په کندهار پوهنتون کښي د سټراټيژيک پلان ورکشاپ پای ته ورسېد

د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د سهېل لوېدیځ زون د دولتي او شخصي پوهنتونونو د سټزاټیژیم پلان کمېټې غړو له پاره د سټراټیژيک، کاري او احصائيې پلانو او راپورونه د ترتیبولو اړوند درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
د ورکشاپ په وروستۍ ورځ کي د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پاليسۍ او تقنين رئېس مفتي رضوان اللّٰه منيب د سټراټيژيک پلان پر ارزښت، راپور ترتیبولو او د احصائيوي فورمونو پر ډکولو خبرې وکړي او په دې برخه کښي ئې پر پوره دقت ټينګار وکړ.
د یادولو وړ ده، چي د دې ورکشاپ له لاري په درو ورځو کښي د یاد ریاست د سټراټيژيک پلان د تدوين او ترتیب کارپوهانو د سټراټيژیک پلان د تدوین، احصائیوي فارمټو او راپورو توحیدولو په اړه خپل پرېزینټېشنونه وړاندي کړل.
د ورکشاپ په ورستیو کښي د سهېل لوېدیځ زون د دولتي او شخصي پوهنتونونو د پلان کمېټې غړو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او ورکشاپ د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.