د کندهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي له پاره نوی رئېس وټاکل سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۹:۱۲
/

د (۱۴۴۵ هـ .ق) کال د محرم الحرام د میاشتي پر (۱۳ مه) م. حزب الله کندهاری د کندهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي له پاره نوی رئېس وټاکل سو؛ چي د پېژندلو په یادو مراسمو کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال او سرپرست رئېس پوهنيار عبدالخالق چوپان، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني، د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي، د پوهنځي اداري کارمندانو او اُستادانو ګډون درلود.

د پېژندني یاد مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سول؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال او سرپرست رئېس پوهنيار عبدالخالق چوپان لومړی د شرعياتو پوهنځي نوي رئېس م. حزب الله کندهاري ته د ټاکل کېدو مبارکي وویله او په خپلو خبرو کي ئې له ټولو کارکوونکو او اُستادانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دې پوهنځي له مخکني رئېس سره ئې اوږه په اوږه پوره زحمت وکېښ او ټولي چاري ئې په پوره همږغۍ سره مخ ته یووړلې.

پوهنیار عبدالخالق چوپان د شرعياتو پوهنځي له پاره نوی ټاکل سوی رئیس په کار پوه او د زیاتي تجربې خاوند یاد کړ او د دې پوهنځي له ټولو کارکوونکو او اُستادانو څخه ئې غوښتنه وکړه؛ ترڅو له هغه سره بشپړه همکاري وکړي.

د کندهار پوهنتون د علمي مرستيال او سرپرست رئېس تر خبرو وروسته؛ ښاغلى کندهارى د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو او ټولو ګډونوالو هغه ته په چارو کي د بریالیتوب دؤعا وکړه.