Data Analysis in SPSS
د ١٢ امارتي او خصوصي پوهنتونو استادانو ته (Data Analysis in SPSS) پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونیت اړوند د علمي څېړنو مرکز، د سُهېل لوېديځ زون په کچه د امارتي او خصوصي پوهنتونو: کندهار، هلمند، روزګان، میرویس خان نیکه زابل، ډایکنډي، ملالي، میرویس نیکه، لمر، بېنوا، سبا، بست، اراکوزيا او وادي هلمند پوهنتون استادانو ته د ډاټا تحلیل په SPSS کي (ماډل ١ او ماډل ٢ - له بنسټیزو تر پرمختللو مرحلو پوري) په نوم پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورساوه.
د ورکشاپ په وروستیو مراسمو کي د څېړنيز مرکز آمر محترم پوهنمل فضل الرحمن سُهېل د ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه، چي د ورکشاپ تر پای ئې په منظم توګه د ورکشاپ موضوعات تعقیب کړل او له ګډونوالو څخه ئې وغوښتل، چي هغه موضوعات چي تاسو په تېرو پنځو ورځو کي زده کړل، باید د خپلو پوهنتونو د استادانو سره هم شریک کړی.
د ورکشاپ په وروستیو کي یو ګډونوال د ورکشاپ ارزښت ئې بیان کړ او د کندهار پوهنتون له رهبري څخه ئې ځانګړې مننه وکړه.
د ورکشاپ په پای کښي ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې او ورکشاپ په دؤعا کولو سره پاى ته ورسېد.
د یادولو وړ ده، چي په دغه ورکشاپ کي، په SPSS پروګرام کي د ډاټا تحلیل، د څېړنيزو اصولو او اخلاقیاتو پېژندنه، د کندهار پوهنتون په ملي او نړۍوالو علمي مجلو کي د راجسټر کولو میکانیزم، د Mendeley او ریفرنس ورکوني پروسې او په نورو اړوندو برخو کي د عملي کار په کولو سره معلومات وړاندي سول.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۱