د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت دکارمندانو تر منځ اداري مجلس دائر سو

د سې شنبې په ورځ د مالي او اداري چارو په معاونیت کې د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالستار حقاني په مشری د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند د کارمندانو تر منځ اداري مجلس دائر سو، چي پرمهال یې د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي، د عامه پوهاوي او آړيکو آمر مولوي نوراحمد سليم، د مالي او حسابي آمر عبدالجبار ظريفي، د تدارکاتو، تهيه او خدماتو آمر صادق نبي هوتک، د معلوماتي ټکنالوجۍ آمر عمران احمد فرهان او اداري کارمندانو ګډون درلود.
په همدې موخه جوړه سوی مجلس چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سوه؛ په پیل کي د اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاـ ني د غوڼدي ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه، او وروسته ئې د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت د رياست د تعليماتو او عالي تحصيلاتو د کمېټې په هکله معلومات وړاندي کړل، او د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو څخه اطاعت ئې د ټولو کارمندانو وجيبه وبلل.
ورپسې د آمريتونو مسؤلينو هم هر يوه خپل په نوبت د خپلو اجراءتو، راپورونو او پلانونو په اړه معلومات د مالي او اداري چارو د مرستيال او کارمندانو سره شريک کړه، د آمريتونو مسؤلينو خپلي ستونزي هم د مالي او اداري چارو د مرستيال سره شريکي کړې، چي ورته د همکارۍ ډاډ ورکول سو.
وروسته مجلس د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېدی.
سې شنبه: ۱۹ /۱۴۴۴/۱۰
د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت