د کندهار پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د رئېسانو او دعوت او ارشاد له آمرانو سره ګډه غونډه وکړه

د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خصوصي لوړو زده کړو د مؤسسو د رئېسانو او د دعوت او ارشاد له آمرانو سره ګډه غونډه دائره کړه، چي پرمهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي او د خصوصي لوړو زده کړو د مؤسسو رئېسانو او د دعوت او ارشاد آمرانو حاضر ول.
د غونډي پېل د تل په څېره د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتو په تلاوت کولو وسو؛ په پېل کي د کندهارپوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم ټولو ته ښه راغلاست ووايه، او د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد له آمر څخه ئې مننه وکړه، چي د خصوصي لوړ زده کړو د مسؤلانو او د دعوت او ارشاد د آمرانو سره ئې د همږغۍ غونډه دائره کړې.
وروسته د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي د غونډي ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه او د خپل آمريت پر پلان وږغېدئ؛ هغه د خصوصي لوړو زده کړو د مؤسسو د دعوت او ارشاد د آمرانو څخه هم غوښتنه وکړه، چي د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو څخه د اطاعت په موخه خپل پلانونه او راپورونه ترتيب کړي.
په وروستیو کي پر ځینو متفرقه مسایلو هم خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.