ښووني او روزني پوهنځی لنډه پېژندنه

د ښووني او روزني پوهنځي په ۱۳۸۱ل. کال کښي تاسيس او اوسمهال په درو ( عمومي، داخل خدمت او شپې) پروګرامونو کښي له دوولسو څانګو څخه د لیسانس په درجه مسلکي- تخصصي ښوونکي او کادرونه ټولني ته وړاندي کوي؛  د ښووني اوروزني پوهنځى ۷۳ استادان، ۳ اداري او ۶ خدماتي کارمندان لري؛ ښووني او روزني پوهنځى اوس د ۲۵۰۰ شاوخوا محصلان لري، چي ۸٪ ئې ښځينه دي؛ د تېرو اتلسو کلونو په څورلسو دورو کښي ئې ۳۴۵۶ فارغان، چي ۱۷۶ ئې ښځينه دي، ټولني ته وړاندي کړي دي؛   

څانګي

  1. طبعي علوم
  • رياضي؛
  • کېميا؛
  • بيولوژي؛
  • فزيک؛
  • کمپيوټر زده کړه.
  1. ژبي او ادبیات                           
  • پښتو ژبه او ادبيات؛
  • انکرېزي ژبه او ادبيات؛
  • دري ژبه او ادبيات.
  1. ټولنیز علوم
  • تاریخ؛
  • جغرافيه؛
  • بدني روزنه.    
  1. اسلامي تعلیمات
  • اسلامي علوم او فرهنګ.

د ښووني او روزني پوهنځي شپې پروګرام په ۱۳۸۹ل. کال تاسیس او اوسمهال ئې لاندي څانګي فعاله دي؛

  1. رياضي؛
  2. بيولوژي؛
  3. پښتو ژبه او ادبیات؛
  4. انګرېزي ژبه او ادبيات؛

ليرليد :

 د ښووني او روزني پوهنځی به د مسلکي ښوونکو په روزلو او د معياري څېړنو په ترسره کولو سره د هیواد په کچه مخکښ وي.

رسالت :

د معياري تحصیلي نصاب او د عصري تدريسي مېتودونو په عملي کولو او څېړنيزو مهارتو په ښوولو سره مسلکي ښوونکي روزي.

هدف :

علمي او اکاډيميک کادرونه روزل، چي په ملي او نړۍواله کچه منلي، اسلامي او افغاني  فرهنګ ته وفادار او د پياوړتيا او پراختيا له پاره ئې کار وکړي.

ارزښتونه :

  • د ملي او اسلامي ارزښتونو درناوی؛
  • د بشر لوړ مقام او انساني  کرامت ته درناوی؛
  • د ټولنيزو مسؤليتونو پېژندنه؛
  • محصلانو ته د لوړ او آزاد فکر روحيه ورکول؛
  • د سالم افغاني فرهنګ وده او پراختيا؛
  • متقابل احترام؛  
  • ډله ايز کار او همکاري؛
  • له تبعیض څخه ډډه کول؛
  • د ادارې د پرمختګ له پاره ژمنتيا.

د پوهنځي د رئيس پېژندنه

احمدظاهر ولي د کندهار ولایت په درېیمه ناحیه کي د ۱۹۸۸ کال د سپټمبر پر ۲۷مه نیټه زیږېدلی دئ. د ښوونځي زده کړی ئې په ظاهر شاهي عالي لېسه کي بشپړي کړي دي؛ د لیسانس درجې زده کړي ئې د انګرېزي ژبي او ادبیاتو په برخه کي په ننګرهار پوهنتون کي په ۲۰۱۲ کال بشپړي کړي دي. ښاغلی ولي د لیسانس دورې تر فراغت وروسته سمدستي په ۲۰۱۲ کال په کندهار پوهنتون کي د ښووني او روزني په پوهنځي کي د انګرېزي ژبي او ادبیاتو په برخه کي مقرر سو او تر دې دمه په همدې تحصیلي نهاد کي خپله دنده د استاد په حیث مخ ته وړي. ښاغلی ولی په ۲۰۱۹ کال د ماسټرۍ درجې زده کړي د مالیزیا هیواد د University Teknologi Mara  پوهنتون څخه د Teaching English as a Second Language  په برخه کي بشپړي کړي دي. ښاغلی ولی د ۱۳۹۹ کال کی د حوت د میاشتی پر ۱۵ مه نېټه، د ښووني او روزني پوهنځي د رئېس په توګه وګمارل سو.

رياضي څانګه

پېژندنه :

رياضي څانګه د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي په کال ۱۳۸۲ل. کال کي تاسیس سوله، یادي څانګي په درو پروګرامونو(آزاد، داخل الخدمت او شپې) کي په پرله پسې توګه د ریاضي په برخه کي محصلان جذب او مسلکي ښوونکي (فارغان) ټولني ته د خدمت له پاره  وړاندي کړي دي. رياضي څانګه نهه رسمي استادان لري، چي اته ماسټر او یو د ليسانس تحصيلي درجه لري.

لېرلید :

ریاضي څانګه به د تدريس، څېړنې او د مسلکي خدمتونو په وړاندي کولو سره د هيواد په کچه یوه مخکښه څانګه وي.

رسالت :

څانګه هڅه کوي، چي د معیاري نصاب په تطبیق او د څېړنيزو اسانتیاوو په برابرولو سره د ریاضي مسلکي ښوونکي وروزي.

اهداف :

  • دریاضي په برخه کي د علمي او مسلکي ښوونکو وړاندي کول؛
  • په عملي ساحو کي د ریاضيکي مسائلو تطبیقول او عامول؛
  • اوسني نوي نسل ته د یووالي او وطن دوستۍ احساس ورکول.

ارزښتونه :

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی؛
  • خپل او ټولنیز مسئولیتونه پېژندل؛
  • د هر ډول تعصب او تبعیض څخه ډډه کول؛
  • په بشپړه ایماندارۍ او صداقت  د ټولني له پاره خدمت کول.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

تحصيلي درجه

علمي رتبه

۱

قدرت الله نظري

امان الله

دوکتور

پوهندوی

۲

نورحبيب نظرخېل

محمدامين

ماسټر

پوهنمل

۳

نور الله نوري

ولي محمد

ماسټر

پوهنيار

۴

محمدفاروق حيکمي

محمدظاهر

ماسټر

پوهنمل

۵

ولي محمد عزيزي

عبدالعزيز

ماسټر

پوهنيار

۶

محمدعالم روحاني

محمدرسول

ماسټر

پوهنيار

۷

اسدالله ترابي

توکل

ماسټر

پوهنيار

۸

عبدالباري صديقي

غلام نبي

ليسانس

نوماند پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

کېميا څانګه

پېژندنه :

کېميا څانګه د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي په ۱۳۸۳ل. کال تاسيس سوله، چي اساسي مقصد ټولني ته د مسلکي او تخصصي ښوونکو وړاندي کول دي؛ د تېرو اوولسو کلونو په جريان کي په لسو دورو کي (۳۸۵) مسلکي ښوونکي(فارغان) ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي دي؛ د کېميا څانګه اوسمهال پنځه ماسټر او یو دوکتور استاد لري.

لېرليد :

کېمیا څانګه ټولني ته علمي کادرونه وړاندي کوي، ترڅو په هیواد او سیمه کي د تعلیم کچه لوړه سي.

په لنډ ډول زموږ لیدلوری به پر لاندي مواردو تمرکز کوي:

  • د معیاري تحصيلي نصاب تطبیقول؛
  • د نوي او معیاري مېتودونو څخه په ګټي اخيستني سره  تدریس او څېړني کول؛
  • کېمیا فارغ التحصیل ته کاري زمینه برابرول؛
  • د تالیف او څېړني فرهنګ رواجول؛
  • د څانګي د استادانو تحصیلي درجې د دوکتورا تر کچي لوړول؛
  • د ماسټرۍ په کچه تحصیلي پروګرامونه ایجادول.

رسالت :

دا چي زمونږ هیواد په لویه کچه کېمیاوي معدنونه لري؛ نو کېمیا څانګه هڅه کوي، چي ټولني ته کېمیاپوه مسلکي کسان وړاندي کړي؛ تر څو د هیواد او سیمي اقتصاد پیاوړی  سي.

اهداف :

  • د کېمیا په برخه کي ټولني ته د مسلکي کسانو وړاندي کول؛
  • د کېمیاوي لابراتور څخه په لوړه کچه استفاده کول؛
  • د هیواد په صنعت کي فعاله برخه اخیستل؛
  • په تدریس کي د نوي تکنالوژۍ څخه استفاده کول.

ارزښتونه :

  • اسلامي، ملي قوانینو او اصولو ته ژمنتیا او بشپړ درناوی؛
  • له هر ډول تعصب پرته د څانګي او هیواد له پاره خدمت کول؛
  • په تعليمي وړتيا او مسلکي مهارتونو سمبال اشخاص روزل؛
  • د کائیناتو په اړه د فکري او منطقي تحلیل سمونه او تقویم؛
  • په ملي ژبو د تخصصي درسي موادو برابرول؛
  • د کېمیا په برخه کي  د څېړنو ترسره کول؛
  • د نظري تدريس تر څنګ عملي تدريس کول.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

 تحصيلي درجه

علمي رتبه

۱

رستم سنګروال

سردار خان

ماسټر

پوهنيار

۲

جېلاني اڅک

محمدګل

ماسټر

پوهنمل

۳

محمدپذير حکيمي

سيد کريم

ماسټر

پوهنمل

۴

نذيرجان صديقي

عبدالرحمن

ليسانس

پوهنيار

۵

نوراحمد نوري

پيرګل

ليسانس

پوهنيار

۶

محمدیعقوب سرفراز

روزي خان

لیسانس

پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

بيولوژي څانګه

پېژندنه :

د بيولوژي څانګه په  ١٣٨٤ ل. کال د ټولني د ضرورتونو پر اساس د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي تاسس سوه، چي  په دوولسو دورو کې په سلونو مسلکي کادرونه روزلي او ټولني ته ئې د خدمت  له پاره وړاندي کړي دي؛ بيولوژي څانګه اته استادان لري، چي اووه ئې ماسټر او يو ئې د ليسانس تحصلي درجه لري او دوه استادان د دوکتورا په لوړو زده کړو بوخت دي.

لېرليد :

بيولوژي څانګه به د تدريس، څېړني او علمي خدماتو د ارائيه کولو په برخه کي د هيواد په کچه نوموتې وي.

رسالت :

بيولوژي څانګه د معياري تحصيلي نصاب په درلودلو او عصري تدريسي مېتودونو په عملي کولو سره مسلکي کادرونه روزي.

اهداف :

  • په کار پوه مسلکي استادان روزل؛
  • د ټولني له پاره مسلکي تحليلګر، نوښتګر او مبارز ښوونکي روزل؛
  • د فساد په وړاندي مبارز کادرونه روزل؛
  • د ستونزو درک کوونکي او حلوونکي کادرونو روزل.

ارزښتونه:

  • اسلامي او افغاني کلتوري ارزښتونو ته درناوی؛
  • متقابل احترام؛
  • اعتماد او باور؛
  • د وطن دوستي روحيه؛
  • یووالی او اتفاق؛
  • دهر ډول تبعيض او توپيرونو څخه ډډه کول؛
  • د څانګي د پرمختګ له پاره کلک عزم درلودل.

د استادانو معلومات

شمېر

نوم او تخلص

د پلار نوم

دتحصيل درجه

علمي رتبه

۱

عصمت الله عثماني

بسم الله

ماسټر

پوهنيار

۲

اجمل جاهد

محمداشرف

ماسټر

پوهنيار

۳

پرويز نيازی

محمدحريف

ماسټر

پوهنيار

۴

عبدالقدير بصير

عبدالبصير

ماسټر

پوهنيار

۵

محمدحسن هڅاند

حاجي احمدالله

ليسانس

نوماند پوهنيار

۶

عبدالواحد منيب

عبدالسلام

ماسټر

پوهنيار

۷

خادم حسين سعيدي

غلام رسول

ماسټر

پوهنمل

۸

شفيق الله مشفق

صديق الله

ماسټر

پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه

پېژندنه :

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه د کندهار پوهنتون، ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي په ۱۳۸۶ل.کال تاسيس سوې ده، چي  په لسو دورو کي  د (قبل الخدمت، داخل الخدمت) پروګرامونو کي ٤٦٥ محصلان، چي ۲۲ ئې ښځينه دي او شپې پروګرام کي ۲۲۰ مسلکي کادرونه ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي دي.

پښتو ژبي او ادبياتو  څانګي پنځه استادان لري، چي څلور ئې ماسټر تحصيلي سند او یو ئې د دوکتورا په ترلاسه کولو بوخت دئ.

لېرليد :

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه هڅه کوي، چي په ملي  سطحه د پښتو ژبي تدريس، ادبياتو او څېړني ته د ودي ورکولو په برخه کي يوه پېژندله سوې څانګه وي.

رسالت :

د مسلکي او معياري تدريس، ادبياتو، څېړني او د فعالي زده کړي  په چمتو کولو سره د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي وقار ساتل.

ارزښتونه :

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوي؛
  • دهر ډول تبعیض څخه ډډه کول؛
  • داکاډيمیک چاپېریال نظم ساتل؛
  • متقابل احترام.

عمومي اهداف :

  • په اسلامي، ملي، وطني او انساني روحیه د داسي شخصیتونو روزل، چي له خپل دین،  ژبي او فرهنگ څخه خبر او د همدې ارزښتونو د ساتني، پالني او پياوړتيا له پاره هر ډول قربانۍ او سرښندني ته چمتو وي؛
  • په غوره علمي چاپيريال کي،  د پیداګوژيکي او مسلکي ښوونکو، اديبانو او څېړونکو روزل؛
  • د پښتو ژبي د لرغونو، منځنیو او معاصرو ادبياتو زده کړه او د تدريس په پیداګوژیکي مېتودونو د محصلانو پوهول؛
  • محصلان داسي روزل، چي د تحصیل په جريان او تر فراغت وروسته په دولتي او غير دولتي ادارو کي د ښه کار کولو وړتيا پيدا کړي.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

دتحصيل درجه

علمي رتبه

۱

سيداحمد قانع

حاجي عبدالغفار

ماسټر

پوهنيار

۲

وحيدالله بريال

محمدګلاب

ماسټر

پوهنيار

۳

محب الله ترابي

عبدالوهاب

ماسټر

پوهنمل

۴

عطاء الله محمدي

اغاګل

ماسټر

پوهنيار

۵

عبدالواحد کالون

محمد نادر

ليسانس

پوهنيار

 

 

 

 

 

 

د انګرېزي ژبي او ادبياتو څانګه

پېژندنه :
د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګه په ۱۳۸۷ل. کال، د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي تاسیس سوله؛ انګرېزي ژبي او ادبياتو څانګه د افغاني ټولني له پاره د ژبي او مېتود په برخه کي مسلکي ښوونکي او او ادیبان روزي، چي تر ډېره حده ئې تمرکز پر مسلکي ښوونکو دئ، چي اصل هدف ئې څنګه علم حاصلول او تدریسول دي؛ د انګرېزي ژبي او ادبياتو څانګه اته استادان لري.

لېرلید :

د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګه هڅه کوي، چي د هيواد په سطحه د انګرېزي ژبي د تدریس، ادبیاتو او څېړني ته د ودي ورکولو په برخه کي یوه پېژندل سوې څانګه وي.

رسالت :

د معیاري تدریس، څېړني او د فعالي زده کړي د امکاناتو په برابرولو، د څانګي وقار ساتل.

ارزښتونه :

د اسلامي، هیوادنیو او عامه سلوکو درناوی؛

  • اخلاق او صداقت؛
  • متقابل درناوی؛
  • د هر ډول فساد مخنیوي.

اهداف :

  • د یوه بهتره علمي چاپېریال برابرول؛
  • د علم او مسلک خپرول؛
  • د تعلیمي برخي له پاره د مسلکي ښوونکو روزل؛
  • د زده کوونکي د ضرورت پر بنیاد د انګلېسي ژبي تدریس؛
  • زده کوونکو سره د ټولنيز اقتصاد د ودي په برخه کي همکاري؛
  • زده کوونکي دې ته چمتو کول، چي د استخدام پر وخت له انګلېسي ژبي د یوې وسيلې په حیث کار واخلي.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

حشمت الله ترين

سميع الله

ماسټر

پوهنيار

۲

محمدطاهر هاند

محمدظاهر

ماسټر

پوهنيار

۳

عتيق الله صاحبزاده

عبدالهادي

ماسټر

پوهنيار

۴

احمدظاهر ولي

شاه ولي

ماسټر

پوهنيار

۵

سلطان محمد ستانکزی

شيرمحمد

ماسټر

پوهنيار

۶

عبدالغفار هوتک

عبدالرحمن

لیسانس

نامزد پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

 

د دري ژبي او ادبياتو څانګه

پیژندنه :

د دري ژبي او ادبياتو څانګه د ټولني اړتياوو ته په کتو سره په ١٣٨٧ل. کال د ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي تاسيس سوه؛ چي تر اوسه ئې اته دورې نارينه او ښځينه محصلان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي؛ د دې څانګي تدريسي او څېړني چاري پنځه ماسټر استادان پر مخ  وړي؛

لېرليد:

دري ژبي  او ادبياتو څانګه غواړي، چي د تحصيلي خدماتو په وړاندي کولو سره د مسلکي ښوونکو او څېړونکو په روزنه کښي د هيواد په کچه يوه مخکښه څانګه وي.

رسالت:

د دري ژبي او ادبياتو څانګه د علمي او فرهنګي بنسټونو د طرفيت لوړوني له پاره د معياري خدماتو په وړاندي کولو، د نويو علمي او تدريسي مېتودونو څخه په استفاده د مسلکي ښوونکو او څېړونکو روزنه کوي.

اهداف :

  • د علمي او کادري ښوونکو وړاندي کول؛
  • د دري ژبي او ادبياتو وده او پراختيا؛
  • د معياري تدريسي نصاب برابرول؛
  • له علمي او فرهنګي بنسټونو سره اړيکي ټينګول؛
  • د ملي او فرهنګي ارزښتونو رائجول

ارزښتونه:

  • اسلامي او ملي قوانينو ته درناوى؛
  • انساني کرامت ساتنه؛
  • محصلانو ته د علم او پوهي سره د ميني کولو فکر ورکول؛
  • مسلکي او اخلاقي اصولو ته درناوى؛
  • له هر ډول تبعيض او تعصبه ډډه کول؛
  • د استادانو، محصلانو او کارمندانو سره نېک روابط جوړول؛
  • د مسئوليت احساس
  • د ټولني پرمختګ ته ژمنتيا.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

سيدمبارک موسوي

سيدابراهيم

ماسټر

پوهنمل

۲

صفي الله معروفي

جان اغا

ماسټر

پوهنمل

۳

شاه ولي شهاب

غلام الدين

ماسټر

پوهنيار

۴

عبدالمتين رشيدي

عبدالرزاق

ماسټر

پوهنيار

۵

حسن علي مهجور

محمد علي

ماسټر

پوهنمل

 

 

 

 

 

 

 

فزيک څانګه
پېژندنه
:

فزيک څانګه د ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي  په ۱۳۹۱ل. کال تاسيس سوله، چي اساسي موخه ئې ټولني ته د مسلکي او تخصصي ښوونکو وړاندي کول دي. د تېرو لسو کلونو په پنځو دورو کي ئې ۱۶۴ مسلکي کادرونه(فارغان) ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي دي. د فزیک څانګه اوسمهال پنځه استادان لري، چي ټول ئې د ماسټران دي او یو استاد ئې د دوکتور په زده کړو بوخت دئ.

لېرليد

فزیک څانګه به د پوهي، مهارت، څېړني او ښه سلوک په ډګر کي د هيواد په کچه یو مخکښه څانګه وي، چي د فزیک په برخه کي د هيواد د ښې راتلونکي له پاره د ليسانس معیاري تحصیلي نصاب په تطبیقولو سره بااستعداده، مسلکي او د ښه احساس لرونکي کادرونه،  ښوونکي او تختنیکي همکاران وروزي.

رسالت:

فزيک څانګه د باتجربه استادانو په درلودلو سره هيواد ته د فزیک په برخه کي په اسلامي او ملي روحیه ژمن مسلکي کادرونه، څېړونکي او ښوونکي وړاندي کوي، چي د پوهي او مهارتونو په مټ به وکولای سي د هیواد د ښووني او روزني په برخه کي سته ستونزي حل او نويو پرمختګونو ته زمینه برابره سي.

اهداف:

  • د فزیک په برخه کي ټولني ته  د ليسانس په کچه  مسلکي او تخصصي کادرونه او ښوونکي وړاندي کول؛
  • د څېړني زده کړه او د فزیک په مختلفو برخو کي د څېړنو تر سره کول؛
  • د فزیک د تدریس په مېتودونو کي نوښتونه را منځته کول او عملي تدريس کول؛
  • له نورو علومو سره د فزيک اړيکي څېړل؛
  • په ورځني ژوند کي د فزيک د قوانينو د تطبیق په نخښه کول او کارول؛
  • په عملي ساحو کي د فزیکي مفهومونو تطبیق او عامول؛
  • د طبیعت په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکول؛
  •  د هيواد په صنعتي او پرمختيايي  برخو کي تخنیکي همکاري کول؛
  • په ملي ژبو د تخصصي درسي موادو برابرول.

ارزښتونه:

  • اسلامي، ملي قوانینو او اصولو ته ژمنتیا او بشپړ درناوی؛
  • له هر ډول تعصب پرته ټولني ته خدمت کول؛
  • په تعليمي وړتيا او مسلکي مهارتونو سمبال اشخاصو روزل؛
  • د کائناتو په هکله د فکري او منطقي تحلیل سمونه او تقویم؛
  • نوښتونو ته ژمنتیا او اولویت ورکول.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

هدايت الله امرخېل

ګل محمد

ماسټر

پوهنيار

۲

عبدالمنان حيران

عبدالله خان

ماسټر

پوهنيار

۳

محمدشفيق عمري

محمدحسن

ماسټر

پوهنيار

۴

سمسور نهضت

محمدارشاد

ماسټر

پوهنيار

۵

عبدالله دانش

عبدالقدير

ماسټر

پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

تاريخ څانګه

 پېژندنه :

د تاریخ څانګه په ۱۳۹۱ل. کال د ښووني او روزني پوهنځي  په تشکيل کي د مسلکي او د تاريخ په برخه کي اګاه کادرونه روزني له پاره تاسيس سوله؛ چي په تېرو پنځو دورو کښې  مسلکي ښوونکي د خدمت له پاره وړاندي کړي دي.

د تاریخ څانګه هڅه کوي؛ ترڅو پر تاریخي اسنادو، شواهدو، آثارو، د علمي او تاریخي شخصیتونو پر شخصي ژوند او د ټولني پر هر اړخیز فرهنګ او دودونو ټول منلې څېړنه او تدقیق وکړي، ترڅو د هیواد پالني ملي احساس را ژوندی او د ټولني د ټولنیز ژوند د حالاتو حقیقي تصویر وړاندي او د نوي نسل ذهنونو ته انتقال سي.

لېرلید:

تاریخ څانګه غواړي؛ ترڅو د هیواد په سطحه د تاریخ په علم کي د څېړني، تدریس، د مسلکي استادانو او علمي کادرونو  د روزني په برخه کي د یو منل سوي تحصیلي مرکز په حیث پاته سي.

رسالت:

تاریخ څانګه غواړي، ترڅو د دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو او معارف د پاره د مسلکي استادانو او متخصصانو د روزني په موخه د نړۍوالو منل سوو علمي معیارونو په پام کي نیولو سره د علمي او څېړنیزو تجربو او مسلکي زده کړو له پاره زمینه مساعده او د هغو په عملي کولو کي هڅه وکړي.

اهداف:

  • د تاریخ په برخه کي د افرادو تخصص او زده کړه او د هیواد د بچیانو د روزني له پاره د هغو و ټولني ته وړاندي کول.
  • د ملي ارزښتونو تحلیل او پېژندل او د هیواد د تاریخي او لرغونو آثارو او آبداتو پېژندنه.
  • د هیواد د تاریخي او لرغونو آثارو او آبداتو د ساتني او څېړني په موخه تدریس او پېژندګلوي او نړۍوالو ته ئې د افغانستان د فرهنګي میراثونو په عنوان ورپېژندنه.
  • د پرمختګ او هوسایني خوا ته د ټولني سوق کولو په موخه د تاریخي دورو پېژندنه او د هغو تحلیل.
  • د تاریخي آثارو ، آبداتو او ملي ارزښتونو څخه د ټولني او محصلانو د معلوماتو او زده کړو له پاره د علمي سمینارو جوړول.

ارزښتونه:

  • د هیواد ټولو اسلامي، ملي، فرهنګي، سیاسي او تاریخي ارزښتونو ته درنښت او د تعصب او لاس وهني پرته ئې د تاریخ زده کړي په چوکاټ کي نورو ته انتقالول؛
  • بشري کرامت او عدالت ته درنښت او خپلمنځى تعامل او منښت؛
  • په هیواد کي د ټولو مېشتو ټولنیزو طبقو تاریخي او ملي لاس ته راوړنو ته درنښت؛
  • علمي حقیقتونو ته د انصاف او درناوي په سترګه کتل؛
  • د تفکر او څېړني روحیه پیاوړې کول؛
  • د تاریخ څانګي په ادرس د تاریخي واقعیتونو او پيښو د هر ډول شرحي، تحلیل او وړاندي کوني څخه ډډه کول؛
  • د دوامدري مسلکي زده کړي یادول او د علمي پېژندګلوۍ یا هویت قوي کول؛
  • د قانون عملي کول، مسئولیت منل او د علمي هڅو زیاتوالی؛

د استادانو په اړه معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

مختار عسکري

حکیم

ماسټر

پوهنيار

۲

معصومه مرادي

غلام سخي

ماسټر

پوهنيار

۳

صديق الله عظيمي

عزيز الله

ليسانس

نوماند پوهنيار

۴

رحمت الله لطيفي

عبدالله

ليسانس

نوماند پوهنيار

 

 

 

 

 

کمپيوټر زده کړه څانګه

پیژندنه :

د کمپیوټر زده کړي څانګه په ۱۳۹۳ل. کال د ښوني او روزني پوهنځي په تشکيل کي د هیواد د ځوان نسل روزني په موخه په ځانګړي ډول د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کي تاسیس سوه.

د دې څانګي استادان تر خپله وسه هڅه کوي؛ تر څو د موجوده امکاناتو څخه د امکان تر حده استفاده وکړي او خپل دیني مکلفیت په ښه ډول ترسره کړي. دا څانګه د کمپیوټر له لابراتوار څخه په استفادې سره عملي درسونه هم د نظري درسونو په ډول پر مخ وړي. د کمپيوټر زده کړي څانګه کي څلور استادان د محصلانو تدریسي او څېړنيزي چاري پر مخ وړي.

لېرلید:

د کمپیوټر زده کړي څانګه  به د سیمي او هیواد په کچه د کمپیوټر زده کړي په برخه کي د مسلکي، ژمنو او وړ کادرونو د روزني او علمي څېړونو یوه مخکښه څانګه وي.

رسالت:

د کمپیوټر زده کړي څانګه به د معیاري تحصیلي نصاب، چي په نویو او پرمختللو تدریسي مېتودونو سره به عملي کېږي مسلکي، متعهد او د ټکنالوژۍ په ډګر کي مسلکي ښوونکي، چي په څېړنيزو مهارتونو سمبال وي، روزي.

اهداف:

  • د کمپیوټر زده کړي په برخه کي د ليسانس په کچه د مسلکي او متعهدو کادرنو روزل؛
  • د کمپیوټر زده کړي په برخه کي اړیني څېړني تر سره کول؛
  • په ټولنه کي د ګټوري ټکنالوژۍ رواج او په ورځنیو چارو کي ورڅخه ګټه اخيستل؛
  • د معاصري ټکنالوژۍ د ښه استعمال عامول او د بد استعمال د مخنیوي په برخه کي ئې هڅه کول.

ارزښتونه :

  • د اسلامي او ملي ارزښتونو درناوی او پرمختګ ته ئې وفاداري؛
  •  د ټولنېزو آدابو مراعات؛
  •  محصلان په اسلامي او ملي فکر روزل؛
  •  د محصل محورۍ پلي کول او وده ورکول؛  
  • په ګروپي ډول کارونه او څېړني ترسره کول او په ټولنه کي ګروپي کارونو ته وده ورکول؛
  • د شخصي او سلیقوي تعامل څخه ډډه کول او پر وړاندي ئې اړينه مبارزه کول.

د استادانو معلومات

شمېر

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

علي احمد

حاجي محمد

ماسټر

پوهنيار

۲

محمدکبير رحيمي

محمد کريم

ليسانس

نوماند پوهنيار

۳

ستارالدين معتصم

علاؤالدين

ليسانس

نوماند پوهنيار

٤

عبيدالله

محمد غوث

ماسټر

پوهنيار

 

 

 

 

 

د بدني روزني څانګه

پېژندنه :

د بدني روزني څانګه په ۱۳۹۰ ل. کال د ښوني او روزني پوهنځي په تشکيل کي  د هیواد د ځوان نسل روزني او په ځانګړي ډول، د بدني روزني په برخه کي د مسلکي ښوونکو د روزني په هدف تاسیس سوله.

له نېکه مرغه اوس مهال د څانګي د٪ ۶۰ – ۷۰  کادري غړي په مهمو او اړینو مسلکي برخو (ورزشي مديریت، ورزشي فزیولوژي او اتلتیک) کي د ماسټرۍ لوړي زده کړي کړي دي.  د څانګي استادان هڅه کوي، چي د لوړو زده کړو وزارت له خوا د بدني روزني د تائید کړل سوي درسي پروګرام (کریکولم) مطابق عملي او تیوریکي مضامین د امکاناتو او شرایطو په پام کي نیولو سره په اغېزمن ډول تدریس کړي.

لېرلید:

د بدني روزني څانګه هوډ لري، چي د بدني روزني په برخه کي د ښوونیزو لارښوونکو، څېړونکو او مسلکي ښوونکو، چي د ښوونیز او تحصیلي نظام د اړتیاوو جواب ویونکى، د ورزش او سیمه ایزو لوبو په برخه کي د تدریس، څېړني او فرهنګي خدمتونو اجرا ته ژمن، په ملي او سیمه ایزه سطحه سالم او ګټور پروګرامونه رامنځته کړي.

رسالت:

د بدني روزني څانګه د بدني روزني او ورزشي رشتو د مديرانو او لارښوونکو، د ښوونیزو بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د ښووني او روزني په برخه کي د علمي، مسلکي، تخصصي او څېړونکو کادرونو د روزني، پوهاوي د کچي د لوړتیا په برخه کي هڅي او نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي.

ارزښتونه

د بدني روزني څانګه د (سلیم عقل په سالم بدن کي دئ!.) مقولې څخه په الهام په بدني روزنه او ورزش پوري په اړوند فعالیتونو کي ګډون، هغو ته درناوی او د اسلامي او ملي اصولو، عنعناتو او ارزښتونو مطابق د هغو ترسره کول او یادو اصولو ته په ټولنیز ژوند کي پابندي خپل  مهم او عمده ارزښتونه بولي.

عمومي موخه:

د بدني روزني څانګه د ورزشي علومو په برخه کي د داسي علمي او اکاډمیکو کادرونو روزل چي د مسلکي پوهي تر څنګ اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن او د هيواد د علمي، کلتوري او اقتصادي پرمختګ له پاره د امکان تر حده  نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.

ځانګړي موخي :

د روغتیا او سلامتیا په برخه کي :

  • د ټولني د افرادو د روغتیا او سلامتیا تامین او د بدن د معافیتي سیستم لوړاوی.

د روزني او اخلاقو په برخه کي :

  • د ورزش او بدني روزني د فرهنګ په عامولو سره د ټولني افراد په مخدره توکو باندي د روږدي کېدلو څخه ژغورل.

د رواني او ټولنیز چمتووالي په برخه کي :

  • د روح غښتلتیا، په نفساني غوښتنو، کرکي او ټولنیزو انحرافاتو باندي برلاسي کېدل.

په حرکتي او مهارتي برخه کي :

  • د ورزشي رشتو د ځانګړو تخنیکونو او تکتیکونو زده کړه او په مرسته ئې د عصبي او عضلاتي همږغۍ را منځته کول.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

کريم داد شريفي

فتح خان

ماسټر

پوهنيار

۲

خالد امرخېل

محمدحنيف

ماسټر

پوهنيار

۳

حزب الله بهير

عبدالخليل

ليسانس

پوهنيار

۴

حمدالله حميدي

محمديوسف

ليسانس

نوماند پوهنيار

۵

ادريس کاکړ

حاجي نواب

ليسانس

نوماند پوهنيار

 

 

 

 

 

 

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه

پېژندنه:

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه د ښوني او روزني پوهنځی په تشکيل کي په ۱۳۸۶ل.کال  تاسيس سوې ده، چي په پنځو دورو کې ۹۳ فارغان، چي ۳ ئې ښځينه دي، ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي دي. د اسلامي علومو او فرهنګ څانګي تدريسي او څېړنيزي چاري شپږ استادان پر مخ وړي.

لېرليد:

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه به د سیمي او هیواد په کچه د مسلکي او ژمنو کادرونو د روزني او علمي څېړنو يوه منل سوې او مخکښه څانګه وي.

رسالت:

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه هڅه کوي، چي د خپلو درسي او څېړنيزو موادو په وسيله په اسلامي فکر او هيوادنۍ ميني سمبال ښوونکي او مسلکي کادرونه وروزي.

هدف :

په اسلامي روحیه او فکر سمبال او د هیواد ملي ګټو ته ژمن کادرونه او مسلکي ښوونکي ټولني ته وړاندي کول.

ارزښتونه:

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی؛
  • د هر ډول تبعیض څخه ډډه کول؛
  • د اکاډمیک چاپیریال نظم ساتل؛
  • متقابل احترام.

د استادانو معلومات

شمېر

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

احمدشاه خادم

محمدصديق

ماسټر

پوهنيار

۲

احمدولي حقمل

محمدطاهر

ماسټر

پوهنيار

۳

داد الله هدايت

عبدالجبار

ليسانس

پوهنيار

۴

عبدالخالق چوپان

عبدالحق

ليسانس

نوماند پوهنيار

۵

سيداحمد هائد

عبدالصمد

ليسانس

نوماند پوهنيار

۶

فضل محمد عائل

حاجي صالح محمد

ليسانس

نوماند پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

د جغرافيې څانګه

پیژندنه:

د جغرافيې څانګه په ۱۳۹۱ل. کال د کندهار پوهنتون، ښوني او روزني پوهنځي په تشکيل کي د هیواد د ځوان نسل روزني او په ځانګړي ډول د جغرافیې پېژندني/ پوهني په موخه تاسیس سوه. د څانګي استادان او اداره د تحصیلي او څېړنیزو آسانتیاوو(معتبر درسي او ریفرنس کتابونو، نقشو او اړوند لابراتواري وسایل عملي او ساحوي تحقیقاتو اړوند وسایلو او زمینو) په چمتو کولو کي هڅه او هاند کوي؛ تر څو ټولني ته د ثبات او پرمختګ په موخه د یادي رشتې متخصصو او مسلکي کادرونو په وړاندي کولو سره خپل ملي او دیني مسئولیتونه سرته ورسوي. جغرافيې څانګه څلور ماسټر او یو ليسانس استادان لري، چي  تدریسي او څېړنيزي چاري پر مخ وړي.

لېرلید:

د جغرافیې څانګه به د تدریس، مسلکي استادانو د روزني، څېړني او علمي خدمتونو په برخه کي د هیواد په سطحه نوموتې وي.

رسالت:

د جغرافیې څانګه د عصري تدریسي مېتودونو په کارولو او د معیاري تحصیلي نصاب په تطبیق کولو سره متخصصان او مسلکي استادان روزي.

هدف:

داسي علمي او اکاډمیک کادرونه روزل، چي په ملي او سیميزه سطحه منلي، اسلامي او ملي فرهنګ ته وفادار او د هیواد پیاوړتیا او پراختیا له پاره کار وکړي.

ارزښتونه:

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی؛
  • د هر ډول تبعیض څخه ډډه کول؛
  • د اکاډيمیک چاپیریال نظم ساتل؛
  • متقابل احترام.

د استادانو معلومات

شمېر

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

سلمان علي نبوي

محمدنبي

ماسټر

پوهنيار

۲

محمداحسان اميد

حاجي محمدخان

ماسټر

پوهنيار

۳

عتيق الله عياذ

حاجي حبيب الله

ماسټر

پوهنيار

۴

اتل بری

محمد موسی

ليسانس

نوماند پوهنيار

۵

نثاراحمد ارغندوال

حاجي عبدالرشيد

ماسټر

پوهنيار

 

 

 

 

 

 

پيداګوژۍ او ارواپوهني څانګه

پېژندنه:

د پيداکوژۍ او ارواپوهني څانګه د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي د ځوان نسل د سالمي مسلکي روزني له پاره  په ۱۳۹۵ل. کال د پوهنځي شموله څانګي په حیث تاسيس سوله، د يادي څانګي استادان د پوهنځي په دوولسو فارغ ورکوونکو څانګو کښي د ښووني او روزني د مسلکي مضامينو د تدريس مکلفيت لري.  د پيداګوژۍ او ارواپوهني څانګه د ځوان او مخ پر ودي څانګي په توګه ژمنه ده، چي خپلو ټولو محصلانو ته معیاري او ګټور خدمات وړاندي کړي.

لېرليد:

د پيداګوژۍ او ارواپوهني څانګه به د مسلکي کادرونو، ارواپوهانو په روزلو کي د هیواد په کچه مخکښه وي.

رسالت:

د پيداګوژۍ او ارواپوهني څانګي علمي، څېړنيزو او تدريسي فعالیتونه د هیواد په کچه معیاري کول.

ارزښتونه:

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی؛
  • د هر ډول تبعیض څخه ډډه کول؛
  • د اکاډمیک چاپیریال نظم ساتل؛
  • متقابل احترام.

موخي:

  • د پيداگوژۍ او ارواپوهني برخه کي په ملي او سیمه ایزه کچه منلي علمي او اکاډميک کادرونو روزل؛
  • د نوي اوعصري مېتودونو ترویجول؛
  • د پيداگوژۍ او ارواپوهني څانګي استادانو ته د معیاری څېړنو زمینه برابرول؛
  • د پيداگوژۍ او ارواپوهني د معیارونو سره سم د علمي څېړنو او تدریسي - في فعالعاليتونه پیاوړتیا ته وده ورکول.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

سيدعباس هاشمي

سيدشريف اغا

ماسټر

پوهنمل

۲

ذکيه حنيف

محمدحنيف

ماسټر

پوهنيار

۳

علي نقي محبي

غلاح حسين

ماسټر

پوهنيار

۴

محدقيس معنوي

حاجي عیسی محمد

ليسانس

نوماند پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

 

د اسلامي علوم او فرهنګ څانګي د استادانو پېژندنه

 

پوهنیار احمد شاه خادم

پوهنیار احمد شاه خادم د محمد صدیق زوی د کندهار ولایت د شپږمي ناحيې اوسېدونکی په کال (۱۳۶۷ ل) کي زېږېدلی دی، د ديني علومو د زدکړو تر څنګ په کال (۱۳۸۹ ل) کي د محمد هوتک شپې عالي لیسې څخه فارغه سوی او وروسته يې د لیسانس دوره د کندهار پوهنتون په شرعیاتو پوهنځی کي پیل کړل چي په کال (۱۳۹۴ ل) کي د یادي پوهنځی څخه فارغه سو، په کال (۱۳۹۶ ل) کي يې د ښووني او روزني پوهنځی اسلامي علوم او فرهنګ څانګه کي د علمي کادر غړیتوب تر لاسه کړ.

ښاغلي خادم د پاکستان هیواد نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د حقوقو په بخش کي په کال (۱۳۹۹ ل) چي د (۲۰۲۱م) سره برابريږي خپل د ماسټری سند هم لاس ته راوړ، او په وروسته کي يې د پاکستان هیواد په پېښور کي د پیشاور نړیوال پوهنتون سره د سياسي علومو په څانګه کي د دکتورا برنامه راپیل کړل چي اوس فعلا هم په یاد پوهنتون کي د دکتورا محصل دی.

پوهنیار عبد الخالق چوپان

پوهنیار عبدالخالق چوپان د حاجي عبدالحق  زوی د ملا شریف الله اخند لمسی د ملا فقیر الله اغا کړوسی د ملا حبیب الله اخند کوسی او د ملا عبدالحق اخند (ملا اکا رحمة الله علیه) کودی دئ؛ په (۱۳۷۲ ل) کال کي د زمري د میاشتي پر (۲۶مه) نېټه د کندهار ولایت د (۲) ناحیې د الکوزو په کوڅه کي په یوه دینداره او علمي کورنۍ کي زېږېدلی دئ.

د دیني علومو د زده کړي تر څنګ په (۱۳۹۱ ل) کال کي د احمد شاه بابا عالي لیسې څخه فارغ او د کانکور په آزموینه کي کندهار پوهنتون ته بریالی او په (۱۳۹۶ ل) کال کي د شرعیاتو پوهنځی د اسلامي تعلیماتو له څانګي څخه فارغ سوی دئ. په (۱۳۹۷ ل) کال کي يې د کندهار پوهنتون د اسلامي علومو او فرهنګ په څانګه کي د علمي کادر غړیتوب تر لاسه کړ. او په (۱۴۰۱ ل) کال کي ئې د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د اسلامي فکر او تمدن په برخه کي ماسټري لاسته راوړل.

وروسته يې د (۱۴۰۱ ل) کال د وږي میاشتي پر (۱۶مه) نېټه د کندهار پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست رئېس وټاکل سو او فعلاً د کندهار پوهنتون د علمي مرستیال په حیث دنده مخته وړي.

نوماند پوهنیار حفیظ الله رسولي

نوماند پوهنیار حفیظ الله رسولي د هدایت الله زوی په کال ( ۱۳۷۶ هـ ش ) کي د کندهار ولایت په (۱۳) ناحیه کي د چوڼۍ په سیمه کي زېږېدلی دی، لومړنۍ زده کړي ئې په محمدیه دارالعلوم کي پیل کړې، او وروسته د صوفي صاحب ذکور عالي لیسې څخه په کال (۱۳۹۳هـ ش )کي فارغه سوی دی، او په همدې کال د کندهار پوهنتون و شرعیاتو پوهنځی ته د کانکور له لاري د شپې و برخي ته بریالی سو، په (۱۳۹۷ هـ ش) کال د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی څخه فارغ سو او د فراغت سره سم يې په شرعیاتو او ښووني او روزني پوهنځی کي په افتخاري ډول تدریس پیل کړ، په (۱۴۰۱ هـ ش) کال کي يې د کندهار پوهنتون په ښوونه او روزنه پوهنځی کي د اسلامي علوم او فرهنګ په څانګه کي د علمي کادر عضویت تر لاسه کړ، او په کال (۱۴۰۲ هـ ش) کي د ماستري د عمومي کانکور له لاري د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځی د شریعت او قانون څانګي ته کامیاب سو. چي اوس محال د ماستري په زده کړو مصروف دئ.

نوماند پوهنیار احمد مخلص

نوماند پوهنیار احمد مخلص د محمد ظاهر زوی د حاجي محمد شریف لمسی اصلا د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د مرزعه عباس د کلي اوسېدونکی دی، په ديني برخه کي يې ابتدائیه زدکړي د خپل کلي په مسجد کي تر سره کړي او په کال (۱۳۹۱-۱۳۹۲) کي د کندهار ښار د ظاهر شاهي عالي لیسې څخه فارغه سوی دی.

ښاغلي مخلص د فراغت څخه وروسته په کال (۱۳۹۲ل) کي د لوړو زدکړو په موخه د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د اسلامي تعلیماتو و څانګي ته نوم لیکنه وکړل او په کال (۱۳۹۷) کي د یادي څانګي څخه فارغ سو. په (۱۳۹۹) او (۱۴۰۰) کلونو کي يې د ښووني او روزني پوهنځی د اسلامي علوم او فرهنګ په څانګه کي د افتخاري تدریس وظیفه سمبال کړل او په کال (۱۴۰۱)  کي نوموړي پوهنځی او یادي څانګي ته د علمي کادر د غړي په حیث معريفي سو.

نوماند پوهنیار محمد تمیم عزيزي

نوماند پوهنيار محمد تميم عزيزي د محمد نسيم عزيزي زوی د حاجي محمد ابراهیم خان لمسی اصلا د کندهار ولایت د څلورمي ناحيې د بامېزو د کوڅې اوسېدونکی دی، نوموړی په کال (۱۳۷۳ل) کي زېږېدلی او لومړنۍ دیني زدکړي يې د خپل محل په مسجد کي تر سره کړي دي او وروسته د کندهار شاه حسین هوتک افغان ترک نړیوالي عالي لیسې څخه په کال (۲۰۱۱م مطابق ۱۳۹۰ل) کي فارغ سوی دی او په کال (۲۰۱۴ م مطابق ۱۳۹۳ ل) کي د عربستان هیواد د مدینې منورې و اسلامي پوهنتون ته بریالی سو او په یاد پوهنتون کي يې اول د عربي ژبي ډپلوما برنامه پای ته ورسول، او وروسته يې څلور کاله د شرعیاتو په پوهنځی کي د لسانس زدکړي بشپړي کړي دي او په کال (۲۰۲۰م مطابق ۱۳۹۹ل)  کي يې د یادي پوهنځی څخه د فراغت سند لاس ته راوړ. په کال (۱۴۰۰ ل) کي يې د کندهار پوهنتون ښووني او روزني پوهنځی اسلامي علوم او فرهنګ څانګه کي افتخاري تدریس پیل کړ او تر څنګ يې په شهید عبد اللطیف عالي لیسه کي هم د اسلامي علومو د رسمي استاد په صفت دنده پر مخ وړل، د (۱۴۰۱ ل) کال په شروع کي د کندهار ښار د خصوصي سکتور اړوند ملالۍ د لوړو زدکړو په مؤسسه کي د ثقافت د استاد په حیث مقرر سو او د (۱۴۰۱ ل) کال په آخر کي يې د کندهار پوهنتون  اسلامي علوم او فرهنګ څانګي کي  د علمي کادر عضویت تر لاسه کړ.

 

د کندهار پوهنتون د بدني روزنې څانګې لنډه پیژندنه

د بدني روزنې څانګه په ۱۳۹۰ لمریز کال د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزني پوهنځي په چوکاټ کې د هېواد د ځوان نسل د روزنې او په ځانګړي ډول د بدني روزنې په برخه کې د مسلکي ښوونکو  د روزنې په موخه د یو فارغ ورکوونکي ډیپارټمنټ په توګه تأسیس شوه.

له نېکه مرغه اوس مهال د یادې څانګې د ۵۰ – ۶۰  ٪ کادري غړي په مهمو او اړینو مسلکي برخو (ورزشي مدېریت، ورزشي پیداګوژي او معالجوي بدني روزنه) کې د ماسټرۍ تر کچې د لوړو زده کړو لرونکي دي. د یادې څانګې کادري غړي په پوره توان سره هڅه کوي، چې د لوړو زده کړو د محترم وزارت لخوا د بدني روزنې د پوهنځیو او څانګو لپاره د ټاکل شوي درسي پروګرام (کریکولم) مطابق عملي او تیوریکي مضامین د پوهنتون او څانګې د امکاناتو او شرایطو په پام کې نیولو سره په اغېزمن ډول تدریس کړي.

اوسمهال د بدني روزنې څانګې د هغو استادانو شمېر، چې عملاً په څانګه کې د تدریس، اداري او څیړنیزو فعالیتونو  د مخته وړلو مسؤلیت په غاړه لري څلور کسانو ته رسیږي. د بدني روزنې څانګه تر څلورم ټولګي پورې محصلین لري، چې مجموعي شمېر یې تر ۱۴۰۲ کال پورې (۵۰) تنو ته رسیږي.

 

د بدنی روزنې څانګې لېرليد:

د  بدني روزنې څانګه به د هېواد په کچه د بدني روزنې او  ورزش په برخه کې د ښوونیز او تحصیلي نظام اړتیاوو او غوښتنو ته د ځواب ویونکو او په کار پوه ښوونکو، څېړونکو او مسلکي روزونکو د ښوونې او روزنې په برخه کې یوه مخکښه څانګه وي. 

 

د بدني روزنې څانګې رسالت:

 د بدني روزنې په برخه کې د لېسانس په کچه د مسلکي ښوونکو روزل.

د پوهنتون په کچه د بدني روزنې او ورزش په برخه کې د شته امکاناتو څخه د ښوونیزو موخو د تحقق په خاطر په اعظمي ډول  ګټه پورته کول.

د نړیوالو او د هېواد د ملي او محلي ورزشونو د پېژندنې او پرمختګ په هکله د علمي څېړنو تر سره کول.

د بدني روزنې څانګې موخې:

د فزیکي او رواني لحاظه ټولنې ته د سالمو افرادو  وړاندې کول.

د بدني روغتیا، سلامتیا او  معافیتي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د ورزشي علومو  رول په اثبات رسول.

د هېواد د پوهنې په سیستم کې د بدني روزنې د مسلکي ښوونکو د تشې ډکول.

 

د بدني روزنې څانګې ارزښتونه:

اسلامي او ملي ارزښتونو ته بشپړ درناوی.

د بدني روزنې او ورزش د فرهنګ عامول.

د فراغت د وخت څخه سالمه استفاده کول.

په مثبتو کارونو کې رقابت.

د بدني روزنې څانګې د فارغ التحصیل جامع تعریف:

د بدني روزنې څانګې محصلین د لېسانس په کچه د بدني روزنې او ورزشي علومو په برخه کې د اړینو عملي او تیوریکي زده کړو څخه وروسته د هېواد په ښوونځیو او ورزشي اداراتو کې د مسلکي ښوونکو، روزونکو، ورزشي مدېرانو او کار پوهانو په توګه په بریالیتوب سره خپلې دندې سرته رسولای شي.

 

د بدني روزنې څانګې د آمر حزب الله بهیر لنډه پېژندنه

پوهنمل حزب الله بهیر، د مرحوم قاضي عبدالخلیل زوی، د مرحوم صاحب جان لمسی په 29/10/1371 هجري لمریز کال د وردګو ولایت، چک ولسوالۍ د عربان درې د بیدري کلي په یوه دینداره او علم پروره کورنۍ کې زیږېدلی دی. لومړنۍ  زده کړې یې د کلي له امام څخه پیل او عصري زده کړې یې دعربانو په لېسه کې4/1/1377 نیټه پیل کړیدي، دا چې نوموړي په زده کړو کې ښه وړتیا درلوده په یوولسم ټولګي کې یې د لیاقت ازموینه ورکړه، دهمدې لېسې له دولسم ټولګي څخه په 18/9/1388هجري لمریز کال په عالي درجه فارغ او د کانکور په ازموینه کې یې ګډون وکړ، په پایله کې د البیروني پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی ته بریالی شو، دیو لړ اقتصادي ستونزو له امله ونه توانیدو په یاده پوهنځی کې لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي. په همدې کال د وردګو ولایت دکریم شهید په عالي لېسه کې دلسم ټولګي څخه تردولسم ټولګي پورې د ساینسي مضامینو د ښوونکي په حیث یې لومړی دنده پیل کړه، په دوهم ځل1389هجري لمریزکال د کانکور ازموینه کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بدني روزنې پوهنځي ته بریالی شو. ښاغلي بهیر په 1393 لمریز کال د نوموړې پوهنځی څخه د کادري نمرو په اخیستلو سره عمومي اول نمره فارغ شو.

ښاغلی بهیر په  1394/2/20هجري لمریز کال د کندهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی ته د کادري غړي په حیث د رقابتي ازموینې له لارې بریالی شو. نوموړی په  1395/2/21هجري لمریز کال د بدني روزنې څانګې د آمرپه حیث وټاکل شو، 1397 لمریز کال کې یې ( په وزن اوچتونه کې دعضلاتي قوې د زیاتوالي د اغیزمنو میتودونو څېړنه) تر عنوان لاندې د څیړنیز اثر په لیکلو سره د پوهنیاری رتبې ته ترفیع وکړه. پوهنمل حزب الله بهیر د کندهارپوهنتون د بدني روزنې ډیپارټمنټ د آمریت تر څنګ د پوهنتون او پوهنځي په کچه په یو شمېر علمي سمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون کړیدی. همدارنګه د پوهنتون د ورزشي اوفرهنګي کمیټې د مسئول او د پوهنتون د آمرینو دغونډې غړیتوب په لرلو سره، د پوهنځي علمي شورا، ستراتیژیک پلان کمیټو فعال غړی پاتې شوی دی. پوهنمل حزب الله بهیر د 1397/6/8 نیټه یې چین هیواد ته د ماسټری پروګرام لپاره سفر وکړ، په چین هیواد کې یې لومړی دچینایې ژبې یو کلن پروګرام پیل کړ، تریوکال چینایې ژبې زده کړې وروسته یې دچینایې ژبې HSKازموینه په بریالیتوب سره پاس کړه. په 2/9/ 2019 نیټه یې دماسټری دوره رسمي پیل کړه، دماسټری دوري په جریان کې یې د چین هیواد په ملي کچه دغوره علمي مقالې لیکنې په سیالیو کې دوه ځله ګډون وکړ، په لومړي ځل ګډون د2500غوره مقالو کې یې مقالې دریم مقام خپل کړ او په دوهم ځل مقاله لیکنې سیالۍ کې یې مقالې دوهم مقام خپل کړ، هیره د نه وي چې دا علمي مقالې په چینایې ژبه لیکل شویدي او دپوهنتون په علمي مجلو کې په نشر رسیدلې دي. په 19/8/2022 د ماسټری تیزس یې په بریالیتوب سره دفاع کړې چې ّپه د سره د معالجوي بدني روزنې پوهنځی د ورزش د پیداکوژۍ روزنیزه تیوری په څانګه کې ماسټری دوره بریالیتوب سره پای ته ورسوله. له فراغت سره هم مهاله خپل ګران هیواد افغانستان ته راستون او دکندهار پوهنتون کې خپلې استادۍ ته ادامه ورکړه. ښاغلی بهیرد پښتو او دري ژبو تر څنګ په چینایې او انګلیسي ژبې او یو شمیر کمپیوټري پروګرامونو هم هم ښه مهارت لري.  د ښاغلي بهیر علمي او درسي آثار په لاندې ډول دي:

الف – درسي آثار چې چاپ  شوي او چاپ ته چمتو دي:

دبدني روزنې بنسټونه

معالجوي بدني روزنه

ورزشي فزیولوژي

ورزشي فزیوتراپي

ب – څیړنیز آثار

په وزن اوچتونه کې دعضلاتي قوې دزیاتوالي د اغیزمنو میتودونو څېړنه ( د پوهنملي علمي رتبې ته د ترفیع څېړنیز اثر)

Research on influencing factors of Physical education teaching quality in Physical Education major of Kandahar University (د ماستری تیزس)

ج – په نړیوالو ژورنالو کې نشر شوې مقالې.

  • Bahir, H. (2020). The Role of Sports on the Development of Tribes Unity: Afghan Society, Kabul, Afghanistan. American International Journal of Social Science Research5(3), 53-56.‏
  • Bahir, H., & Jawid, A. L. (2023). PROGRESSIVE OBSTACLES OF CONDUCTING SCIENTIFIC RESEARCH IN PHYSICAL EDUCATION AND SPORTS IN AFGHANISTAN. Academic research in educational sciences4(3), 74-87.‏
  • Bahir, H., Hakimi, M. A., & Rahimi, R. (2023). A REVIEW OF PHYSICAL ACTIVITIES PROMOTING STUDENT’S ACADEMIC ACHIEVEMENTS AND ITS WORKING MECHANISMS. Academic research in educational sciences4(5), 19-31.‏
  • Bahir, H., & Jawid, A. L. (2023). PROGRESSIVE OBSTACLES OF CONDUCTING SCIENTIFIC RESEARCH IN PHYSICAL EDUCATION AND SPORTS IN AFGHANISTAN. Academic research in educational sciences4(3), 74-87.‏
  • Bahir, H., & Wang, X. (2023). Correlation effects of self-regulation on academic performance and self-efficacy in college physical education MOOC learning. Scientific Journal of Sport and Performance2(3), 395-401.‏
  • Bahir, H., Abed, S. A., & Ziarmal, M. R. (2023). Application and prospect of new media in sports news dissemination. Scientific Journal of Sport and Performance2(3), 423-427.‏
  • Bahir, H., Habibi, M. Z., & Duan, B. (2023). Effects of Physical Training on Student Health in Ordinary Universities.‏
  • Bahir, H. B. (2021). UNDERSTANDING THE FEELINGS AND MOTIVATION OF AFGHAN STUDENTS’REGARDING STUDYING AT CHINESE UNIVERSITIES. American International Journal of Social Science Research6(1), 30-40.‏
  • Ajmiri, M. Y., & Bahir, H. (2023). The impact of physical exercise on the mental health of the elderly. Sustainability and Sports Science Journal1(2), 46-52.‏
  • Bahir, H., Afghan, M. K., & Sidiqi, K. M. S. (2023). The Effect of Resistance Training on Physical Performance in Obese Women after Bariatric Surgery. NUIJB2(02), 42-52.‏

د – د کندهار پوهنتون په علمې مجله کې نشر شوې مقالې.

  • د افغانستان د بدني روزنې په نصاب کې د ورزشي کارپنځونې د بنسټونو مضمون دشمولیت اړتیا او مثبتې اغیزې.
  • په لومړنیو ښوونځیو کې د بدني روزنې دپروګرامونو دسم تطبیق اړتیا او مثبتې پایلې.

 

 

د بدني روزنې څانګې د استاد کریم داد شریفي لنډه پیژندنه

پوهنیار کریم داد شریفي، د فتح خان زوی او د مرحوم عزیز الله جان لمسی په ۱۳۶۹ هجري لمریز کال د غزني ولایت، رشیدانو ولسوالي د عاشور کلي په یوه دینداره او علم دوسته کورنۍ کې زیږېدلی دی. لومړنۍ  زده کړې یې تر پنځم ټولګي پورې د رشیدانو ولسوالي په نعمانیه مدرسه کې سرته رسولې دي، په ۱۳۸۰ لمریز کال کې یې عصري زده کړې، د رشیدانو په مرکزي لېسه کې د شپږم ټولګي څخه پيل کړې، په ۱۳۸۵ لمریز کال کې یې د غزني ښار د وکیل محمد جان کوچي په لېسه کې د لیسې دورې د زده کړو لپاره علمي سفر پيل کړ. په ۱۳۸۸ لمریز کال کې ئې د یادې لیسې څخه د ۹۵ سلنه نمرو په درلودلو سره په کانکور ازموینه کې ګډون وکړ، چې په پایله کې یې د ۲۶۰ نمرو په درلودلو سره د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بدني روزنې پوهنځي ته بریالی شو. ښاغلي شریفي په ۱۳۹۲ لمریز کال د یاد پوهنځي څخه د کادري نمرو په درلودلو سره فارغ شو. ښاغلي شریفي د لېسانس دورې د زده کړو پر مهال د فرصت څخه په استفادې د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ورزشي رشتو او نورو څانګو په یو کلنو او لنډمهالو پروګرامونو کې ګډون کړی او په هر  پروګرام کې دګډون اسناد له ځان سره لري. د فراغت څخه وروسته یې د ۶ میاشتو لپاره د کابل ښار د انبیاء په خصوصي لېسه کې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د ښوونکي په حیث دنده تر سره کړه. نوموړی په ۱۳۹۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۲ مه د کندهار پوهنتون د بدني روزنې څانګې ته د کادري غړي په حیث د رقابتي ازموینې له لارې بریالی شو. ښاغلي شریفي په ۱۳۹۴ لمریز کال د پوهیالي رتبې ته ارتقاء وکړه او په ۱۳۹۸ لمریز کال کې یې د (په ورزش کې د ډوپنګ سره د مبارزې د لارو چارو څیړنه) تر عنوان لاندې د څیړنیز اثر په لیکلو سره د پوهنیاري رتبې ته ترفیع وکړه. پوهنیار شریفي د کندهارپوهنتون د بدني روزنې څانګې د آمریت تر څنګ ، د پوهنتون او پوهنځي په کچه په یو شمیر سمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون کړی دی. همدارنګه د پوهنځي د نشراتو، بریښنایي زده کړو، سټراتژیک پلان، ورزشي او فرهنګي کمیټو فعال غړی پاتې شوی دی. پوهنیار شریفي د ۱۳۹۷/۱۰/۲۸ نیټې څخه د ۱۳۹۹/ ۱۱/ ۳۰ نېټې پورې د ایران هېواد د مشهد په فردوسي پوهنتون کې د ورزشي علومو پوهنځي د ورزشي مدیریت ( په ورزشي سازمانونو کې سټراټژیک مدیریت) په څانګه کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې کړي دي. ښاغلی شریفي د پښتو او دري ژبو تر څنګ په انګلیسي او عربي ژبو او یو شمېر کمپیوټري پروګرامونو هم تسلط لري.  د ښاغلي شریفي علمي او درسي آثار په لاندې ډول دي:

الف – درسي آثار چې چاپ ته چمتو دي:

  1. ورزشي مدیریت
  2. ورزشي حفظ الصحه
  3. په ښوونځیو کې د بدني روزنې د تدریس میتودونه (ژباړل شوی اثر)
  4. ټبل ټنیس (پنګ پانګ)
  5. حرکي لوبې
  6. د چمن پر مخ هاکي

ب – څیړنیز آثار

  1. په ورزش کې د ډوپنګ سره د مبارزې د لارو چارو څیړنه ( د پوهنیاري علمي رتبې ته د ترفیع تحقیقي اثر)
  2. د  سوات میتود په اساس د افغانستان د پوهنتوني ورزشونو د فدراسیون د ستراتژیک موقعیت ټاکنه او د هغه لپاره د ستراتژیک پلان جوړونه ( د ماستري دورې تیزس)

ج – نشر شوې مقالې

  • د افغانستان د بدني روزنې په نصاب کې د ورزشي کار پنځونې د بنسټونو مضمون د شمولیت اړتیا او مثبتې اغیزې، د کندهار پوهنتون د منډیګک مجلې په لومړۍ او دوهمه ګڼه کې د ۱۳۹۹ لمریز کال په کب میاشت کې خپره شوې ده.
  • د ښوونځیو په لومړنۍ دوره کې د بدني روزنې د پروګرامونو د سم تطبیق اړتیا او مثبتې پایلې، د کندهار پوهنتون د نارنج مجلې په پرله پسې (۲۷) ګڼه کې د ۱۴۰۰ لمریز کال په غبرګولې میاشت کې خپره شوې ده.
  • د The Entire Body Quiver Effect on Lower Extremity Flexibility in Healthy Young Female تر سرلیک لاندې په ۲۰۲۱  زیږدیز کال په Open Access Library Journal کې، چې د آنلاین ISSN نمبر یې، 2333-9721 او doi یې: https://doi.org/10.4236/oalib.1107953 دی خپره شوې ده.

د – په بین الملي کنفرانسونو کې ګډون

  1. د ورزشي هیپنوتیزم په هکله نړیوال کنفرانس د فردوسي پوهنتون د ورزشي علومو د پوهنځي لخوا په ۱۳۹۸ لمریز کال دایر شوی وو.
  2. ورزشي استار تاپونه او کار پنځونه د فردوسي پوهنتون د ورزشي علومو پوهنځي لخوا په ۱۳۹۸ لمریز کال دایر شوی ؤ.

 

د نوماند پوهنیار حمدالله حمیدي لنډه پیژندنه:

نوماند پوهنیار حمدالله حمیدي د محمد یوسف زوی او د مرحوم عبدالله خان لمسی په ۱۳۷۰/۵/۲۴ هجري لمریز کال د غزني ولایت، قره باغ ولسوالي د موچي د کلي په یوه دینداره او علم دوسته کورنۍ کې زیږېدلی دی. لومړنۍ دینې زده کړې یې د خپل کلي د مسجد له امام څخه کړي. په ۱۳۷۷ لمریز کال کې یې عصري زده کړې، د غزني ولایت، قره باغ والسوالي د شهید عبدالسلام په عالي لیسه کې له لومړي ټولګي څخه شروع او په ۱۳۸۹/۱۰/۱ هجري لمریز کال کې له ۱۲ صنف څخه په ښه درجه فارغ سوی دی. چې وروسته د لوړو زده کړو لپاره په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال د غزني ولایت په کانکور امتحاناتو کې ګډون کړی دی، په پایله کې ښاغلي پوهنیار حمیدي د ۲۳۲ نمرو په اخیستلو د کندهار يوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځی بدني روزنې څانګې ته بریالی سو. ښاغلي د څلورو کالو زحمتونو او کوښښونو څخه وروسته په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې د بدني روزنې څانګې څخه د کدري نمرو په درلودلو سره فارغ التحصل و ګڼل سو. ښاغلي پوهنیار حمیدي د لېسانس دورې د زده کړو پر مهال د فرصت څخه په استفادې د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ورزشي رشتو او نورو څانګو په پروګرامونو کې ګډون کړی او په هر  پروګرام کې د ګډون اسناد له ځان سره لري. د فراغت څخه وروسته یې د یو کال لپاره د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د بدني روزنې په څانګه کې په افتخاري ډول د ښوونکي په حیث دنده تر سره کړي . خوشبختانه چې په ۱۳۹۶ کال کې د بدني رونې په څانګه کې بست علان سوی او د ثبت نام د پروسي د بشپړولو څخه وروسته یې د ازاد رقابت له لاري په یاده ازموینه کې بریالی سوی دی. په ۱۳۹۶/۴/۱۴ نېټه د نوماند پوهنیاري رتبې باندي ونمول سو. د یادي څانګې د تدریس تر څنګ یې د ښوونې او روزنې پوهنځی په بیلابیلو څانګو کې د تدریس چاري پر مخ بیولې. ښاغلي حمیدي یو کال د بدني روزنې څانګې د سرپرست امر په حیث پاته سوی دی او د کندهار پوهنتون د بدني روزنې څانګې د استادي تر څنګ، د پوهنتون او پوهنځي په کچه په یو شمیر سمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون کړی دی. او د بیلابیلو ستاینلیکونو څخه برخمن سوی او همدارنګه د پوهنځي د نشراتو، بریښنایي زده کړو، سټراتژیک پلان، ورزشي او فرهنګي او د امتحانانو کمیټو فعال غړی پاتې سوی دی او همدارنګه  د کندهار ولایت په سطحه د فوټسال د داوري په سمینار کې یې ګډون کړی دی او د ښو نمرو تر لاسه کولو په اساس د یادو اسنادو څخه برخمن سوی او د پښتو، دري ژبو تر څنګ په انګلیسي ژبه او همدارنګه په یو شمېر کمپیوټري پروګرامونو تسلط لري.

 

د جغرافیې څانګي د استادانو پېژندګلوي

د استادانو پېژندنه

پوهنمل نثار احمد ارغندوال

ښاغلی نثار احمد ارغندوال د کابل پوهنتون د مځکي پېژندني پوهنځی د جغرافیې په څانګه کي په ۱۳۸۷ل کال کي شامل او په ۱۳۹۰ل کال کي په بریا سره ورڅخه فارغ سو او د لیسانس سند يي تر لاسه کړئ. تر څلور کلن ځنډ وروسته نوموړی په کال ۱۳۹۵ل کي د هندوستان هیواد پلازمېني د نوي ډهلي په دولتي پوهنتون جامعه ملیه اسلامیه کي داخل او په کال ۱۳۹۷ل کي يي د جغرافیې په برخه کي د ماسټري سند د ممتازي درجې سره جوخت په لاس راوړئ. خپل ګران هیواد افغانستان ته د راستنیدلو سره سم يي د کندهار پوهنتون ښووني او روزني پوهنځی په جغرافیې څانګه کي د تدریس مقدسه دنده پېل کړل او فعلاً د یادي څانګي د امریت مسؤلیت هم پر خپله غاړه باندي لري. 

په څېړنه کي د علاقې وړ ساحې  

د خپلي ډېري خوښي وړ دندي یعني تدریس چي د لیسانس دروې د محصلینو له پاره يي پر مخ وړي تر څنګ استاد د څېړنو سره هم زیاته لیوالتیا لري او ځانکړې علاقه يي د ښووني او روزني، لوړو زده کړو، د افغانانو اقتصادي او اجتماعي وضعیت،  ښاري کیدني او د داخلي او خارجي مهاجرت سره ده. سره له دې چي پوهنمل نثار احمد ارغندوال یو ځوان استاد دی خو بیا يي هم څو علمي څېړني تر سره کړي دي. تر دې مهاله د نوموړي دوې علمي مقالي په انګرېزي ژبه په نړیوالو ژورنالونو کي او دوې علمي مقالې د کندهار پوهنتون د منډیګک په علمي او تحقیقي مجله کي خپرې سوي دي او ځیني نوري څېړني يي تر کار لاندي دي.

 

پوهنمل سلمانعلي نبوي

پوهنمل سلمانعلی نبوی د محمد نبی زوی، د غزنی ولایت مالستان ولسوالۍ د دادی زنګر اوسېدونکی دی، په ۱۳۶۹ لمریز کال يې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلی کی ترسره کړی ده او وروسته يې د شهدا پایجلګه پشی له عالي ليسې څخه په ۱۳۸۷لمريز کال کې د فراغت سند ترلاسه کړی. په ۱۳۸۸ لمریز کال د کانکور د ازموینې له لارې هرات پوهنتون تعلیم او تربیی پوهنځی ته لاره پیدا کړې او په ۱۳۹۱ لمریز کال یې د لېسانس دوره بشپړه کړه. په ۱۳۹۲ لمريز کال د کندهار پوهنتون تعلیم او تربیی پوهنځی په جغرافیه څانګه کې د علمي کادر د غړي په توګه  تقرر ترلاسه کړ او د یاد څانګی لومړی رسمی استاد ګڼل کيږي. په ۱۳۹۲لمريز کال د جغرافیی څانګې آمر وټاکل شوو او په دې برخه کې يې ستاينليک هم ترلاسه کړي دي. په ۱۳۹۵ کال يي د هندوستان هيواد په علیګر مسلم پوهنتون کې د ماسټری پرګرام پیل کړ، چې په ۱۳۹۷ لمريز کال يې د همدي پوهنتون د ساینس پوهنځي د جغرافیی څانګې څخه د ماسټری سند ترلاسه کړ. ښاغلی نبوی د ۱۳۹۸-۱۴۰۲ په دوره د جغرافیی د څانګی دآمر په حیث دنده ترسره کړی ده. نوموړی استاد د جغرافیی په بېلابیلو برخو کې يې تحقيقات کړي چې په لنډ ډول يې يادونه اړینه ده.

په څېړنه کي د علاقې وړ ساحې 

  1. د (CHILD LABORERS ACCESS TO EDUCATION IN KANDAHAR CITY) ترعنوان لاندې ساحوي څيړنه ده چې په American International Journal of Social Science Research کې په ۲۰۲۱م کال نشر شوې ده
  2. د (CHALLENGES OF ONLINE MARKETING IN KANDAHAR CITY) ترعنوان لاندې ساحوي څيړنه ده چې په International Journal of Innovation Scientific Research and Review(IJISRR) کې په ۲۰۲۱م کال نشر شوې ده
  3. د (بررسی اهمیت بازار یابی آنلاین) تر عنوان لاندی کتابتونی څيړنه ده چې د ننګرهار پوهنتون په شریعت وړانګې علمی مجله کی په ۲۰۲۱م کال نشر شوې ده.
  4. د (Geostrategic importance of Afghanistan in the world political and economic order) تر عنوان لاندې څيړنه د ښاغلي سلمانعلی نبوی تيزيس دی، چې په انګلیسي ژبه لیکل شوي دی.
  5. د (بررسی هایدروپولیتیک حوضه دریای هلمند؛ 1350-1398هـ.ش) ترعنوان لاندې کتابتونی څيړنه ده چې په ۲۰۲۱م کال نشر شوې ده.

 

پوهنیار عتیق الله عیاذ

پوهنیار عتیق الله عیاذ د کندهار ولایت اوسیدونکی، په کال ۱۳۹۲ ه ش کي د کابل پوهنتون د ځمک پوهنی پوهنځی د اوبو اوهوا پیژندني ځانګی څخه د لسانس سند تر لاسه کړی. تر فراغت وروسته یی د کندهار پوهنتون د جغرافیی په ځانګه کي تر یوه کال څخه زیاته موده په افتخاری توګه استادی کړیده او په ۱۳۹۴ ه ش کال کي په رسمي توګه يه یاده ځانګه کي استاد سوی او په ۱۳۹۵ ه ش کال کی د ازاد رقابت د لاری د هندوستان د میسور پوهنتون د جیولوژی په برخه کی ماستری ته کامیاب سوی او په ۱۳۹۷ کال د یاد پوهنتون څخه د ماستری سند تر لاسه کړی دی. د ماستری څخه تر فراغت وروسته د کندهار پوهنتون د جغرافیی د څانګی امر او ور پسي تر درو کالو زیات د کندهار پوهنتون د علمی معاونیت د فوق لسانس امریت امر پاته سویدی، چي د ۲۰۲۱ کال په نمه میاشت کی د چین هیواد د اوهان په جیوساینس پوهنتون کي د دوکتورا په شروع سره  کندهار پوهنتون خدمتي ګڼل سویدی. 

د څیړونو او تحقیقاتو ساحه یي

د افغانستان جیولوژی، جی ای ایس او مودرن کارتوګرافی، ریموت سنسنګ، هایدرولوژی، اقلیم پيژندنه، د افغانستان طبعی جغرافیه، د افغانستان هایدروپولیتیک مطالعات، جیومورفولوژی، سطحی لیتولوژی، راسبه او نارینه احجارو مورفولوژیکی پروسې.

 

پوهنیار محمد احسان امید

ښاغلی محمد احسان امید د کابل پوهنتون د مځکي پېژندني پوهنځی له جغرافیې څانګي څخه په ۱۳۹۱ل کال کي فارغ او د لیسانس سند يي ترلاسه کړئ. ښاغلي امید په ۱۳۹۷ل او ۱۳۹۸ل کلونو کي د هندوستان هیواد په معتبره دولتي پوهنتون جامعه ملیه اسلامیه کي د ماسټري لوړي زده کړي کړي دي او اوس د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د جغرافيې په څانګه کي برحال استاد دی.

 

ن. پوهنیار اتل بری

ښاغلی بری د افغانستان د لومړنۍ تأسیس سوي او تاریخي حبیبې لیسې څخه فارغ سوی. نوموړي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د جغرافيې څانګي ته په ۱۳۹۳ش کال کي شامل او په ۱۳۹۶ش کال کي فارغ او د لیسان سند يي تر لاسه کړئ. اتل بری له فراغت څخه وروسته ډېر ژر په همدې څانګه کي د رسمي استاد په توګه وظیفه پېل کړل. بری صاحب فعلاً په انګلیستان هیواد کي د ماسټري د لوړو زده کړو حاصلولو په موخه په زده کړو باندي بوخت دی او د فراغت سره سم خپل ګران هیواد ته راستون سي او د استادي مقدسي دندي ته به ادامه ورکړي.