په کندهار پوهنتون کي  د ورورولۍ او صمیمیت په نامه ټورنمينټ افتتاح، د ځغاستي په سيالي وسوه

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۹:۴۴
/

د محصلانو د خدماتو د انسجام آمریت اړوند ورزشي عمومي مدیریت د (۱۴۰۲هـ ل.) کال د ثور د مياشتي پر (۲۴مه) چي د ۲۳/۱۰/۱۴۴۴ هـ ق نېټې سره برابره ده؛ په کندهار پوهنتون کي د لسو پوهنځيو او بدني روزني د آمريت د (۲۲) لوبغاړو ترمنځ د(۸۰۰متره) په اندازه د ځغاستي سيالي وسوه.

د غونډي په پېل کي ورزشي عمومي مدیر ښاغلي جمیل احمد همت په خپلو خبرو کي وويل، چي د هر سميسټر په جريان کي ورزشي عمومي مدیریت د ښووني او روزني پوهنځي اړوند د بدني روزني د آمريت په همکاري د محصلانو د تشویق، د غیرو سالمو رقابتونو د مخنیوي، د جسمي او رواني ناروغیو څخه د ژغورني، د مسئولیت د حس د پیاوړتیا او په ټولنيزو کارونو کي د ګډون په موخه بېلا بېلي ورزشي سیالۍ؛ لکه: والیبال، کرکیټ، فوټبال، ځغاستي او رسۍ کشوني ترسره کوي؛ نو په همدې اساس په دې سميسټر کي د ورورولۍ او صمیمیت په نامه د پوهنځيو ترمنځ د محصلانو د تشويق په موخه د څلور ټورنمينټونو پېل د ځغاستي په سيالۍ سره پیل سو.

وروسته د ژورنالیزم پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار شیرخان افغان د سيالۍ ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ په خپلو خبرو کي وويل، چي ورزش په روغتيا کي خورا مهم رول لري؛ هر ډول ورزشي پروګرام د محصلانو پر روحيې مثبته اغېزه کوي او د ورزش پر ارزښت  ئې خبري وکړې.

د ځغاستي په دې سيالۍ کي د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصل ښاغلي سمیع الله بختیار لومړی، د بدني روزني د څانګي محصل ښاغلي روح الله دوهم او د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي محصل ښاغلي فیض الله درېيم مقام وګاټه، چي د پوهنتون د مشرتابه له خوا د لومړي، دوهم او درېيم مقام ګټونکو ته ايوارډونه او مډالونه ورکړل سول.

يکشنبه : ۲۴/ ۱۰ / ۱۴۴۴

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت