د ګډو همکاريو هوکړه د درو کلونو له پاره وغځېد

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۱:۵۸
image



د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي، د کندهار پوهنتون او ملالۍ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاريو هوکړه د درو کلونو له پاره وغځېد، چي په همدې موخه په جوړه سوې ناسته کي د کندهار پوهنتون قدرمن رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د رهبرۍ ښاغلي غړي، د پوهنځیو رئېسان، د آمریتو آمران او د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ قدرمن غړي حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي ټولو ګډون والو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښودله، چي د ا.ا.ا په رهبري د علم د پرمختګ له پاره هلي ځلي کوو؛ ترڅو د ډېر وخت څخه دا کړېدلی ملت د علم خاوندان کړو، هغه وویل: ګډ کار په ځانګړې توګه د تعليمي او تحصیلي مرکزو ترمنځ د پرمختګ سبب ګرځي، همېشه د ېووالی او ګډ کار نتیجه پرمختګ یي؛ کندهار پوهنتون د خپلو فلیالو پوهنتونو سره پوره همکاره دئ او همېشه ئې همکاري کړې ده.

ورپسې د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې رئېس محترم مولوي رحمت الله نیازي د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل: دوی د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه کوي، چي همېشه ئې د دوی سره هر اړخیزه همکاري کړې ده،؛ چي په خبره ئې؛ زموږ او ستاسي هدف ېو دئ؛ هغه دا چي ټول د ځوانانو د روزلو مسئولیت لرو او علم ته خدمت کوو؛ نو اړ يو، چي د يو بل له علمي تجربو څخه ګټه واخلو او يو له بل سره پوره همکاري وکړو.

ورپسې د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار عبدالرحمن سعید خبري وکړې، د کندهار پوهنتون څخه د منني کولو ترڅنګ ئې د خپلي مؤسسې لاسته راوړني شریکي کړې او د یادو لاسته راوړنو په برخه کي ئې د کندهار پوهنتون د استادانو له همکارۍ څخه مننه وکړه.

وروسته د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمر ښاغلي نذیراحمد قادري یاد هوکړه ليک د غونډي ګډونوالو ته ولووست او د دواړو تحصيلي بنسټو رئېسانو لاسلیک کړ، چي پر بنسټ به ئې دواړه نهادونه هڅه کوي؛ تر څو د څېړني، نصاب بیاکتني، علمي کنفرانسو، د دواړو نهادو کارمندانو او استادانو د ظرفیت لوړوني له پاره د برنامو تنظیم او په ځینو نورو برخو کښي خپلي تجربې ېو له بل سره شریکوي او سته آسانتیاوي او فرصتونه به په ګډه کاروي.
وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۹