عامه ادارې او پاليسۍ

د کندهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي تاریخچه او لنډه پېژندنه

پېژندنه:

په افغانستان کي د اړتیا مطابق د هیواد د اداري نظام د سمون، د ملکي خدماتو د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني او ښه حکومتولي ته د رسېدو په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کندهار پوهنتون د پرله پسې او نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کي د (عامه ادارې او پالیسي پوهنځي)  په نامه یوه ډیره مهمه علمي رشته په (۱۳۹۲ل.) کال په کندهار پوهنتون کي د جرمني نړیواله مرستندویه ټولني (GIZ) په مرسته  پرانیستله، چي د دې با ارزښته او په نني عصر کي د اړتيا وړ علمي رشتې په پرانیستلو سره به د کندهار د دولتي ادارو په شمول د ټول افغانستان دولتي ادارې د ظرفیت او مسلکیتوب له لحاظه پیاوړي کيږي.

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي جوړښت

۱. عامه اداره څانګه؛

۲. عامه پالیسي څانګه؛

۳. د پرمختيايي مطالعاتو څانګه.

عامه اداره او پالیسي پوهنځي، په خپل تشکیل کښي (۱۴) کادري او (۴) اداري او خدماتي کارمندان لري، چي د پوهنځي په تدریسي او اداري برخو کي په دندو بوخت دي.

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي اهمیت:

لکه څنګه چي معلومه ده په مختلفو وختو کي ډول ډول علمي مصطلحات رامنځته سوي دي چي بیا هغه وخت یا زمان د همهغه علم دوره بلل سوې ده مثلاً د علمي مدیریت دوره، د عامه مدیریت دوره، ښه حکومتولي او داسي نور..

د عامه ادارې او پالیسي علم هم د ۲۱ مي پېړۍ د سر خبرونه بلل کیږي، بناً عامه اداره او پالیسي پوهنځي نه تنها په مدیریتي برخه کي د اهمیت وړ ده بلکه په سیاسي، اقتصادي، اداري او ټولنیزو برخو کي هم خورا د اهمیت وړ بلل کیږي داچي افغانستان یو جنګ ځپلۍ هیواد دئ چي په مجموع کي جګړې نه یوازي خلګ ځپلي بلکه د هیواد اداري سیسټم ئې هم زیانمن کړی دئ له همدې امله و مختلفو اداري سیسټمونو او ډول ډول پرمخ تللي پالیسیو ته ضرورت لیدل کیږي چي بېله عامه ادارې او پالیسي پوهنځي څخه ئې شتون ناممکن بلل کیږي.

لېرلید:

د عامه ادارې او پاليسي  په برخو کي د هيواد مخکښ پوهنځي کېدل، د ښو رهبرانو، پاليسي جوړونکو او مسلکي مديرانو روزل، ترڅو افغانستان د يو ښه راتلونکي پر لور رهبري کړي.

 

رسالت:

د نوي تکنالوژي او اغېزمنو ښوونيزو مېتودونو په مرسته د مسلکي کادرونو روزل، څېړني تر سره کول او د عامه خدمتونو او پاليسيو په سمون او بدلون کي برخه اخيستل.

موخي:

  • ټولني ته د ښې رهبرۍ، پاليسۍ او مديريت په برخو کي په کار پوه او وړ بشري ځواک وړاندي کول؛
  • د ټولني د ستونزو د حل په موخه څېړني تر سره کول؛
  • حکومت ته د ښې حکومتدارۍ او پاليسيو په برخو کي سالمي مشورې ورکول.

 

د پوهنځي اساسي ارزښتونه:

  1. د شفافيت، مسئوليت او حساب ورکوني کلتور ته وده ورکول؛
  2. د صداقت ( ريښتنولي)، انصاف او مساوات قوي کول؛       
  3. د متقابل احترام فرهنګ پياوړی کول؛
  4. د افکارو څرګندوني ته وده ورکول؛ ( افقي او عمودي)
  5. د پوهنځي د لا غني کولو په منظور د داخلي او بهرني بنسټونو سره ښې اړيکي ساتل؛
  6. په تصاميمو کي د کارکوونکو فعاله ونډه اخيستل او تشويقول؛
  7. د پوهنځي ستراتيژيک پلان په جدي ډول تعقيبول؛
  8. د پوهنځي اصولو ته غاړه ایښودل؛
  9. د لوړو زده کړو وزارت و ټولو مقرراتو او لوائحو ته بشپړ احترام؛
  10. په محصلينو کي د مطالعې د فرهنګ او انتقادي تفکر بډايه کول؛
  11. د ملي روحيې، تعهد او انګېزې تقويه کول؛
  12. د ټولني او حکومت اړتياؤ ته پر وخت ځواب ويل.

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د رئېس لنډه پېژندنه

پوهندوی محمد محتاج (۱۳۹۳ل) کال په اخر کي په عامه ادارې او پالیسي پوهنځي کي تدريس پيل کړی دئ، چي د محتاج تخصصي رشته عامه اداره ده او په ۱۳۹۸ هـ. ش کال د همدې پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل سو.

محمد محتاج د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

 

تدریس لیوالتیا: د رهبري اصول، عامه اداره، د سازماني اړیکو مدیریت او د سازماني شخړو مدیریت.

د تجربې ساحه: عامه اداره، خصوصي او دولتې سکتور

ترسره سوي څېړني: په کندهارښار د انجیوګانو رول د ښځو په پیاوړتیا کي.(په انګليسي ژبه د ماسټري تېزس)

نشر سوي مقالې:

  • خپلواکي او اداري اصلاحات
  • د احمد شاه بابا د دورې اداري نظام
  • په کندهار ښار کي برېښنايي حکومتولي شونتیا او اغېزې
  • په ټولنه کي د کندهار پوهنتون ښکېلتیا
  • COVID-19 Pandemic and Challenges of Public Health Administration and Criminal Justice System
  • د امیر شیر علي خان د دورې اداري اصلاحات (۱۸۶۸- ۱۸۷۸م)
  • د بن کنفرانس او د افغانستان پر اداري سیسټم ئې اغېزې

 

معلومات

نوم :محمد محتاج

دنده ( پوزیشن): د پوهنځي رئېس او استاد

څانګه : عامه اداره

الیکترونیکي ادرس: Mohtaj2017@gmail.com

د اړیکي شمېره 0700311326

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د مرستيال لنډه پیژندنه

پوهنیار عبدالصمد بریالی په۱۳۹۶ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ او په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کي د پوهنځي د مرستیال او ۱۳۹۹ هـ.ش کال کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د شپې برنامې مسئول په توګه وټاکل سو.

عبدالصمد بریالی د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا: عامه اقتصاد، د اقتصاد بنسټونه، دولتي محاسبه، او نړۍ وال سازمانونه

د تجربې ساحه: کندهار پوهنتون                       

ترسره سوي څېړني:( د استادانو د دندي د رضایت ارزونه د کندهار ولایت په پوهنتونونو کي د مدیریتي تصمیم نیوني په اساس)

نشر سوي مقالې:

  1. Stock Market Reaction to Merger and Acquisition Announcement: An Event Study (Case of Microsoft Inc. And Git Hub Inc.)
  2. Evaluating the role of Norwegian aid in Afghan economic development: SOWT analysis and the role of actors.       

 

معلومات

  1. الیکترونیکي ادرس: abdulsamadbaryalai@gmail.com
  2. د اړیکي شمېره: 0700374477

 

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي څانګي:

عامه اداره او پالیسي پوهنځي درې څانګي لري چي په لاندي ډول دي.

۱ : د عامه ادارې څانګه:

د عامه ادارې څانګه د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د ایجاد سره سم په (۱۳۹۲ل.) کال کي رامنځته سوه، چي په خپل تشکیل کي ۵ کادري غړي لري. پنځه تنه يې تر ماسټرۍ تر کچي لوړي زده کړي لري او یو تن يې اوس مهال د دوکتورا په کچه په لوړو زده کړو بوخت دی. دا یو مسلکي او تخصصي څانګه ده، چي په عموم کي د خصوصي او دولتي سازمانونو د ښه او مؤثره مدیریت په موخه اداره چیان او رهبران روزي ترڅو وکولای سي د یادو سازمانو له لاري غوره او مؤثره خدمتونه په کم وخت کي وړاندي کړي او د عامه کړنو لپاره د شفافیت، حساب ورکوني او مؤثریت اصل په پام کي نیولو سره غوره پلانونه او پالیسي طرحه او تطبیق کړي.

لېرلید:

د هیواد په کچه یو له غوره او مخکښو څانګو څخه کېدل.

رسالت:

زموږ موخه داده، چي په نوي نسل کي داسي اداره چيان او رهبران وروزو، تر څو هغوی د اداره کولو، رهبري کولو، پلان جوړوني، تصمیم نیوني مهارتونه او د افرادو د تشویق کولو وړتیاوي ولري، څو په خپلو دندو کي د ځانه وړتیا وښيئ او د نړی د پرمختللو ټکنالوجیکي وسایلو څخه په استفاده د هیواد په پرمختګ کي رغنده رول ولوبوي.

موخي:

  • د  وړ او لایقو رهبرانو او  اداره چيانو روزل
  • محصلین د نوي تکنالوجیکي او اغیزمنو ښونیزو میتودونو په مرسته روزل
  • داستادانو او اداري کارمندانو د علمي او مسلکي ظرفیتونه لوړول
  • د نوی عصری او با کفایته، معیاري درسي موادو او کتابونو تهیه کول
  • تدریس په نوي او پرمختللي تکنالوجی او امکاناتو مخ ته وړل.
  • محصلانوته د با کیفیته تدریس، زده کړي او څیړني زمینه برابرول
  • د ټولني او دکار د بازار د اړتیاو په پام کي نیولو سره په کارپوه او با مسولیته کادرونه روزل
  • د سیمی وځوانانو ته د لوړوزده کړو آسانتياوی برابرول
  • په محصیلینوکی د اسلامی او افغانی ارزښتونو او وطن دوستی روحیه قوي کول.

 

 

عامه ادارې څانګي د استادانو لنډه پیژندنه

پوهنیار فرید احمد همدم

 پوهنیار فريداحمد همدم په۱۳۹۹ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ، چي په دولتي او خصوصي سکتور کي تجربه لري. نوموړي په یو شمېر د مسلکي ودي په پروګرامونو کي او همدارنګه د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

 ښاغلی همدم د تدریس سربیره د عامه ادارې د څانګي امر هم دئ او د پوهنتون د تقرر، ترفیع او انفکاک او ازموینو د کمېټو فعاله غړی دئ.

تدریس لیوالتیا:سازماني پرمختیا، د بشري سرچینو مدیریت، د چاپیریال ساتني مدیریت

د تجربې ساحه: دولتي سکتور او خصوصي سکتور

ترسره سوي څېړني: په افغانستان کي عامه خصوصي مشارکت او په وړاندي يې خنډونه.

نشر سوي مقالې:

  1. The United Nations Role in Restructuring Afghanistan

 

معلومات

الیکترونیکي ادرس

Fkhamdam786@gmail.com

F.hamdam@kdru.af

د اړیکي شمېره

0700891972

 

پوهنمل میوند تسل

پوهنمل میوند تسل په۱۳۹۳ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسۍ په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ، چي په دولتي او خصوصي سکتور کي تر ۵ کاله زیاته تجربه لري. نوموړي په یو شمیر د مسلکي ودي په پروګرامونو کي، چي د GIZ/Potsdam او امریکا سفارت/بال سټيټ پوهنتونو لخوا په لاره اچول سوي وه هم ګډون کړی دئ.

 ښاغلی تسل د تدریس سربیره اوسمهال د کندهار ولایت د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسون رئیس دئ.

تدریس لیوالتیا:عامه اداره، سازماني تیوري، پراختیا اداره او اداري اصلاحات

د تجربې ساحه:دولتي سکتور او خصوصي سکتور 

نشر سوي مقالې :

  • په کندهار ښار کي برېښنايي حکومتولي شونتیا او اغېزې
  • د بشري پرمختګ شاخص- افغانستان قضیه
  • پر سازمان باندي د مشارکتي رهبرۍ اغېزې
  • The United Nations Role in Restructuring Afghanistan

معلومات

نوم :میوند تسل

دنده ( پوزیشن): استاد

څانګه : عامه اداره

الیکترونیکي ادرس

Momand.tasal@gmail.com

د اړیکي شمېره

0700353186

 

پوهنیار احمد رسول سیدي

احمد رسول سیدي په۱۴۰۰ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.

احمد رسول سیدي د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا: دولت او جوړونه، د اقتصاد بنسټونه، اداري اصلاحات او برېښنايي حکومتولي.                                   

ترسره سوي څېړني:(   د دولتی او خصوصي کارمندانو ترمنځ د دندې د رضایت کچه) د ماسترۍ د انګلیسي تېزس

۱-په ښه حکومتداری کي دمدیریت رول

۲-شخړه او په سازمان کی دهغې رول

 

3. The United Nations Role in Restructuring Afghanistan

 

 

معلومات

نوم :احمد رسول سیدي

دنده ( پوزیشن): استاد

څانګه : عامه اداره

الیکترونیکي ادرس

Rasool.sayedy@gmail.com

د اړیکي شمېره

0700147700

۲ : د عامه پالیسي څانګه:

د عامه پالیسي څانګه د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د ایجاد سره سم په ۱۳۹۲ هـ.ش کال کي رامنځته سوه، چي په خپل تشکیل کي ۵ تنه کادري غړي لري. دوه تنه يې تر ماسټرۍ  تر کچي لوړي زده کړي ترسره کړي دي.  عامه پالیسي یوه مسلکي او تخصصي څانګه ده، چي  د ټولینزو ستونزو  او مسایلو د تشخیص، همدې ستونزو ته د غوره طرحو (حل لارو) د جوړولو، منطقي تصمیم نیولو، د عامه پالیسیو د ښه تطبیق او همدي پالیسیو د تحلیل او ارزوني په موخه پالیسي جوړونکي/ تحلیل کوونکي روزي؛ ترڅو دولتي اداري وکولاي سي، چي د ښې حکومتولي او بهتره پالیسیو په وسیله ټولني ته په موثره، مثمره او شفاف ډول سره عامه خدمتونه وړاندي کړي

لرليد:

د هيواد په کچه د عامه پاليسۍ جوړوني په برخه کي د يوې منل سوي او اعتباري څانګي په حيث راڅرګنديدل .

رسالت:

د لوړو تحصيلي او کادري استادانو په وسيله معياري تدريس، د علمي څيړنو سرته رسول، او داسي معياري خدماتو وړاندي کول، چي د ټولني د اړتياوو جواب ويونکي وي، چي د هيواد د اقتصادي، ټولنيزو، ملي يووالي او ثبات په پراختيا کي مهمه ونډه ولري.

ستراتیژیکي موخي :

  • د کریکولم د پراختيا د لاري د نوو زده کړيزو اړتياوو جواب ويل او ددرسي نصاب معياري کول.
  • په دغه نهاد کي دا وږد مهاله موخو په خاطر د با کيفيته تدريس او څيړني، چي د نړيوالو معيارونو سره سم وي ښه والي.
  • د لايحي او کريډيټ سيسټم اجرا کول، چي د اعتبار ورکولو او د پوهنځي د علمي سطحي په لوړولو کي ډير مهم دي.
  • د يوي داسي اکاډميکي فضاء منځ ته راوړل په کوم کي چي بحث د نظر تبادله، پوښتني او سالمي نيوکي د منلو وړ وي.
  • د علمي کادر او اداري کارمندانو د ودي له پاره د لوړو تحصيلي فرصتونو برابرول.
  • د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو طرح کول، چي  هغه ته لاسرسی يوه اړتيا ده.
  • د ملي، سيمه ايزو او نړيوالو لوړو زده کړو د نهادونو سره توأميتونه را منځ ته کول



د عامه پاليسي څانګې د استادانو لنډه پیژندنه

۴: پوهنیار محمدکبیر احسان

محمد کبیر احسان په  (۱۴۰۲ل) کال  کي د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي د عامه پالیسي په څانګه کي د کادري غړي (استاد)  په صفت مقرر سوي دي.

 احسان صاحب چي لیسانس يي د کندهار پوهنتون په عامه اداري او پالیسي پوهنځي کي په ۲۰۱۸  میلادي کال کي  بشپړ کړي دي او ماسټر يي د عامه پالیسي په برخه کي د قزاقستان هیواد په معتبر پوهنتون (Academy of Public Administration under the President of the Republic of Kazakhstan) )کي د عامه پالیسي په تخصصي رشته کې ترسره کړي ده .

 احسان صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره  د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا: عامه پالېسي،  بريښنايي حکومتداري، سازماني سلوک، سازماني ټولنپوهنه

د تجربې ساحه: نهه کال په بېلابېلو تعلیمي او تحصیلي اورګانونو کي دنده ترسره کول

ترسره سوي څېړني:

1: Comparative study of higher education reforms between Afghanistan and Kazakhstan (the role of quality assurance’s policies, standards, and framework in the reforming of higher education)

2:  The impacts of Quality Assurance Policies and framework in the reforming of Higher Education; A case study of Afghanistan

3: Official actors and their role in the policy making process in Afghanistan.

په افغانستان کي د پالیسي جوړولو په پروسه کي لوبغاړي او د دوی رول

 

معلومات

نوم:  محمد کبیر احسان

 دنده ( پوزیشن): استاد

څانګه : عامه پاليسي څانګه

الیکترونیکي ادرس: k.ehsan45@yahoo.com

د اړیکي شمېره: 0707658930

 

 

۴: پوهنیار مولاداد حقمل

مولاداد حقمل د  (۱۳۹۷ل) کال په پیل کي، په عامه ادارې او پاليسي پوهنځي کي په تدريس پيل کړی دی.

مولاداد حقمل صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره  د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا: اداري حقوق، بحران مديریت، اداري فساد

د تجربې ساحه: اته کال په بېلابېلو سازمانونو کي دنده ترسره کول

ترسره سوي څېړني:

معلومات

نوم:  مولاداد حقمل

 دنده ( پوزیشن): استاد

څانګه : عامه پاليسي څانګه

الیکترونیکي ادرس: mouladadhaqmal9@gmail.com

د اړیکي شمېره: 0703079582

 

۴: ن. پوهنیار عبدالرحیم بالاکرزي

 

عبدالرحیم بالاکرزي د  (۱۴۰۲ل) کال په پیل کي، په عامه ادارې او پاليسي پوهنځي کي په تدريس پيل کړی دی.

عبدالرحیم بالاکرزي صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا: اداري او مالي حقوق، بحران مديریت، اداري فساد

د تجربې ساحه: څلور کال په بېلابېلو سازمانونو کي دنده ترسره کول

ترسره سوي څېړني:

 

 

 

معلومات

نوم: عبدالرحیم بالاکرزي

 دنده: ( پوزیشن): استاد

څانګه : عامه پاليسي څانګه

الیکترونیکي ادرس: abdulrahimbalakarzia@gmail.com

د اړیکي شمېره: 0705213014
 

 

ن. پوهنیار عصمت الله خالد

 

عصمت الله خالد صاحب په ۱۴۰۴ل.کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.

خالد صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

 

تدریس لیوالتیا:                               

ترسره سوي څېړني:

معلومات

نوم : عصمت الله خالد

دنده ( پوزیشن): استاد

څانګه : عامه پالیسي څانګه

الیکترونیکي ادرس: esmat1800@gmail.com

د اړیکي شمېره:0700939000

 

ن. پوهنیار فیض الباري ابراهيمي

 

فیض الباري ابراهيمي صاحب په ۱۴۰۴ل. کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.

ابراهيمي صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

 

تدریس لیوالتیا:                               

ترسره سوي څېړني:

 

معلومات

نوم : فیض الباري ابراهيمي

دنده ( پوزیشن): استاد

څانګه : عامه پالیسي څانګه

الیکترونیکي ادرس: faizullbariibrahemi@gmail.com

د اړیکي شمېره:0702201083

 

 

۳ : د پرمختيايي مطالعاتو څانګه

د پرمختيايي مطالعاتو څانګه په (۱۳۹۲ل)کال کي د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي د پرانيستلو سره سم تاسيس سول، چي ۵ تنه کادري غړي لري. یو تن استاد یې تر ماسټرۍ تر کچي پوري زده کړي ترسره کړي دي.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د پرمختيايي مطالعاتو څانګه د لیسانس په کچه محصلانو ته د عامه ادارو د مؤثر مدیریت، ستراتیژیک پلان جوړوني، د پروژو د مدیریت، او په سازمانونو کي د مثبتو بدلونونو د رامنځته کولو مهارتونه ور زده کوي. دا څانګه محصلانو ته د رهبرۍ اصول، د دولتي ادارو د مدیریت تخنیکونه، د کارکوونکو او مراجعینو سره د مؤثر چلند میتودونه، او د سیاست او اقتصاد ترمنځ اړیکي په علمي او عملي بڼه توضیح کوي.

همدارنګه، د پرمختيايي مطالعاتو څانګه د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ بېلابېلو برخو ته ځانګړې پاملرنه کوي، چي پکښي ښاري پرمختیا، کلیوالي پرمختیا، روغتیايي پرمختیا، ښوونیز پرمختیا، او د پایدار پرمختګ اړوند موضوعات شامل دي. محصلین ددې برخو د علمي مفاهیمو ترڅنګ د واقعي ستونزو د حل لپاره تطبیقي مهارتونه هم ترلاسه کوي.

د پرمختيايي مطالعاتو څانګه د خپل هر اړخیز علمي وسعت (Scope) له مخي، د عامه سکټور د مهمو ستونزو د حل لپاره معیاري څېړني ترسره کوي، او د علمي تجربو پر بنسټ عملي حل لاري طرحه او وړاندي کوي. د څېړنو پایلي او سپارښتني د اړوند دولتي ادارو سره شریک کېږي، تر څو د عامه ادارې په مدیریت نویوالۍ رامنځ ته کړي، شفافیت، او موثریت ته وده ورکړي، او د ټولني د پرمختګ لپاره علمي بنسټونه برابر کړي.

لرليد:

د هيواد په کچه په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کي د یوې مخکښه څانګي په حيث راڅرګنديدل .

رسالت:

زموږ رسالت دادئ چي، د پرمختللي تکنالوژي او عصري زده کړو پر مټ د هیواد په کچه د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ لپاره د پیاوړو کادرونو روزل تر څو حکومت او خصوصي سکتور ته د پالیسیو په جوړولو او د بدلونونو په رامنځته کولو کي رغنده رول ولوبوي.

ستراتیژیکي موخي :

  • د سوکاله او پرمختللي ټولني په رامنځته کولو کي مرسته کول؛
  • په ټولنه کي پر مساواتو، دوامداره پرمختیا، غربت، سوله ایزه ټولنه او نورو مواردو باندي د کنفرانسونو او سیمینارونو دایرول؛
  • د انکشافي مسایلو په وړاندي پراته خنډونه په نښه کول او مؤثري حللاري ورته لټول؛
  • په ملي او محلي کچه د ستونزو د حل په موخه مناسبي حللاري پېشنهاد کول؛
  • د ټولنیزو، سیاسي، کلتوري او اقتصادي پرمختیايي مسایلو او نظریاتو اړوند پوهاوی خپرول؛
  • د افغان حکومت او نړۍ والي ټولني د انکشافي پروژو او برنامو د مؤثریت د کچي په اړه د علمي څېړنو ترسره کول؛
  • د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو طرح کول، چي  هغه ته لاسرسی يوه اړتيا ده؛
  • د ملي، سيمه ايزو او نړيوالو لوړو زده کړو د نهادونو سره توأميتونه را منځ ته کول.

 

 

د پرمختيايي مطالعاتو څانګي د استادانو لنډه پیژندنه

پوهنیار عزت الله همنوا

 

عزت الله همنوا صاحب په ۱۳۹۷ل. کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.

همنوا د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

یاد استاد په مالیزیا هیواد د University Technology of Malaysia (UTM) پوهنتون کي خپله ماسټرۍ بشپړه کړي ده.

 

تدریس لیوالتیا: سازماني پرمختیا، دکارکونکو ترمنځ اړیکي، دڅیړني بنسټونه، سازماني سلوک او  د بشري منابعو مدیریت او پرمختیا.                                        

ترسره سوي څېړني:

The impact of leadership styles on employee’s job satisfaction in private universities of Kandahar province

 

 

معلومات

نوم :عزت الله همنوا

دنده ( پوزیشن): استاد

څانګه : انکشاف مدیریت

الیکترونیکي ادرس: ezat.af5151@gmail.com

د اړیکي شمېره: 0700371943

 

 

 

 

ن. پوهنیار جندالله حمـاد

 

جندالله حمـاد صاحب د ۱۳۹۷ل.کال راهيسي د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي تدريس ترسره کوي.

حمـاد صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

 

تدریس لیوالتیا: حکومت او حکومتولي، سازماني ټولنپوهنه، څارنه او ارزونه، د چاپیريال او طبيعي سرچېنو مديریت او پاليسي جوړونه، او  د بشري منابعو مدیریت او پرمختیا.                                  

ترسره سوي څېړني:

 

معلومات

نوم : جندالله حمـاد

دنده ( پوزیشن): استاد

څانګه : انکشاف مدیریت

الیکترونیکي ادرس

jundullah.javidhamaad@gmail.com

د اړیکي شمېره: 0700490274

 

 

ن. پوهنیار ګل احمد محتاج

 

ګل احمد محتاج صاحب په۱۴۰۳ل.کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.

محتاج صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

 

تدریس لیوالتیا: د عامه ادارې بنسټونه، پرمختيايي اداره، سیمه ایزه حکومتداري.

ترسره سوي څېړني:

 

نشر سوي مقالې:

د بې کارۍ د کچي د کمولو لاري چاري

 

معلومات

نوم : ګل احمد محتاج

دنده ( پوزیشن): استاد

څانګه : انکشاف مدیریت

الیکترونیکي ادرس: gulahmadmohtaj@gmail.com

د اړیکي شمېره0711047710

 

 

ن. پوهنیار شمس الله شاداب

 

شمس الله شاداب صاحب په ۱۴۰۳ل. کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځي کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.

شاداب صاحب د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

 

تدریس لیوالتیا: د سازمان او مدیریت بنسټونه، مسلکي انګليسي، د کمپیوټر اساسات.                                

ترسره سوي څېړني:

 

معلومات

نوم : شمس الله شاداب

دنده ( پوزیشن): استاد

څانګه : انکشاف مدیریت

الیکترونیکي ادرس: sshahdab20@gmail.com

د اړیکي شمېره: 0708237463

 

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د محصلانو کلني احصائیو جدولونه:

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د ورځي (اول ظرفیت) ته د معرفي سوي محصلانو جدول:

شماره

دوره

کال

محصلان

مجموعه

۱

لومړی

۱۳۹۲

۱۶۱

۱۶۱

۲

دوهمه

۱۳۹۳

۱۵۲

۱۵۲

۳

درېیمه

۱۳۹۴

۸۰

۸۰

۴

څلورمه

۱۳۹۵

۱۰۷

۱۰۷

۵

پنځمه

۱۱۳۹۶

۲۰۱

۲۰۱

۶

شپږمه

۱۳۹۷

۲۰۶

۲۰۶

۷

اوومه

۱۳۹۸

۲۰۶

۲۰۶

۸

اتمه

۱۳۹۹

۲۲۴

۲۲۴

۹

نهمه

۱۴۰۰

۲۲۰

۲۲۰

۱۰

لسمه

۱۴۰۱

۱۲۹

۱۲۹

 

 

 

 

 

۱۱

یوولسمه

۱۴۰۲

۱۱۵

۱۱۵

۱۲

دولسمه

۱۴۰۳

۱۰۰

۱۰۰

مجموعه

۱۹۰۱

۱۹۰۱

 

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د  ورځي د فارغ محصلانو جدول:

شماره

دوره

کال

محصلان

مجموعه

۱

لومړی

۱۳۹۶

۶۹

۶۹

۲

دوهمه

۱۳۹۷

۸۸

۸۸

۳

درېیمه

۱۳۹۸

۶۲

۶۲

۴

څلورمه

۱۳۹۹

۶۱

۶۱

۵

پنځمه

۱۴۰۰

۹۸

۹۸

۶

شپږمه

۱۴۰۱

۱۰۰

۱۰۰

۷

اوومه

۱۴۰۲

۶۹

۶۹

۸

اتمه

۱۴۰۳

۵۹

۵۹

مجموعه

۶۰۶

۶۰۶

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د شپې (لومړی ظرفیت) ته د معرفي سوي محصلانو جدول:

شماره

دوره

کال

محصلان

مجموعه

۱

لومړی

۱۴۰۰

۷۷

۷۷

 

 

 

 

 

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي کمېټې

شمیره

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي فعاله کمېټې

۱

د کيفيت د لوړاوي کميټه

۲

د علمي څېړنو او نشراتو کمېټه

۳

د برېښنايي زده کړو کمیټه

۴

درسي نصاب د تطبیق، نظارت او ارزوني کمېټه

۵

دازمويني د طرزالعمل د تطبیق کمېټه

۶

د نظم او ډیسپلین او معنوي ارزښتونو کمېټه

۷

د ستراتیژیک پلان کمېټه

۸

فرهنګي کمېټه

۹

د تقرر او انفکاک کمېټه

۱۰

بدني روزني او محصلانو د ذهني پياوړتيا کمېټه

۱۱

د چاپېريال ساتني کمېټه

۱۲

د نړۍوالو اړیکو کمېټه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

عامه اداره او پالیسي پوهنځي په مجموعي توګه دېرلس (۱۳) کمېټې لري، چي په لاندي ډول دي: