د کندهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او اداري پراختیا عمومي مدیریت د کلني (پلان، راپور او ارزوني) د نوي فارمټ عملي او نظري ورکشاپ دائر کړ.

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۵:۱۰
/

د کلني (پلان، راپور او ارزوني) د نوي فارمټ عملي او نظري ورکشاپ د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي د بشري سرچينو آمريت د ارزوني او سوانحو عمومي مدير ښاغلي عطاء محمد پوپل وړاندي کړ.

په ياده غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د بشري سرچینو آمر م. ګل احمد هاشمي، د آمريتونو آمرانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

د کندهار پوهنتون رئېس م.اکرم شاه عاصم د پلان او راپور پر اهمیت خبري وکړې، او  ياد ورکشاپ ئې د اداري کارمندانو له پاره مهم وبلی، او د دې علمي کور پرمختګ ئې د ټولو مسؤليت وباله.

د بشري سرچینو آمر م. ګل احمد هاشمي بيا د روزنیزو پروګرامونو پر ارزښت خبري وکړې، او دا ډول ورکشاپونه ئې په اوسني پرمختللي عصر کښي ډېر مهم او اړین وبلل.

ورپسې ښاغلي پوپل خپل ترتیب کړی پرېزينټېشن پېل کړ؛ هغه د دندو د لايحې، پلان او د پلان جوړوني ارزښت، د پلان ډولونو ، د راپور جوړوني پر بنسټیزو اصولو او د راپور د جوړوني د ارزښت پر موضوعاتو تفصيلي بحث وکړ.

د ورکشاپ په پای کي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل جوابونه وويل سول، او ورکشاپ د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېد.