د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت دکارمندانو تر منځ اداري مجلس دائر سو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۴:۵۶
/

د یکشنبې په ورځ د مالي او اداري چارو په معاونیت کښي د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني په مشرۍ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند د کارمندانو تر منځ اداري مجلس دائر سو، چي پرمهال یې د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي، د منابع بشري آمر م. ګل احمد هاشمي، د عامه پوهاوي او آړيکو آمر م. نوراحمد سليم، د مالي او حسابي آمر عبدالجبار ظريفي، د تدارکاتو، تهيه او خدماتو آمر صادق نبي هوتک او اداري کارمندانو ګډون درلود.

په همدې موخه جوړه سوی مجلس چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سوه؛ په پیل کي د اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاـ ني د غوڼدي ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه، او وروسته ئې د تدارکاتو او قردادونو په سرته رسولو کښي پر ټولو اُصولو او احکامو پر تطبیق ټینګار، د مراجعینو د کارو پر وخت اجراء، د هر آمریت د مُدیرانو ترمنځ د کارو د لاښه سمون په موخه د همږغۍ پر رامنځته کولو، د اړوند آمریتونو د پلانونو او راپورنو پر وخت اجراء، او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو هراړخیز بحث او خبري وکړلې؛ او هم ئې په اړه لازمي پرېکړي ونیول سوې.

ورپسې د آمريتونو مسؤلينو هم هر يوه خپل په نوبت د خپلو اجراءتو، راپورونو او پلانونو په اړه معلومات د مالي او اداري چارو د مرستيال او کارمندانو سره شريک کړه، د آمريتونو مسؤلينو خپلي ستونزي هم د مالي او اداري چارو د مرستيال سره شريکي کړې، چي ورته د همکارۍ ډاډ ورکول سو.

وروسته مجلس د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

یکشنبه: ۱۴۴۵/۱/۱۹

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت