کندهار پوهنتون د ژباړي پروپوزل ليکني اړوند پوهنيز سيمينار دائر کړ

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۵:۲۳
/

کندهار پوهنتون د خپلو سيمينارونو په لړ کي، د ژباړي پروپوزل ليکني اړوند پوهنيز سيمينار دائر کړ؛

ياد سيمينار د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت، د (۱۴۰۲هـ .ش) کال د جوزا پر (۲۳مه)، د کندهار پوهنتون استاد پوهندوی سيد عباس هاشمي د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي استادانو ته وړاندي کړ؛

دا پوهنيز سيمينار د قران کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره شروع سو؛ ورپسې د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، او د دې پوهنيز سیمینار پر ارزښت ئې خبري وکړې.

تر ښاغلي محمدي وروسته ښاغلي هاشمي د کندهار پوهنتون او مسلکي پرمختيايي مرکز څخه مننه وکړه، چي د دې سيمينار د وړاندي کولو له پاره ئې زمينه مساعده کړې ده؛

هغه وروسته خپل چمتو سوی پريزينټېشن وړاندي کړ او د ژباړي د پروپوزل د ليکني اړوند پر مهمو معلوماتو ئې هر اړخيزي خبري وکړې؛ ښاغلي هاشمي د يادي موضوع د ښه پوهاوي په موخه د ژباړي د پروپوزل فارمټ او هم ېو ژباړل سوى اثر د ګډون والو سره شريک او واضح کړل.

د سيمينار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.