د انجنیري پوهنځی لنډه پېژنده

 

 

د بېسیک ساینس څانګي کټلاګ

The Catalogue of Basic Sciences Department

 

 

د بېسیک ساینس څانګي د آمر پیغام:

زموږ ګران وطن افغانستان د علم، وړتیا او ځوانې قوې له بې‌ساري نعمت څخه برخه مند دي. د هري ټولني ابادي او پرمختګ د علمي بنسټونو پر پیاوړتیا ولاړ وي، او د انجینري هره برخه هغه مهال پیاوړې کیږي، کله چي محصلین یي په کالکولس، فزیک، میخانیک، او نورو بنسټیزو علومو کي قوي علمي اساس ولري. همدا بنسټیز علوم د پرمختللي انجینري، معاصر ټکنالوژی، او تخنیکي نوښتونو د ملا تیر جوړوي.

بېسیک ساینس څانګه چي د کندهار پوهنتون د انجینري پوهنځي په چوکاټ کي فعالیت کوي، ژمنه لري چي انجنیري پوهنځي د ټولو څانګو (سیول ، اوبه او چاپیریال ساتنه،انرژي او مهندسي انجنیري )محصلینو ته د نړیوالو معیارونو مطابق، لوړ کیفیت لرونکې علمي زده‌کړي وړاندي کړي. دا څانګه د مجربو استادانو په مرسته هڅه کوي داسي علمي فضا رامنځته کړي چي د هیواد د ګوټ ګوټ څخه راغلي زحمت کښ محصلین نه یوازي د انجینري بنسټیز مفاهیم په ښه ډول زده کړي، بلکي د تخصصي مضامینو د پوهي، څېړني او عملي ستونزو د حل وړتیا هم ولري.

زه، د بېسیک ساینس څانګي د آمر په توګه، د خپلو درنو او باتجربه استادانو په استازیتوب د  ټولو څانګو نوو راغلو  محصلینو ته د زړه له کومي ښه راغلاست وایم. هیله لرم چي تاسو به د علم په دې لار کي په حوصله، زحمت او صداقت سره ګامونه اخلئ او زموږ د هیواد د روښانه راتلونکي د جوړولو یوه پیاوړې برخه وګرځئ.

 

د بېسیک ساینس څانګي لنډه پېژندنه:

د بېسیک ساینس څانګه د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي  د تخصصي څانګو لپاره یوه اساسي څانګه ده.

په تخصصي څانګو کي د تخصصي او تحلیلي مسایلو د لا ښه فهم او پیاوړتیا لپاره دلوړو زده کړو وزارت د بېسیک ساینس څانګه د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځی په چوکاټ کي په۱۴۰۰ل. کال کي تأسيس کړه.

دا چي بېسیک ساینس څانګه فارغین ورکوونکي څانګه نه ده، یوازي د انجنیري پوهنځي د (سیول ، اوبه او چاپیریال ساتني ،انرژي او مهندسي)څانګو د اساسي مضامینو د تدریس چاري پرمخ وړي. ترڅو محصلین قوي تحلیلي، ستونزه حل کولو، او تخنیکي مهارتونه ترلاسه کړي چې د تخصصي انجینري زده‌کړو لپاره اړین دي.

 په دې څانګه کي له ټوله یادو سوو څانګو څخه محصلینو ته لاندي مضامین تدریسیږي:

  • کالکولس(I, II ,III ,IV , V)
  • فزیک(I, II ,III )
  • انجنیري میخانیک(سټاټیک او ډینامیک)
  • تخنیکي رسم او Auto Cad
  • فلویډ میخانیک
  • انجنیری پیژندنه
  •  سرکیټ
  •  کیمیا

اوس مهال دا څانګه  (۵) تنه استادان لري،چي ټولو د ليسانس په کچه زده کړي کړي دي.

د بېسیک ساینس څانګي ليرليد: 

د انجنیري په ټولو څانګو کي په تخصصي مسایلو د فهم لپاره په اساسي مضامینو کي د ماهرو کادرونو روزل او د انجنیري د اساسي زده کړو په وړاندې کولو کي مخکښ اوسیدل.

To educate engineering students with essential competencies in the foundational courses to support the understanding of specialized issues across all engineering fields, and to remain a leading provider of foundational engineering education.

د بېسیک ساینس څانګي رسالت:

د نوي ټيکنالوژۍ او اغیزمنو علمي، ښوونیزو اوڅېړنيزو میتودونو په مرسته د څانګي لېرلید ته ځان رسول.

Achieving the department's vision through the use of new technology and effective academic, educational, and research methods.

د بېسیک ساینس څانګي اهداف:

  • محصلینو ته د انجنیري د اساسي علومو په ښه او نوو میتودونو سره د زده کړو وړاندي کول.
  • د محصلینو د مسلکي اخلاقو، اسلامي او ملي ارزښتونو په اساس روزنه.

 

د بېسیک ساینس څانګي ارزښتونه:

  • د اسلامي او افغاني مقدساتو احترام او درناوی.
  • اسلامي او انساني اخلاق، د خدمت او وطن دوستۍ روحیه.
  • منلى ملي او نړیوال کیفیت.
  • شفافیت تضمینول او د فساد مخنیوی کول.

 

د بېسیک ساینس څانګي فعاليتونه:

بېسیک ساینس څانګه له تاسيس سره سم په فعاليت پيل کړى دئ او تر دې مهاله ئې ډېري چاري مخ ته وړي دي:

  1. دا چي د بېسیک ساینس څانګه فارغ نه ورکوونکي څانګه ده،چي خپلواک نصاب نه لري ولي د انجنیري تخصصي څانګو په نصاب کي اساسي مضامین تدریسوي .
  2. بېسیک ساینس څانګه د پوهنځي د نورو تخصصي څانګو د مجهزو لابراتوارونو څخه په استفادي  په خپله برخه کي محصلینو ته زیاتي تجربي ترسره کوي.
  3. د بېسیک ساینس څانګي استادانو په هڅه د خپلو شخصي روابطو او د پوهنتون له چېنل څخه په استفاده خپل محصلين د عملي کارونو له پاره بېلابېلو ساحو ته بېولي دي. او دا چاري اوس هم رواني دي.
  4. د دې څانګي استادان و خپل محصلينو ته د درسونو په جريان کي صنفي پروژې ور سپاري او هغوى ئې عملي کوي.

 

 

 

د استاد  ژوندلیک

شمس الله نوري

انجنيري پوهنځى، بېسیک ساینس څانګه

شمس الله نوري د هلمند پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول انجنیري له څانګي څخه د ۱۴۰۰ هـ ش کال فارغ دی. نوموړی له ۱۴۰۱ هـ ش کال راهیسي د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي د بېسیک ساینس څانګي د یو فعال او متعهد استاد په توګه د تدریس چارې پر مخ وړي.

نوموړي د بېسیک ساینس په څانګه کي مختلف مضامين تدريسوي چي په کالکولس او انجنیري میخانیک کي  خاص مهارت لري . یاد استاد د تدریس ترڅنګه د انجنیري پوهنځي د مختلفو کاري کمیټو غړیتوب هم لري.

 

تدریس لیوالتیا:

انجنیري میخانیک (سټاټیک او ډینامیک) ، خاورو میخانیک،سټرکچر،کانکریټ،اوبه رسونه،فلویډ میخانیک ،هایدرولیک.  

 

د تجربی  ساحه:

تدریس او ساختمانی کارونه

 

ترسره شوي څېړني:

۱- د زاړه لښکرګاه ښار د اوبو رسولو شبکې ډیزاین

 

 

اړېکه

الیکترونیکی ادرس

shams.noori101@gmail.com

د اړیکی شمیره

0093 706767115

 

د استاد  ژوندلیک

شریف الله حلیم

انجنيري پوهنځى، بېسیک ساینس څانګه

 

ښاغلی شریف الله حلیم د کندهار  پوهنتون د انجنيري پوهنځۍ د سيول انجنيري څانګې څخه په ۱۴۰۳ه ش کال کي فارغ او په همدې ۱۴۰۳ ه ش کال کي د ازاد رقابت د لاري د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي د بېسیک ساینس  په څانګه کي د استاد په صفت مقرر سوي دئ.

تدریس لیوالتیا:

ساختماني انجنیرۍ

د تجربی  ساحه:

ساختماني کارونه او تدريس

ترسره شوي څېړني:

په کندهار ولایت کي د سړک د (Subgrade) سبګرېډ طبقې باثباته کول

 

اړېکه

الیکترونیکی ادرس

shrifullahhalim@gmail.com

د اړیکی شمیره

+93(0) 703422512

+93(0) 74426346

 

 

د استاد  ژوندلیک

قدرت الله منیب

انجنيري پوهنځى، بېسیک ساینس څانګه

 

قدرت الله منیب د کندهار پوهنتون له انجنيري پوهنځى څخه په کال ١٣٩۹ هجري شمسي کي فارغ سوئ دئ او همدلته ئې درې میاشتي د افتخاري استاد په صفت د ډینامیک مضمون تدريس کړئ دئ. په کال ١۴۰۱ کي ئې د انجنیري پوهنځی بېسیک ساینس و کدري بست ته امتحان ور کړئ دئ. او په کال ١۴۰۱ د عقرب پر ۲۱ مه رسما مقرر سوئ دئ.

تدریس لیوالتیا:

ساختماني انجنيري

د تجربی  ساحه:

ساختماني کارونه او تدریس

ترسره شوي څېړني:

دکندهار پوهنتون لپاره دکلینیک ساختمانی او مهندسي ډيزاین او برآورد

 

اړېکه

الیکترونیکی ادرس

qudrat33m@gmail.com

د اړیکی شمیره

+93(0) 704601174

 

 

د استاد  ژوندلیک

قدرت الله کامران

انجنيري پوهنځى، بېسیک ساینس څانګه

 

قدرت الله کامران د کندهار پوهنتون له انجنيري پوهنځى د اوبو او چاپېریال ساتنی څانګی څخه په کال ۱۴۰۰ هجري شمسي کي فارغ سوئ دئ . په کال ۱۴۰۱ هـ. ش کال کي د بېسیک ساینس انجنيري څانګي و کادري بست ته امتحان ور کړئ دئ، او په کال ۱۴۰۱ د عقرب پر ۲۲ مه رسما مقرر سوئ دئ. او وس د (نوماند پوهنیار) په صفت په همدې څانګه کي وظیفه ترسره کوي. یو کال د افتخاري استاد په صفت د انجنیری اساسي او تخصصي مضامین تدريس کړئ دئ.

تدریس لیوالتیا:

کالکولس، فلوید میخانیک، فزیک، هایدرولیک انجنیری، هایدرولوجي او د پاکو اوبو رسولو انجنیری

د تجربی  ساحه:

د د پایپ لاین او کانال جریان بشپړ تحلیل او ډیزاین، د اوبو سرچینو مدیریت، سیلابي محاسبات، بندونو او د اوبو لګولو سیسټمونو ډیزاین، د څښلو اوبو تصفیې، ذخیره، وېش شبکې، پمپ سټیشنونو او د اوبو د کیفیت د کنټرول تخنیکي تخصص

 

ترسره شوي څېړني:

د دهلي د بند د ذخیری د اوبو عملیاتی ماډل. (په انګليسی ژبه – د لیسانس دورې څېړنه)

 

 

اړېکه

الیکترونیکی ادرس

Kamranqudrat97@gmail.com

Q.Kamran@kdru.edu.af

د اړیکی شمیره

+93 (0) 706069102

د استاد  ژوندلیک

عبدالمجید عزیزي

انجنيري پوهنځى، بېسیک ساینس څانګه

ښاغلی عبدالمجید عزیزي د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځی د انرژی څانګي څخه په ۱۴۰۰ ه.ش کال کي په عالي درجه فارغ او همدلته ئې لومړي د افتخاري استاد په صفت دنده پیل کړه او په ۱۴۰۱ ه.ش کال کي د ازاد رقابت د لاري د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځی په بېسیک ساینس Basic Science) ) کي د استاد په صفت مقرر سویدی. نوموړي استاد د بېسیک ساینس څانګي فعاله استاد دی چي مختلف مضامین تدریسوي. ياد استاد د انرژي مؤثريت، بریښنايي سیسټمونو، نوي کيدونکي انرژي سيسټمونو په تحلیل، ډيزاين او عملي کولو کي مهارت لري.

 

تدریس لیوالتیا:

نوی کیدونکی انرژي، بریښنايي سیسټمونه، د تعمير د انرژي تحليل او بریښنايي دوری

د تجربی  ساحه:

نوي کیدونکی انرژي ، HVAC، بریښنايي سیسټمونه

 

ترسره شوي څېړني:

د کندهار پوهنتون د لېلیې لپاره په سولر انرژي چلیدونکي مرکزي او غیر مرکزي یخولو او تودولو سیسټمونو تخنیکي او اقتصادي مقایسه

اړېکه

الیکترونیکی ادرس

m.azizi@kdru.edu.af

majeed.afg37@gmail.com

 د اړیکی شمیره

+93(0) 708334989

+93(0) 749601601

 

د بېسیک ساینس څانګي نصاب:

 

First  Year

First Semester

Course

Credits

Remarks

Calculus I  

4

All

Introduction To Engineering & Computer

3

All (Ex.Arch.)

Technical Drawing - I

3

All

Engineering Physics - I

4

All

Total Credits                                                                                                                      53

Second Semester

Course

Credits

Remarks

Engineering Calculus-II

4

All

Engineering Physics-II

4

All

Engineering Drawing-II (CAD)

3

All (Ex.Arch.)

Engineering Chemistry

2

All

Total Credits                                                                                                                       49

 

Second Year

First Semester

Course

Credits

Remarks

Calculus III

4

All (Ex.Arch.)

Engineering Physics-III

3

All (Ex.Arch.)

Engineering Mechanics I: Statics

3

All

Total Credits                                                                                                                           33                                                      

Second Semester

Course

Credits

Remarks

Differential Equations

4

All (Ex.Arch.)

Engineering Mechanics II  (Dynamics)

3

(Civil &Energy)

Engineering Circuit Analysis

3

(Civil &Energy)

Fluid Mechanics

3

All (Ex.Arch.)

Total Credits                                                                                                                      33

 

Third Year

First Semester

Course

Credits

Remarks

Probability & Statistics

2

All (Ex.Arch.)

Total Credits                                                                                                                      6

 

 

اسانتياوي (تسهيلات):

د بېسیک ساینس څانګي د انجنیري پوهنځي د تخصصي څانګو محصلينو له پاره ډېري اسانتياوي برابري کړي او په واک کي ورکړي دي چي ځيني ئې په لاندي ډول دي.

  • لابراتوار: انجنیري پوهنځي يو مجهز لابراتوار لري، چي د دې څانګي اړوند د اکثرو هغو مضامينو، چي تجربې پکښي کېدلاى سي، موجود دي. دا لابراتوار د سيمي په سطحه يو ډېر نوى او مجهز لابراتوار دئ.
  • کتابتون: د کندهار پوهنتون ښه مجهز  کتابتون لري چي د بېسیک ساینس څانګي ټول  اصلي او د رفرنس او ازادي مطالعې له پاره محصلين ور څخه استفاده کولای سي.
  • ټولګۍ: نوموړي څانګي د تدريس په موخه ښه معياري او په ټکنالوژي سمبال ټولګۍ برابري کړي دي.
  • ټکنالوژي او انټرنيټ: د دې له پاره چي په تدريس کي د عصري ټکنالوژي څخه استفاده سوې وي، نوموړي څانګي خپلو استادانو ته انټرنيټي خدمات هم په واک کي ورکړي وي تر څو e-learning د نوي مېتود څخه هم ښه استفاده سوې وي.
  • د ورزشي لوبو ميدانونه: د تفريحي فعاليتو په موخه د بېسیک ساینس څانګه د خپلو محصلانو له پاره د مختلفو ورزشي لوبو له پاره ميدانونه لري چي په هر سمستر کي د مهالوېش مطابق مختلفي لوبي تر سره کوي.

 

د پوهنځۍ هغه کمېټې چي د بېسیک ساینس څانګي استادان ئې غړیتوب لري په لاندي ډول دي:

۱. د تضمین د کیفیت کمېټه:                           شمس الله نوري او عبدالمجید عزیزي

۲. د څېړنو او نشراتو کمېټه:                             شمس الله نوري

۳. برېښنايي زده کړو کمېټه:                              عبدالمجید عزیزي،قدرت الله کامران،شریف الله حلیم

۴.  د نصاب او کرېکولم کمېټه:                   قدرت الله کامران

۵.  ازموینو کمېټه:                                             شمس الله نوري او قدرت الله منیب

۶.  د نظم او ډسپلين کميټه:                       شمس الله نوري

۷.  د فرهنګ کمېته:                                            قدرت الله منیب

۸. د علمي ترفيعاتو کميټه:                          شمس الله نوري

۹. نړیوالو اړیکو او تفاهم لیکونو کميټه:   شریف الله حلیم

 

 

 

د بېسیک ساینس څانګي سره ښکېل اشخاص او ادارې  ( (Basic science Stakeholders

په لنډ ډول، لاندي اشخاص او ادارې د کندهار پوهنتون د بېسیک ساینس څانګي سره ښکېلي خواوي  ګڼل کیږي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت
  2. د کندهار پوهنتون ریاست او ټول تشکیل
  3. د کندهار ولایت ښاروالي
  4. د اوبو لګولو او مالداري  ریاست
  5. د برېښنا رياست