د کندهار پوهنتون دعوت ارشاد آمریت مشورتي ناسته وکړه.

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۰:۴۳
/

د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون دعوت ارشاد آمریت د خپلو منسبینو سره د دعوت ارشاد په آمریت کښي مشورتي ناسته وکړه، چي پر مهال ئې د دې آمریت ټولو منسبینو ګډون کړی وو.

 

د ناستي پېل د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره وسو؛ وروسته د دعوت ارشاد آمریت مبلغ مولوي عبدالحق د ناستي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې زیاته کړه، چي ټولو استادان او کارمندان دي خپل صورت او سیرت پر سنت طریقه برابر کړي او د جماعت د لمانځه پر مهال باید د پوهنتون ټولي ادارې بندي سي؛  استادان او کارمندان باید مسجد ته ولاړ سي او لمونځ په جماعت سره وکړي.

د ناستي په ورستیو کي پر ځینو متفرقه مسایلو بحث او خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.

ناسته د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.