د مالي او اداري چارو معاونیت
د مالي او اداري چارو معاونیت
د مالي او اداري چارو معاونیت د کندهار پوهنتون په تشکيل کي د لمړي ځل له پاره په(1390ل.) کال کي تأسيس سو.
د کندهار پوهنتون ټولي مالي او اداري چاري د همدې معاونیت له خوا پر مخ وړل کیږي.
یاد معاونیت د پوهنتون تر ټولو معاونیتو د ډېر تشکیل په لرلو سره د پوهنتون ټول اداري، تخنیکي او خدمتي چاري پر مخ وړي، چي د خپلو دندو او مسئولیتو له پاره بېلابېل آمریتونه او عمومي مدیریتونه لري لکه د کارکوونکو چارو، مالي او حسابي، تهیه او تدارکاتو، معلوماتي ټکنالوژي، عامه پوهاوي او اړيکو آمریتونه او د لیلیې عمومي مدیریت د مالي او اداري معاونیت په اداري تشکیلاتو کي راځي، چي هر آمریت ځانته تشکیلات او دندي لري. په پوهنتون او اړوند تدريســي روغتون کي د لايحې، مقرراتو او طرزالعملونو مطابق د قراردادو او اجناسو د تهيه او تدارکاتو آمريت تر څنګ کوښښ کوي؛ تر څو په راتلونکي کښي دغه پوهنتون خپله مالي خپلواکي ولري.