د طب پوهنځي او مستشفی عمر (تدریسي روغتون) ترمنځ د همږغۍ غونډه وسوه
د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د غونډو په تالار کي، لوړو زده کړو وزارت د طب پوهنځي او مستشفی عمر (تدریسي روغتون) ترمنځ د همږغۍ غونډه جوړه کړه، چي پکښي د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزیابۍ رئیس مولوي احمد الله حماد، د همدې وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس انجنیر سردارولي صالحي، د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار مولوي سیف الله سعید، د علمي څېړنو مرستیال پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون، د طب پوهنځي او مستشفی عمر (تدریسي روغتون) رئیسانو، د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند ډاکټر نجیب الله امرخېل، د طب پوهنځي استادانو او د مستشفی عمر (تدریسي روغتون) ډاکټرانو او نرسانو او د ځینو ادارو آمرانو او مسئولانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په پیل کښي د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس انجنیر سردارولي صالحي خبري وکړې او وې ويل: د دې ناستي موخه د تدریسي روغتونو او طب پوهنځیو ترمنځ د لا همږغۍ راوستلو پیاوړتیا ده، موږ د معالجوي خدماتو د لا ښه تنظیم او همږغۍ راوستلو له پاره راغلي یو؛ ځکه تدریسي روغتونونه د طب پوهنځي محصلانو د عملي زدهکړو بنسټیز ځایونه دي؛ هڅه کوو دا روغتونونه د سیمي په کچه د معیاري درملني په مرکزو بدل کړو؛ ترڅو هره پېچلې ناروغي دلته تشخیص او درملنه ئې وسي.
محترم انجنیر صالحي زياته کړه، موږ پر داسي طرحه کار کړی، چي د طب پوهنځي ټول استادان به د تدریسي چارو ترڅنګ په دې روغتونو کي هغه مشکلات حلوي، چي نورو روغتونو کي د حل امکان نه يي؛ هدف مو دا دئ، چي داسي ډاکټران فارغه کړو، چي څنګه د دوی او د ټولني پر موږ او تاسي حق يي. هغه د خپلو خبرو په وروستیو کي زېری ورکړ، چي ډېر ژر به، په مستشفی عمر (تدریسي روغتون) کي د تخصص پروګرام پېل سي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزیابۍ رئیس مولوي احمدالله حماد خبري وکړې، هغه وویل: د لوړو زده کړو وزارت هدف دا دئ، چي ددې لارښود په اساس موږ په طبابت کي اصلي هدف ته ورسیږو. دغه راز هغه د ډاکټر یا استاد پر مقام خبري وکړې او ډاکټرانو ته ئې په خطاب کي وویل: تاسي ته الله جل جلاله یو مهم مسئولیت، چي طبابت دئ درکړی؛ نو راسئ په ګډه د والدینو د راسپارلي امانت او ټولني ښه حق اداء کړو؛ موږ د افغانستان ټولو طب پوهنځیو او اړوند روغتونو ته ځو؛ ترڅو ښه کیفیت رامنځته کو.
د ویناوو وروسته د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند ډاکټر نجیب الله آمرخېل چمتو کړی پریزنټېشن وړاندي کړ، هغه د تدریسي او عمومي روغتونو توپیر، په تدریسي روغتونو کي د اړوند استاد او محصل دندي، د طب پوهنځي له پوهاند استاد څخه تر نوماند پوهنیار استاد پوري په تدریسي روغتون کي د ټولو دندي، د روغتون د ټولو څانګو د ډاکټرانو دندي او داسي نورو مهمو موضوعاتو خبري وکړې او هم ئې یاده طرحه ګډونوالو ته وړاندي کړه.
په وروستیو کي د مستشفی عمر (تدریسي روغتون) رئیس ډاکټر احمدشاه عمر د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او همداراز ئې د روغتون د وروستیو فعالیتو او لاسته راوړنو اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه یاد پلاوي ته د راوړي طرحي په عملي کولو کي د ګډ کار کولو ډاډ ورکړ.
وروسته غونډو د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۱