د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه دائره سوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۱:۵۲
/

د (۱۴۴۴هـ.ق) کال د شوال د مياشتي پر (۲۷مه) نېټه د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه،  د کندهار پوهنتون د رئېس م. اکرم شاه عاصم په مشرۍ وسوه.

په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د علمي چارو مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني، د محصلانو چارو مرستيال م. نوراحمد ايوبي، ، د پوهنځيو رئېسانو، د آمریتو آمرانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم په څو مبارکو آیاتو سره پېله سوه؛ ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د هغو د صحت پوښتنه ئې وکړه؛ د تېرو کړنو د پرېکړو د ترسره کېدلو په اړه ئې پوښتنه وکړه؛ هغه د شرعي احکامو پابندي مهمه او د دنيا او آخرت د کاميابۍ ذريعه وبلله؛

ورپسې د علمي چارو مرستیال پوهنيار عبدالخالق چوپان په کمېټو کي د پوهنځيو له خوا پر نوي راپېژندل سوو غړو، او د  (MPH)برنامې په اړه معلومات د غونډي له ګډون والو سره شريک کړل، او د مهمو تصاميمو په اړه ئې د غونډي د ګډون والو تائيدي او مشورې واخيستې.

ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني د مالي او اداري چارو اړوند موضوعات د ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه د بايومِټريک حاضري اړوند مشکلات د غونډي ګډون والو ته وړاندي کړل او په اړه ئې مشوري تبادله سوې.

همدارنګه د محصلانو چارو مرستيال م. نوراحمد ایوبي د محصلانو معاونیت اړوند مسايلو باندي خبري وکړې؛ هغه وزارت ته د فراغت جدولونو پر لېږلو بحث وکړ.

د غونډي په پای کي د استادانو چارو او معلوماتي بانک آمر پوهنمل محمد طاهر هاند د ترفيعاتو  نوي دوسيې و علمي شورا ته د کتلو او ارزولو په موخه وړاندي کړلې او ټولو ګډونوالو تائيد کړې.

وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.