیژندنه
۴: پوهنیار محمدکبیر احسان
محمد کبیر احسان په (۱۴۰۲ل) کال کي د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي د عامه پالیسي په څانګه کي د کادري غړي (استاد) په صفت مقرر سوي دي.
احسان صاحب چي لیسانس يي د کندهار پوهنتون په عامه اداري او پالیسي پوهنځي کي په ۲۰۱۸ میلادي کال کي بشپړ کړي دي او ماسټر يي د عامه پالیسي په برخه کي د قزاقستان هیواد په معتبر پوهنتون (Academy of Public Administration under the President of the Republic of Kazakhstan) )کي د عامه پالیسي په تخصصي رشته کې ترسره کړي ده .
احسان صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا: عامه پالېسي، بريښنايي حکومتداري، سازماني سلوک، سازماني ټولنپوهنه
د تجربې ساحه: نهه کال په بېلابېلو تعلیمي او تحصیلي اورګانونو کي دنده ترسره کول
ترسره سوي څېړني:
1: Comparative study of higher education reforms between Afghanistan and Kazakhstan (the role of quality assurance’s policies, standards, and framework in the reforming of higher education)
2: The impacts of Quality Assurance Policies and framework in the reforming of Higher Education; A case study of Afghanistan
3: Official actors and their role in the policy making process in Afghanistan.
په افغانستان کي د پالیسي جوړولو په پروسه کي لوبغاړي او د دوی رول
معلومات
نوم: محمد کبیر احسان
دنده ( پوزیشن): استاد
څانګه : عامه پاليسي څانګه
الیکترونیکي ادرس: k.ehsan45@yahoo.com
د اړیکي شمېره: 0707658930
۴: پوهنیار مولاداد حقمل
مولاداد حقمل د (۱۳۹۷ل) کال په پیل کي، په عامه ادارې او پاليسي پوهنځي کي په تدريس پيل کړی دی.
مولاداد حقمل صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا: اداري حقوق، بحران مديریت، اداري فساد
د تجربې ساحه: اته کال په بېلابېلو سازمانونو کي دنده ترسره کول
ترسره سوي څېړني:
معلومات
نوم: مولاداد حقمل
دنده ( پوزیشن): استاد
څانګه : عامه پاليسي څانګه
الیکترونیکي ادرس: mouladadhaqmal9@gmail.com
د اړیکي شمېره: 0703079582
۴: ن. پوهنیار عبدالرحیم بالاکرزي
عبدالرحیم بالاکرزي د (۱۴۰۲ل) کال په پیل کي، په عامه ادارې او پاليسي پوهنځي کي په تدريس پيل کړی دی.
عبدالرحیم بالاکرزي صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا: اداري او مالي حقوق، بحران مديریت، اداري فساد
د تجربې ساحه: څلور کال په بېلابېلو سازمانونو کي دنده ترسره کول
ترسره سوي څېړني:
معلومات
نوم: عبدالرحیم بالاکرزي
دنده: ( پوزیشن): استاد
څانګه : عامه پاليسي څانګه
الیکترونیکي ادرس: abdulrahimbalakarzia@gmail.com
د اړیکي شمېره: 0705213014
ن. پوهنیار عصمت الله خالد
عصمت الله خالد صاحب په ۱۴۰۴ل.کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.
خالد صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا:
ترسره سوي څېړني:
معلومات
نوم : عصمت الله خالد
دنده ( پوزیشن): استاد
څانګه : عامه پالیسي څانګه
الیکترونیکي ادرس: esmat1800@gmail.com
د اړیکي شمېره: 0700939000
ن. پوهنیار فیض الباري ابراهيمي
فیض الباري ابراهيمي صاحب په ۱۴۰۴ل. کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.
ابراهيمي صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا:
ترسره سوي څېړني:
معلومات
نوم : فیض الباري ابراهيمي
دنده ( پوزیشن): استاد
څانګه : عامه پالیسي څانګه
الیکترونیکي ادرس: faizullbariibrahemi@gmail.com
د اړیکي شمېره: 0702201083
۳ : د پرمختيايي مطالعاتو څانګه
د پرمختيايي مطالعاتو څانګه په (۱۳۹۲ل)کال کي د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي د پرانيستلو سره سم تاسيس سول، چي ۵ تنه کادري غړي لري. یو تن استاد یې تر ماسټرۍ تر کچي پوري زده کړي ترسره کړي دي.
د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د پرمختيايي مطالعاتو څانګه د لیسانس په کچه محصلانو ته د عامه ادارو د مؤثر مدیریت، ستراتیژیک پلان جوړوني، د پروژو د مدیریت، او په سازمانونو کي د مثبتو بدلونونو د رامنځته کولو مهارتونه ور زده کوي. دا څانګه محصلانو ته د رهبرۍ اصول، د دولتي ادارو د مدیریت تخنیکونه، د کارکوونکو او مراجعینو سره د مؤثر چلند میتودونه، او د سیاست او اقتصاد ترمنځ اړیکي په علمي او عملي بڼه توضیح کوي.
همدارنګه، د پرمختيايي مطالعاتو څانګه د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ بېلابېلو برخو ته ځانګړې پاملرنه کوي، چي پکښي ښاري پرمختیا، کلیوالي پرمختیا، روغتیايي پرمختیا، ښوونیز پرمختیا، او د پایدار پرمختګ اړوند موضوعات شامل دي. محصلین ددې برخو د علمي مفاهیمو ترڅنګ د واقعي ستونزو د حل لپاره تطبیقي مهارتونه هم ترلاسه کوي.
د پرمختيايي مطالعاتو څانګه د خپل هر اړخیز علمي وسعت (Scope) له مخي، د عامه سکټور د مهمو ستونزو د حل لپاره معیاري څېړني ترسره کوي، او د علمي تجربو پر بنسټ عملي حل لاري طرحه او وړاندي کوي. د څېړنو پایلي او سپارښتني د اړوند دولتي ادارو سره شریک کېږي، تر څو د عامه ادارې په مدیریت نویوالۍ رامنځ ته کړي، شفافیت، او موثریت ته وده ورکړي، او د ټولني د پرمختګ لپاره علمي بنسټونه برابر کړي.
لرليد:
د هيواد په کچه په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کي د یوې مخکښه څانګي په حيث راڅرګنديدل .
رسالت:
زموږ رسالت دادئ چي، د پرمختللي تکنالوژي او عصري زده کړو پر مټ د هیواد په کچه د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ لپاره د پیاوړو کادرونو روزل تر څو حکومت او خصوصي سکتور ته د پالیسیو په جوړولو او د بدلونونو په رامنځته کولو کي رغنده رول ولوبوي.
ستراتیژیکي موخي :
- د سوکاله او پرمختللي ټولني په رامنځته کولو کي مرسته کول؛
- په ټولنه کي پر مساواتو، دوامداره پرمختیا، غربت، سوله ایزه ټولنه او نورو مواردو باندي د کنفرانسونو او سیمینارونو دایرول؛
- د انکشافي مسایلو په وړاندي پراته خنډونه په نښه کول او مؤثري حللاري ورته لټول؛
- په ملي او محلي کچه د ستونزو د حل په موخه مناسبي حللاري پېشنهاد کول؛
- د ټولنیزو، سیاسي، کلتوري او اقتصادي پرمختیايي مسایلو او نظریاتو اړوند پوهاوی خپرول؛
- د افغان حکومت او نړۍ والي ټولني د انکشافي پروژو او برنامو د مؤثریت د کچي په اړه د علمي څېړنو ترسره کول؛
- د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو طرح کول، چي هغه ته لاسرسی يوه اړتيا ده؛
- د ملي، سيمه ايزو او نړيوالو لوړو زده کړو د نهادونو سره توأميتونه را منځ ته کول.
د پرمختيايي مطالعاتو څانګي د استادانو لنډه پیژندنه
پوهنیار عزت الله همنوا
عزت الله همنوا صاحب په ۱۳۹۷ل. کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.
همنوا د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
یاد استاد په مالیزیا هیواد د University Technology of Malaysia (UTM) پوهنتون کي خپله ماسټرۍ بشپړه کړي ده.
تدریس لیوالتیا: سازماني پرمختیا، دکارکونکو ترمنځ اړیکي، دڅیړني بنسټونه، سازماني سلوک او د بشري منابعو مدیریت او پرمختیا.
ترسره سوي څېړني:
The impact of leadership styles on employee’s job satisfaction in private universities of Kandahar province
معلومات
نوم :عزت الله همنوا
دنده ( پوزیشن): استاد
څانګه : انکشاف مدیریت
الیکترونیکي ادرس: ezat.af5151@gmail.com
د اړیکي شمېره: 0700371943
ن. پوهنیار جندالله حمـاد
جندالله حمـاد صاحب د ۱۳۹۷ل.کال راهيسي د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي تدريس ترسره کوي.
حمـاد صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا: حکومت او حکومتولي، سازماني ټولنپوهنه، څارنه او ارزونه، د چاپیريال او طبيعي سرچېنو مديریت او پاليسي جوړونه، او د بشري منابعو مدیریت او پرمختیا.
ترسره سوي څېړني:
معلومات
نوم : جندالله حمـاد
دنده ( پوزیشن): استاد
څانګه : انکشاف مدیریت
الیکترونیکي ادرس
jundullah.javidhamaad@gmail.com
د اړیکي شمېره: 0700490274
ن. پوهنیار ګل احمد محتاج
ګل احمد محتاج صاحب په۱۴۰۳ل.کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.
محتاج صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا: د عامه ادارې بنسټونه، پرمختيايي اداره، سیمه ایزه حکومتداري.
ترسره سوي څېړني:
نشر سوي مقالې:
د بې کارۍ د کچي د کمولو لاري چاري
معلومات
نوم : ګل احمد محتاج
دنده ( پوزیشن): استاد
څانګه : انکشاف مدیریت
الیکترونیکي ادرس: gulahmadmohtaj@gmail.com
د اړیکي شمېره: 0711047710
ن. پوهنیار شمس الله شاداب
شمس الله شاداب صاحب په ۱۴۰۳ل. کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.
شاداب صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.
تدریس لیوالتیا: د سازمان او مدیریت بنسټونه، مسلکي انګليسي، د کمپیوټر اساسات.
ترسره سوي څېړني:
معلومات
نوم : شمس الله شاداب
دنده ( پوزیشن): استاد
څانګه : انکشاف مدیریت
الیکترونیکي ادرس: sshahdab20@gmail.com
د اړیکي شمېره: 0708237463
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د محصلانو کلني احصائیو جدولونه:
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د ورځي (اول ظرفیت) ته د معرفي سوي محصلانو جدول:
|
شماره |
دوره |
کال |
محصلان |
مجموعه |
|
۱ |
لومړی |
۱۳۹۲ |
۱۶۱ |
۱۶۱ |
|
۲ |
دوهمه |
۱۳۹۳ |
۱۵۲ |
۱۵۲ |
|
۳ |
درېیمه |
۱۳۹۴ |
۸۰ |
۸۰ |
|
۴ |
څلورمه |
۱۳۹۵ |
۱۰۷ |
۱۰۷ |
|
۵ |
پنځمه |
۱۱۳۹۶ |
۲۰۱ |
۲۰۱ |
|
۶ |
شپږمه |
۱۳۹۷ |
۲۰۶ |
۲۰۶ |
|
۷ |
اوومه |
۱۳۹۸ |
۲۰۶ |
۲۰۶ |
|
۸ |
اتمه |
۱۳۹۹ |
۲۲۴ |
۲۲۴ |
|
۹ |
نهمه |
۱۴۰۰ |
۲۲۰ |
۲۲۰ |
|
۱۰ |
لسمه |
۱۴۰۱ |
۱۲۹ |
۱۲۹ |
|
|
|
|
|
|
|
۱۱ |
یوولسمه |
۱۴۰۲ |
۱۱۵ |
۱۱۵ |
|
۱۲ |
دولسمه |
۱۴۰۳ |
۱۰۰ |
۱۰۰ |
|
مجموعه |
۱۹۰۱ |
۱۹۰۱ |
||
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د ورځي د فارغ محصلانو جدول:
|
شماره |
دوره |
کال |
محصلان |
مجموعه |
|
۱ |
لومړی |
۱۳۹۶ |
۶۹ |
۶۹ |
|
۲ |
دوهمه |
۱۳۹۷ |
۸۸ |
۸۸ |
|
۳ |
درېیمه |
۱۳۹۸ |
۶۲ |
۶۲ |
|
۴ |
څلورمه |
۱۳۹۹ |
۶۱ |
۶۱ |
|
۵ |
پنځمه |
۱۴۰۰ |
۹۸ |
۹۸ |
|
۶ |
شپږمه |
۱۴۰۱ |
۱۰۰ |
۱۰۰ |
|
۷ |
اوومه |
۱۴۰۲ |
۶۹ |
۶۹ |
|
۸ |
اتمه |
۱۴۰۳ |
۵۹ |
۵۹ |
|
مجموعه |
۶۰۶ |
۶۰۶ |
||
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د شپې (لومړی ظرفیت) ته د معرفي سوي محصلانو جدول:
|
شماره |
دوره |
کال |
محصلان |
مجموعه |
|
۱ |
لومړی |
۱۴۰۰ |
۷۷ |
۷۷ |
|
|
|
|
|
|
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي کمېټې
|
شمیره |
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي فعاله کمېټې |
|
۱ |
د کيفيت د لوړاوي کميټه |
|
۲ |
د علمي څېړنو او نشراتو کمېټه |
|
۳ |
د برېښنايي زده کړو کمیټه |
|
۴ |
درسي نصاب د تطبیق، نظارت او ارزوني کمېټه |
|
۵ |
دازمويني د طرزالعمل د تطبیق کمېټه |
|
۶ |
د نظم او ډیسپلین او معنوي ارزښتونو کمېټه |
|
۷ |
د ستراتیژیک پلان کمېټه |
|
۸ |
فرهنګي کمېټه |
|
۹ |
د تقرر او انفکاک کمېټه |
|
۱۰ |
بدني روزني او محصلانو د ذهني پياوړتيا کمېټه |
|
۱۱ |
د چاپېريال ساتني کمېټه |
|
۱۲ |
د نړۍوالو اړیکو کمېټه |
عامه اداره او پالیسي پوهنځي په مجموعي توګه دېرلس (۱۳) کمېټې لري، چي په لاندي ډول دي: