د کندهار پوهنتون د (۱۴۰۲ل.) تحصیلي کال د بېلابېلو پوهنځیو د فراغت په لړۍ کښي له اقتصاد پوهنځي څخه ۱۳۶ تنه فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول

د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه ۱۳۶ محصلان له څلور کلونو لوړو زده کړو وروسته فارغ سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، استادانو، علماؤ او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سوه؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئېس پوهنیار عبدالله زیارمل ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د اقتصاد ارزښت په ټولنه کښي بیان کړ؛ چي په خبره ئې اقتصادي وده او پراختیا د هیوادو په پرمختګ کي د ښې حکومتولۍ یو اساسي مفهوم او یو له اړینو عواملو څخه دي.
د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم لومړی د اقتصاد پوهنځي فارغانو ته مبارکي وویله او له استادانو څخه ئې ځانګړې مننه وکړه؛ چي د دوی په روزنه کښي ئې زیار کښلی، ښاغلي عاصم وویل: د ا.ا.ا ټول مسئولان شپه او ورځ پر دې کار کوي؛ تر څو څنګه وکولای سي د اقتصاد په ډګر کښي سوداګرو او صنعتکارانو ته آسانتیاوي رامنځ ته کړي، چي په خبره ئې ټول مسئولان د هیواد د اقتصاد پراختیا ته پوره ژمن دي.
د غونډي په ورستیو کي نورو مسئولانو هم ویناوي وکړې او هم د فارغو سوو محصلانو په استازیتوب ویناوي وسوې؛ دوی د کندهار پوهنتون له رهبرۍ، د اقتصاد پوهنځي له مسئولانو او استادانو مننه وکړه، چي فارغو سوو ځوانانو ته ئې پوره څلور کلونه په ښه او مسلکي ډول روزنه ورکړې؛ تر یادو برخو وروسته ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړلي سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله.