د پکتیا پوهنتون محصلانو ته د جرمي پېښو د پلټني تمثیلي صحنه جوړه سوه

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۳۷
image

د پکتیا پوهنتون محصلانو ته د جرمي پېښو د پلټني تمثیلي صحنه جوړه سوه

د پکتيا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي اړوند د حقوقو څانګي د څلورم ټولګي ۲۰ محصلانو کندهار پوهنتون ته علمي سېر وکړ، چي لومړی د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمر نذير احمد قادري صاحب راغلو محصلانو ته په یوه پرېزینټېشن کي د کندهار پوهنتون په اړه معلومات ورکړل؛ وروسته محصلانو د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو: د علامه حبیبي کتابتون، حقوقي کلينيک، ورزشي کلب، دارالصالحین لیلیه، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او ځیني نوري برخي وکتلې؛ د یادو مرکزو مسئولانو هر اړخیز معلومات او له خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
دغه راز محصلانو د کندهار پوهنتون څخه د لیدني ترڅنګ د کندهار ښار د بېلابېلو تاریخي او تفریحي ځایو څخه لیدنه وکړه او په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل؛

همداډول یادو محصلانو ته د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او د حقوقي کلېنیک په همکارۍ د جرمي د پلټني تمثیلي صحنه جوړه سوه، چي پر مهال ئې محصلانو ته د جرمي قضیو د څېړني، د شواهدو د راټولولو، د حقوقي اجراءآتو او د عملي حقوقي بهیر اړوند عملي معلومات وړاندي سول.

د پکتيا پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له مېلمه پالني او همکارۍ کولو څخه ځانګړې مننه وکړه.

نېټه:١٤٤٧/١١/٣٠