د وثيقو او د هغو د جوړښت په نوم سیمینار
د وثيقو او د هغو د جوړښت په نوم سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي، د محصلانو د خدماتو او همغږۍ آمریت اړوند د حقوقي کلینيک مديریت په همکارۍ، مدافع وکیل محترم شاکر ممتاز، د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیم کال محصلانو له پاره د وثيقو او د هغو جوړښت سیمینار وړاندي کړ.
په ياد سیمینار کي محترم شاکر ممتاز د وثیقې د شکل او جوازیت، د وثایقو د جوړښت، دا چي وثیقه چا ته تسلیمیږي او د وثیقو د ډولونو په اړه هر اړخیز معلومات له محصلانو سره شریک کړل او د شرعي او حقوقي اصولو په رؤڼا کې د وثیقو ارزښت، عملي کارونه او قانوني حیثیت هم تشریح کړ.
د سیمينار په پای کښي د محصلانو و پوښتنو ته هر اړخيز جوابونه وويل سول او سیمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۰۴/۷/۷