کندهار پوهنتون د کريمن ـ کانګو هيموجيک ناروغۍ اړوند پوهنيز سيمينار دائر کړ

کندهار پوهنتون د خپلو سيمينارونو په لړ کي د کريمن ـ کانګو هيموجيک ناروغۍ اړوند پوهنيز سيمينار دائر کړ ؛
ياد سيمينار د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت، د (۱۴۰۲هـ .ش) کال د جوزا پر (۱۷مه) د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي په همکاري استاد پوهنمل ډاکټر محمد هارون ستانکزي د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي محصلانو ته وړاندي کړ؛
پوهنيز سيمينار د قران کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره شروع سو؛ ورپسې د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، او په اوسني حالاتو کي ئې د دې پوهنيز سیمینار پر ارزښت خبري وکړې.
ورپسې ښاغلي ستانکزي د کندهار پوهنتون او مسلکي پرمختيايي مرکز ستاینه وکړه، چي حالاتو ته په کتلو ئې د دې سيمينار د وړاندي کولو لپاره زمينه مساعده کړې ده؛
ورپسې ئې خپل چمتو سوی پريزينټېشن وړاندي کړ او د کريمن کانګو هيموجيک ناروغۍ پر معرفت، منشاء، عواملو، علايمو، وقايې، درملني او د هغې څخه د ځان ساتني پر موضوعاتو ئې هر اړخيز بحث وکړ.
د سيمينار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.