د رسنيو عملياتي مرکز د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د اډاب اډيشن پروګرام روزنيز ورکشاپ پېل کړ

د (۱۴۰۲ هـ. ش) کال د ثور پر (۳۰ مه) نېټه د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو د پوهنځي، د دوهم ټولګي (٤٢) محصلانو ته د هغوى د عملي کارونو د ښې زده کړي په موخه، د رسنيو عملياتي مرکز د راډيو عمومي مدير محمد ويس عزيزي د اډاب اډيشن پروګرام روزنيز ورکشاپ پېل کړ، چي د ياد ورکشاپ له لاري د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلان کولاى سي، په مسلکي ډول د ږغ ايډيټ وکړي او په خپله مسلکي ساحه کښي مثبته استفاده ځني وکړي.