د کندهار پوهنتون او د کندهار پوهني ریاست ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ناسته وسوه 

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۴۹
image

د کندهار پوهنتون او د کندهار پوهني ریاست ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ناسته وسوه 

د کندهار پوهنتون د علمي چارو محترم مرستيال پوهنيار مولوي سيف الله سعيد صاحب او محصلانو چارو ښاغلي معاون مولوي نور احمد ايوبي صاحب، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ښاغلى رئيس پوهنمل حبيب الله پوپل صاحب، د فارميسي پوهنځي رئيس ښاغلي پوهنمل محب الله ماکو صاحب او د ښووني او روزني پوهنځي استازي ښاغلي پوهنوال سيد عباس هاشمي؛ د کندهار ولايت د پوهني ریاست له رئیس مولوي فخرالدين نقشبندي صاحب سره د همکاريو پر پراختيا ناسته وکړه.

دواړو خواوو د کندهار ښار او اولسوالیو زده کوونکو ته تر فراغت وروسته، د نورو ورپسې زده کړو پر ترسره کولو، د کانکور په اړه د ښوونځیو د زده کوونکو پر پوهاوي او لارښوونه او په کانکور کښي د فارغان پر ډېري ونډي اخيستني باندي بحث وکړ.

د ناستي په پای کښي دواړو لورو په يادو برخو کښي له خپله اړخه ډاډ څرګند کړ او پرېکړه وسوه، چي د کندهار ولايت او اړوندو اولسواليو و فارغانو ته به د علمي پرمختګ زمینه نوره هم پراخه کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۹