د کندهار پوهنتون رئېس او محصلانو چارو مرستيال د لوړو زده کړو وزارت له خوا په دائر سوي آنلاين ويډيوي کنفرانس کي ګډون وکړ.

د (۱۴۰۲ هـ.ش) کال د ثور پر (۲۳مه) د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم او د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال م. نوراحمد ايوبي د لوړو زده کړو وزارت په آنلاين ويډيوي کنفرانس کي ګډون وکړ،
ياد کنفرانس د محصلانو چارو سرپرست معين محترم مفتي محمد طاهر احمد په مشري جوړ سوی وو، چي د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه او نورو مسئولانو حضور پکښي درلود.
د دې کنفرانس اصلي هدف د محصلانو د ظرفيت جذبول وو، چي په اړه ئې بېلابېل نظريات تبادله سول او د مسئولانو پېشنهادونه واورېدل سول.
د لوړو زده کړو وزارت د ټولو ادارو، د مرکز او ولایاتو د پوهنتونو مسئولانو ته سپارښتنه وسوه، چي د افغان بچیانو په سالمه روزنه کي له پوره اخلاص څخه کار واخلي او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسيدګي وکړي.
غونډه د دؤعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.
یادونه: په یاد کنفرانس کي د مرکز د دولتي پوهنتونو رئېسانو په حضوري او د ولایاتو د پوهنتونو رئېسانو په انلاین ډول ګډون کړی وو.
يکشنبه: ۲۴/ ۱۰ / ۱۴۴۴
د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت