د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه دائره سوه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۴:۲۵
/

د (۱۴۴۴هـ.ق) کال د ذی الحجه د مياشتي پر (۳مه) نېټه د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه، د کندهار پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست رئېس پوهنیار عبدالخالق چوپان په مشرۍ وسوه.

په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال او سرپرست رئېس پوهنيار عبدالخالق چوپان، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني، د پوهنځيو رئېسانو، د آمریتو آمرانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم په څو مبارکو آیاتو سره پېله سوه؛ ورپسې د کندهار پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست رئېس پوهنیار عبدالخالق چوپان د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د هغو د صحت پوښتنه ئې وکړه؛ د تېرو کړنو د پرېکړو د ترسره کېدلو په اړه ئې پوښتنه وکړه؛ د تیري میاشتي د ترسره سوو فعالیتونو لنډ جریان ئې شریک کړ او د مهمو تصاميمو په اړه ئې د غونډي د ګډون والو تائيدي او مشورې وغوښتې.

ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني د مالي او اداري چارو اړوند موضوعات د ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون ته د زراعتي فارم د پاته توکو د ورکړي، د حاضرۍ د کنټرول او د کارمندانو او استادانو د پر وخت راتګ او تګ اړوند موضوع له ګډونوالو سره شریکه کړل او په اړه يي نظرونه تبادله سول.

د غونډي په پای کي پر ځینو متفرقه مسایلو هم بحث وسو او په اړه يي تر نظرونو تبادلې وروسته مهم تصامیم ونیول سول.

وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.