د شرعي نظام په استحکام کي د اطاعت اغېزي

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۵:۳۵
image

د شرعي نظام په استحکام کي د اطاعت اغېزي کتاب د تدریس بهیر پای ته ورسید

د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت، د پوهنتون ټولو استادانو او اداري کارکوونکو ته، د «د شرعي نظام په استحکام کي د اطاعت اغېزي» په نوم د کتاب ټولو موضوعاتو د تدریس لړۍ د یوې میاشتي په دوران کي پای ته ورسوله، چي په یاد کتاب کښي د اسلامي نظام د ټینګښت، د جهاد فضيلت، د اطاعت د ارزښت، د نظم او مسئولیت احساس او د اسلامي ټولني د یووالي او ثبات په اړه هر اړخیز معلومات راغلي ول او ياد آمريت تدریس کړل.

د یادولو وړ ده، چي د دعوت او ارشاد آمریت به په راتلونکي کي هم ورته ديني، علمي او فکري موضوعاتو باندي سیمینارونه او اصلاحي بيانونه ولري.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۶