کندهار پوهنتون کښي (د وینا فن تمثيلي سمپوزيم) وړاندي سو.

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۰:۱
/

کندهار پوهنتون د محصلانو د علمي ظرفيت لوړوني په موخه، د ( ۱۴۰۲ ھ ش) کال د جوزا د مياشتي پر ( ۲۴مه)، د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو، د ښاغلي پوهنيار سيد ګلاب اميني په لارښوونه، چي د نورو پوهنځیو محصلانو هم ګډون درلود؛ د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کښي تمثیلي سمپوزيم  وړاندي کړ.

ياد تمثيلي سمپوزيم د قرآنکريم په مبارکو آیاتو پېل سو؛ په پرانستونکې وينا کښي د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنمل عطاء الله محمدي ټولو ګډونوالو ته راغلاست ووایه او د دا ډول علمي او عملي نوښتونو ستاينه ئې وکړه.

ورپسې د یاد سمپوزیم ترتیبوونکي ښاغلي پوهنيار اميني د سمپوزيم پر جوړښت، د هغه پر محتویاتو او مفهوم، د محصلانو د ګډون  او ونډي اخیستلو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

ياد سمپوزيم چي درې برخي ئې لرلې؛ په لومړۍ برخه کي ئې د متخصصينو د مشاهدو، تجربو او موندنو په اړه د مقالو خلاصه وړاندي سوه؛ په دوهمه برخه کښې د ګډونوالو نظرونه د متخصصينو د څرګندونو په اړه وړاندي سول او په درېیمه برخه کښې د نظرياتو د تبادلې خلاصه وړاندي سوه.

د سمپوزیم په وروستيو کښي د عامه اړيکو څانګي آمر استاد پوهنمل مجيب الرحمن زيارمل د محصلانو او استاد سيدګلاب امیني د دغه عملي زدکړو (زده کړو) او مهارتونو د انتقال او نوښت ستاينه وکړه او زياته ئې کړه، چي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي استادان د ځوانانو په حق کښي ژمن دي او هڅي کوي؛ تر څو په اسلامي، افغاني او بډايه علمي روحيه ځوانان د ټولني خدمت ته وړاندي کړي.

ياد تمثيلي سمپوزيم د پايلي وړاندي کولو وروسته د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.