د کندهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې نوبتي غونډه دائره سوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۸:۴۸
/

۲۵/ثور/ ۱۴۰۲هـ.ش

یاده کمېټه د کندهار پوهنتون د علمي شوار د غونډو په تالار کي د دې کمېټې د مسئول پوهنیار حبیب الله پوپل په مشري دائره سوه، چي تر څنګ ئې د دې کمېټې اړوند د پوهنځیو د فرهنګي کمېټو مسئولانو، د عامه پوهاوي، رسنیو مرکز او مسلکي پرمختیایي مرکز آمرانو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کريم په مبارکو آياتونو پېل سوه.

د غونډي په پېل کي پوهنیار حبیب الله پوپل د يادي کمېټي غړو ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته د کلني پلان ، راپور ترتيبولو، اورګانګرام او د فرعي کمېټو د ارزوني  په اړه خبري وکړې؛ هغه وويل: غواړو د فرهنګي فعاليتونو په نشراتي برخه کي د يوټيوب چينل جوړ کړو.

د کمېټې غړو خپل اړوند موضوعات په ياده غونډه کي وړاندي کړل، چي د کمېټي د غړو او مشر له خوا ورته لازمي مشورې ورکولي سوې.

غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.