د کندهار ولایت د( ۱۴۰۲ ل.) کال د عمومي کانکور آزموینه په بریالیتوب پای ته ورسېده.

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۲۸
/

د جمعي په ورځ د کندهار ولایت د (۱۴۰۲ ل.) کال کانکور آزموینه چي د پنجشنبې په ورځ پېله سوې وه؛ نن د جمعې په ورځ په کندهار پوهنتون کښي په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

د نن ورځي د آزمویني لیدنه او نظارت د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست رئېس پوهنیار عبدالخالق چوپان او د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي کوله؛ او په کانکور آزموینه کښي یې زده کوونکو ته د بریاليتوب هیله وښوده.

 

د یادوني وړ ده چي تېره پنجشنبه او نن جمعه د دغي آزمویني په دوهم پړاو کي؛ په کندهار ولایت کښي د « ۱۹۲۵» د دوولسمو او څوارلسمو ټولګیو له فارغانو آزموینه واخیستل سوه، او دغه راز په دې آزموینه کښي (د عالیه او خامسه درجې) له ۱۹ علماء کرامو څخه هم د کانکور آزموینه واخیستل سوه.

 

جمعه ۱۴۴۵/۱/۱۴

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت