نوو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندني دوه ورځنی سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د پوهنتون د ټولو پوهنځيو زرونو (زرګونو) نوو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندني دوه ورځنی سیمینار وړاندي کړ.
د سیمینار په پیل کښي د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي، ټولو نوو محصلانو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: د پوهنتون ۹۱۵ استادان، اداري او خدماتي کارکوونکي ستاسي په خدمت کښي دي او ټول په دې هڅه کښي دي، چي تاسي ته لازمي آسانتیاوي برابري کړي؛ استادان پوره هڅه کوي، چي تاسي داسي وروزي، چي سبا د ټولني په درد وخوړل سی، زموږ ټولي ستړیاوي او هڅي د دې له پاره دي، چي تاسي ښه وروزو؛ نو تاسي هم باید پوره کوښښ او خواري وکاږئ؛ تر څو د خپل اولس د هوسایني سبب سی؛ هره رشته، چي وایاست، هغه په ښه ډول تعقیب کړئ او د پوهنتون د تحصیل په دوره کښي درو خبرو: اخلاص، استقامت، صبر او تقوا ته عليحده پام وکړئ؛ د کندهار پوهنتون رهبري درسره همکاره ده او هڅه به کوو، چي ستاسي د علمي او مسلکي ودي له پاره لازم امکانات او آسانتیاوي برابري کړو.
وروسته د محصلانو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي وویل: کندهار پوهنتون ستاسي دوهم کور دئ، تاسي به دلته څلور، پنځه یا اووه کاله تېروئ؛ نو باید د خپل دغه دوهم کور پوره خیال وساتئ او په اخلاص او ادب ژوند پکښي وکړئ؛ د کوم هدف له پاره چي پوهنتون ته راغلي یاست، د هغه هدف د ترلاسه کولو له پاره ښه زحمت او خواري وکړئ، په درسو کښي ښه هڅه وکړئ او خپل تحصیلي بهیر په ښه ډول تعقیب کړئ؛ همدارنګه، په خپل منځ کښي ښه اتحاد او یووالی ولرئ، له قوم پالني، سمت او نژاد پالني څخه ډډه وکړئ او د یووالي او ورورولۍ په فضا کښي وخت تېر کړئ؛ د پوهنتون اداره ستاسي محصلانو د مسلک ترڅنګ د ظرفیت لوړاوي بېلابېل کورسونه دائروي؛ حتماً برخه پکښي واخلئ او له دغو فُرصتو څخه د خپل علمي او مسلکي ظرفیت د لوړاوي له پاره ګټه واخلئ.
ورپسې د محصلانو آمر رحمت الله رښتین د کندهار ولایت او کندهار پوهنتون د پېژندني په نوم جوړ سوى پرېزينټېشن وړاندي کړ، چي د کندهار پوهنتون اُصول او مقررات، د نظم او ډسپلین لایحه، کرېډیټ سیسټم او نوري لایحې، د لیسانس مقرره او د پوهنتون د بېلابېلو برخو په اړه معلومات پکښي ځای پر ځای سوي ول؛ وروسته د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مـولوي فضل احمد فضلي، د محصلانو په برخه کښي، د خپل آمریت مسئوليتونه، د مستشفی عمر تدریسي روغتون سرطبیب پوهنیار ډاکټر عبدالغني یاسین د روغتون په اړه، د علامه حبیبي کتابتون آمر د کتابتون په اړه او د دارالصالحین لیلیې مبلغ صديق الله صديقي د لیلیې او بدل اعاشې په اړه معلومات وړاندي کړل؛ هم ئې د محصلانو پوښتونو ته جوابونه وويل او سیمینار د دؤعا په ویلو پای ته ورسېد.
د یادوني وړ ده، چي د یاد سیمینار په جریان کښي ټولو ګډون کوونکو محصلانو ته د محصل لارښود کتاب، چي کندهار پوهنتون نوی ترتیب او چاپ کړی؛ هم ووېشل سو.
نېټه: ۱۴۴۸/۴/۱۳
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت