د علمي چارو معاونیت
د پوهنتون د یوې مهمي او اساسي برخي په توګه د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت د پوهنتون د رامنځته کېدو راهیسي د دغه پوهنتون په تشکیل کي موجود دی، چي د کمیت او کیفیت له اړخه علمي پروګرامونه او فعالیتونه مخته وړي.
په (۱۳۶۹ل.) کال کي کله چي کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځي په ایجاد سره رامنځته سو؛ نو یاد معاونیت د پوهنتون د تدریسي پروګرامو د سم مدیریت، طرحو او د هغه د تطبیق له پاره رامنځته سو.
د علمي چارو معاونیت اوس مهال د پوهنتون د کلیدي موخو څخه د یوې موخي مسئولیت پر غاړه لري او د پوهنتون له ریاست وروسته د نافذه قوانینو او لوایحو په پام کي نیولو سره د رهبرۍ او د پوهنتون چارو د پر مخ وړلو مسئولیت لري.
د علمي چارو معاونیت فعالیتونه او د کندهار پوهنتون د علمي چارو د تنظیم د ملکي لوړو زده کړو د قانون شلمي مادې په درېیم بند او د علمي معاونیت دندي او صلاحیتونه د لوړو زده کړو مؤسسو د علمي کادر غړو د فعالیتو لایحې په یوولسمه ماده کي ثبت سوي، چي دغه معاونیت خپلي چاري او فعالیتونه د هغه پر اساس مخ ته بیايي.
نو پر دې اساس د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په خپل کاري بهیر کي د ډیپارټمنټو د استادانو د ظرفیت لوړوني، د علمي کادر غړو له پاره د علمي کنفرانسو او سیمینارو جوړولو، په هیواد دننه او بهر کي د تحصیلي معتبرو بنسټو سره د علمي او اکاډمیکو اړیکو پر جوړولو او په دغه تحصیلي بنسټ کي د تجربو ترلاسه کولو او غوره ګټه اخیستي په موخه د استادانو او علمي کادر له پاره د زمینې برابرولو ته ژمن دی.
همدارنګه د تخصص بشپړولو، ماسټري او دوکتورا پروګرامو، د تحصیلي نصاب او کریکولم، کیفیت لوړاوی په هیواد دننه او بهر کي د تحصیلي پروګرامو له پاره د استادانو د معرفي کولو څخه د نظارت، د پوهنتون علمي شورا، علمي ترفیعاتو او تقرر، په علمي برخو کي د پوهنځیو او اړوند کمېټو د پروګرامو نظارت، په پوهنتون کي د علمي پروګرامو او د اړتیا اړوند د نوو برخو رامنځته کول، د ستراتیژیک پلان د تطبیق کلنی راپور وړاندي کول او د پوهنتون د بورسو له کمېټو څخه نظارت د دغه معاونیت له اساسي موخو څخه دي.
د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت لاندي آمریتونه په خپل تشکیل کي لري؛
۱: د کیفیت لوړاوي آمریت
۲: د مسلکي پرمختیایي مرکز آمریت
۳: د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو آمریت
۴: د فوق لیسانس آمریت
پوهنځي:
• طب
• انجنیري
• فارمسي
• جیولوجي او کانونه
• ښوونه او روزنه
• شرعیات
• اقتصاد
• ژورنالیزم او عامه اړیکي
• عامه اداره او پالیسي
• حقوق او سیاسي علوم
• ژبو او ادبیات
• کمپیوټر ساینس
• ستوماتولوژي
د ماسټرۍ پروګرامونه:
• عامه روغتیا، اسلامي تعلیمات، ټرانسپورټېشن او د اوبو سرچینو مدیریت ماسټرۍ پروګرامونه
فلیالونه:
•هلمند، روزګان، زابل او دایکندي امارتي پوهنتونونه او میرویس نیکه، ملالۍ، سبا، بېنوا او لمر خصوصي پوهنتونونه