کندهار پوهنتون د هیواد پلازمېني ته د مجاهدینو د فاتحانه داخلېدو دوهمه کلیزه په شاندارو مراسمو ولمانځله

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۰:۳۵
/

د سې شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي؛ د هیواد پلازمېني ته د مجاهدینو د فاتحانه داخلېدو دوهمه کلیزه په شاندارو مراسمو ولمانځله سوه؛ چي پرمهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم، د کندهار پوهنتون د علمي چارو، د مالي او اداري چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، استادانو، علماء کرامو، مېلمنو او سلونو محصلانو ګډون درلود.

 

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سوه؛ په اول سر کي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، او د هیواد پلازمېني ته د مجاهدینو د فاتحانه داخلېدو د دوهمي کلیزي په ویاړ ئې ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه د افغانستان ستر ملت ته د مبارکۍ مراتب وړاندي کړل؛

 

ښاغلي عاصم ‏د شهیدانو، ټپیانو، کونډو، یتیمانو او په عموم کي د ټولو قربانیو ورکوونکو یادونه وکړه او وې ویل، چي دا نظام خورا په لوړه بیه راغلی؛ اصلي موخي ته رسېدلي یو، چي د شرعي نظام حاکمېدل ول؛ نو ټول په ګډه باید د دې نظام د دوام، ټینګښت او پرمختګ په برخه کي شپه او ورځ کار وکړو.

 

ورپسې د کندهار پوهنتون د دعوت ارشاد آمر م. فضلي احمد فضلي لومړی د خدای ج شکر ادا کړ، چي په هیواد کښي اسلامي نظام حاکم سو، او افغانان پر یوه ټغر سره راټول سول؛ هغه وویل، چی الحمدالله په هیواد کښي امنیت تامین سوی؛ اداري فساد په بشپړه توګه له منځه تللی، اقتصاد مو د پرمختګ پر لور روان دئ، او د نشه ئي توکو کښت په بشپړ توګه لمنځه تللی.

 

په غونډه کي د استادانو او محصلانو په استازیتوب هم ویناوي وسوې او هم ښکلي ترانې، شعرونه او نظمونه وویل سول او په پای کي غونډه د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي د دوُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.