د همږغۍ غونډه
د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس صاحب د ټولو پوهنځیو له استادانو سره د همږغۍ غونډه وکړه
د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون د ټولو پوهنځيو له رئیسانو صاحبانو، د څانګو آمرانو او استادانو سره د همږغۍ غونډه وکړه او هغوی ته ئې بېلابېلي لارښووني هم وکړې.
په شروع کي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: زه ډېر خوشحاله یم، چي له خپلو قدرمنو استادانو سره په ګډ مجلس کي حضور لرم، همېشه هڅه کوم، چي هره ورځ له استادانو سره ناسته ولرم، د هغوی وړاندیزونه، مشورې او غوښتني واورم؛ ځکه دا ستاسي هڅي او خوارۍ دي، چي نن کندهار پوهنتون د پرمختګ پر لور روان او د یوه معتبر علمي بنسټ په توګه پېژندل کېږي؛ تاسي هغه شخصیتونه یاست، چي په ټولنه کي حساب در باندي کېږي؛ ځکه د علم ستره خزانه ستاسي سره ده، تاسي د ستایني بشپړ حق لرئ؛ هر هغه پرمختګ، چي کندهار پوهنتون ئې نن لري، ستاسي د هڅو، اخلاص او زیار پایله ده، کندهار پوهنتون یوازي په ښکلو سړکانو او ښایستو ودانیو نه دئ ښایسته؛ بلکي ستاسو په علم او پوهه ښایسته دئ.
داغه راز شیخ صاحب زیاته کړه، که غواړو کندهار پوهنتون د نړۍوالو پوهنتونو سره سیال کړو، دا کار ستاسي په لا ډېرو هڅو، اخلاص او ژمنتیا کیږي، هغه نیمګړتیاوي، چي تاسي ئې وینی، همدا تاسي یاست چي باید اصلاح ئې کړئ او سمي ئې کړی؛ موږ باید یوازي په لیسانس بسنه و نه کړو، د هر پوهنځي له پاره د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه ستاسي د هڅو او همکارۍ له لاري باید رامنځته کړو؛ راځئ چي په ګډه لا ډېر کار وکړو، هغه علم چي تاسي ئې لرئ، یو ستر امانت او لوی مسئولیت دئ، چي د آخرت په ورځ به پوښتنه هم در څخه کېږي. دغه راز د خپلو آمرانو لا اطاعت وکړئ، خپل صورت او سیرت د اسلامي اصولو مطابق لا برابر کړئ.
په وروستیو کي شیخ صاحب زیاته کړه، اوس چي آزمویني پیليږي، اړینه ده چي پر وخت ورته حاضر سئ، هر محصل ته د هغه د استعداد مطابق نؤمرې ورکړئ، دا محصلان یو امانت دي؛ په ښه کیفیت ئې باید وروزئ. په وروستیو کي شیخ صاحب ټولو استادانو ته د هر راز همکاریو ډاد ورکړ او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ١٤٤٧/٧/۹