د کندهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې نوبتي غونډه دائره سوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي فرهنګي کمېټه د دې کمېټې د مسئول پوهنیار حبیب الله پوپل په مشري دائره سوه، چي تر څنګ ئې د دې کمېټې اړوند د پوهنځیو د فرهنګي کمېټو مسئولانو، د عامه پوهاوي او کتابتون عمومي مدیرانو ګډون کړی وو.
غونډه د قران کريم په مبارکو آياتو پېله سوه.
د غونډي په پېل کي ښاغلي پوپل د يادي کمېټي غړو ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته د تېري کمېټې د راپور اړوندو فعالیتونو باندي بحث وکړ او د کمېټې د فعالیتونو پر لا ډېروالي او عملي کولو ئې خبري وکړې؛ هغه او د کمېټې غړو د لاندي موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړي وکړې؛
- د کمېټې غړو د چک لیسټ مطابق د پنځو فرعي کمېټو ارزونه وکړه، او په اړوند يي ځیني لازمي لارښووني وسوې او پریکړه وسوه، چي د پاتو کمېټو ارزونه به په بله غونډه کي وسي. همدارنګه به د ټولو فرعي کمېټو ارزوني په مکتوبي شکل له اړوندو پوهنځیو سره شریکي سي.
- د پوهنتون پر ټولنیزو پاڼو به فعالیتونه زیات او هر اړخیز کیږي، او بېلابېل ویډیويي مواد به نشریږي.
د کمېټې په وروستیو کي د کمېټې غړو خپل اړوند موضوعات په ياده غونډه کي وړاندي کړل؛ په اړه ئې بحث وسو او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.