د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي په خپله شپږمه دوره کي۶۳ محصلان فارغه کړل

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۹:۴۷
/

د پنچشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژپي او ادبیاتو څانګي څخه ۶۳ محصلان له څلور کلونو لوړو زده کړو وروسته فارغ سول، چي په همدې موخه یادي څانګي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، استادانو، علماؤ او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړو برخه ګډون درلود.

 

مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سول؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئېس پوهنیار حبیب الله پوپل ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې وویل: شاعران، لیکوالان او ادیبان د فکري روزني لپاره لویه مُبارزه کولای سي؛ نو باید د خپل هيواد د پرمختګ لپاره نور هم په دغه ډکر کي قلم وچلوئ، هغه د خپلو خبرو په ورستیو کي وویل؛ د کندهار پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو لپاره به ژر د ماسټرۍ برنامه رامنځته سي؛ او دغه د پښتو ژبي د لا بډایني لپاره غوره زېرۍ دئ.

 

دغه راز د کندهار د پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم هم وینا وکړه؛ نوموړي زياته کړه، چي فرهنګ او ژبه د یوه ملت ژوند دئ، موږ باید د فرهنګ، نسب او ژبي ساتنه وکړو او د اسلام د پرمختګ او ګټي له پاره ئې استعمال کړو، چي خوشبختانه افغانانو دا کار کړی دئ.

 

 

غونډي په ورستیو کي نورو مسئولانو هم ویناوي وکړې، او هم د فارغو سوو محصلانو په استازیتوب ویناوي وسوې؛ دوی د کندهار پوهنتون له رهبرۍ، د ژبو ادبیاتو پوهنځي له مسئولانو او استادانو څخه مننه وکړه، چي فارغو سوو ځوانانو ته ئې پوره څلور کلونه په ښه او مسلکي ډول روزنه ورکړې؛ تر یادو برخو وروسته ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او مراسم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله