کندهار پوهنتون د (Google Classroom) په اړه روزنيز ورکشاپ دائر کړ

کندهار پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ .ش کال د جوزا پر (۸مه) د خپلو علمي روزنيزو ورکشاپو په لړ کښي د (Google Classroom) په نامه روزنيز ورکشاپ جوړ کړ؛
ياد روزنيز ورکشاپ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت، د کندهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي استاد، ښاغلي ن. پوهنیار احمدشاکر نعيمي، د دې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د قران کريم د څو مبارکو آياتو تر تلاوت کولو وروسته وړاندي کړ؛
د ياد روزنيز ورکشاپ په پېل کښي، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي، د سیمینار پر ارزښت خبري وکړې، دا ډول سیمینارونه ئې په اوسني پرمختللي عصر کښي ډېر مهم او اړین وبلل او د ن. پوهنيار احمدشاکر نعيمي څخه ئې مننه وکړه، چي ځان ئې ستړى کړى او محصلانو ته څېړنيز پرېزينټېشن وړاندي کوي.
ورپسې ښاغلي نعيمي د نوي ټکنالوجۍ پر ارزښت، په نړۍ کښې پر استعمال، پر ګوګل کمپنۍ، د هغې پر بېلابېلو آسانتياؤ او نورو اړوندو موضوعاتو باندي بحث وکړ؛
هغه وويل، چي ټکنالوجي په اوسني عصر کښي د زدکړي (زده کړي) ډېره اړينه لاره ده، چي په وسيله ئې نړۍ تقريباً خپلي ډېري کړني په ټکنالوجي سره ترسره کوي؛ نو اړينه ده، چي په ټکنالوجي او د ټکنالوجۍ له لاري له بېلابېلو آسانتياؤ سره ځانونه آشنا کړو؛ هغه زده کړو او په ورځني ژوند کښي استفاده ځني وکړو؛
ښاغلي نعيمي په دې روزنيز ورکشاپ کښي تر عمومي معلوماتو وړاندي کولو وروسته؛ استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته په Google Mail يا (Gmail) کښي اکاونټ جوړ کړ، بيا ئې په Google Apps کښي بېلابېل آپشنونه تشريح کړل، ورپسې ئې په اصلي موضوع (Google Classroom) پېل وکړ، او يادو کسانو ته ئې ټولي هغه لاري چاري ور وښوولې، چي د ګوګل کلاس روم څخه د بشپړي ګټي اخيستي په وخت کښي کاريږي؛
د يادو لارو چارو تر ښوولو وروسته ئې په ګډونوالو عملي کار وکړ؛ د هغوى په ټليفونو کښې ګوګل کلاس روم او په هغه کښې ټول اړوند کارونه په عملي ډول ترسره کړل؛
د سيمينار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.