د (ورځنى تدریسي پلان) په اړه سيمینار دائر کړل سو

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز، د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارمندانو او استادانو ته؛ د ورځني تدریسي پلان په اړه سمینار جوړ کړ؛
ياد سمینار د قران کريم د څو مبارکو آياتو تر تلاوت کولو وروسته؛ د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي وړاندي کړ؛ هغه په دې سمینار کښي د ورځني تدریسي پلان پر تعريف، د هغه پر متشکله برخو، په هغه کښي پر راغلو اصطلاحاتو او نورو اړوندو برخو بحث وکړ او هم ئې د سيمینار په وروستیو کښي په ګډونوالو عملي کار ترسره کړ.
د یادو درې ورځنیو سيمینارو په وروستۍ ورځي د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې رئېس م. رحمت الله نیازي د کندهار پوهنتون له رهبرۍ او په خاص ډول له ښاغلي پوهنمل عطاءالله محمدي څخه مننه وکړه، چي د یادي مؤسسې کارمندانو او استادانو ته ئې یاد درې ورځني سمینارونه وړاندي کړل؛ همدارنګه د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې استادانو هم په راتلونکي کي د ورته سمینارو او ورکشاپو د وړاندي کولو غوښتنه وکړه.
د سمینار په پاى کښي ټولو ګډون کوونکو ته تصدیق پاڼي ووېشلي سوې او سيمینار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.