د کندهار پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي له شپږمي دورې څخه ۸۵ تنه فارغ سول

د کندهار پوهنتون اړوند له کمپيوټر ساینس پوهنځي څخه ۸۵ محصلان له څلور کلنو لوړو زدهکړو وروسته فارغ سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د شنبې په ورځ په اسمان شخصي صالون کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، استادانو، علماؤ او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سوه؛ په پيل کي د کندهار پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي رئېس پوهنیار حضرت علي آغا ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د کمپیوټر ساینس پوهنځي او د نننۍ نړۍ ټیکنالوژیو پر ارزښت او ګټو وږغېدئ او زیاته ئې کړه، چي په ښوونه او روزنه سمبال ځوانان د یوې ټولني د ملا تیر دئ؛ نو همدا تاسي ته د دې ځورېدلي ملت سترګي کږې دي؛ نو غوښتنه مي دا ده، چي د ځورېدلي اولس هیلي ور پوره کړئ.
کندهار پوهنتون رئېس م. اکرمشاه عاصم وویل: دا چي کفري نړۍ مو په فزیکي جنګ کي ماته کړه؛ ولي دوی لا هم له افغانانو سره خپلو جنګو ته په نورو تکتیکونو سره دوام ورکړی؛ خو اړتیا دا ده؛ ترڅو موږ د پوهي او قلم په مټ د نړۍوالو د ټولو دسیسو او تکتیکونو مخه ډب کړو او په خپلو خبرو کي ئې نوي فارغ سوي محصلان د ټولني لویه شتمني یاده کړه او له ټولو فارغو سوو کسانو څخه ئې وغوښتل؛ تر څو د دې ځورېدلي اولس له پاره په پوره اخلاص خدمت وکړي او د دې ځورېدلي ملت زخمونه په پوره اخلاص او مېړاني سره پټۍ کړي.
د غونډي په ورستیو کي نورو مسئولانو هم ویناوي وکړې، او هم د فارغو سوو محصلانو او د والدنیو په استازیتوب ویناوي وسوې؛ دوی د کندهار پوهنتون له رهبرۍ، د کمپیوټر ساینس پوهنځي له مسئولانو او استادانو مننه وکړه، چي فارغو سوو ځوانانو ته ئې پوره څلور کلونه په ښه او مسلکي ډول روزنه ورکړې؛ تر یادو برخو وروسته ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله.