د ورورولۍ او صمیمت په نامه د څلورو ورزشي ټورنمينټو وروستي مراسم ترسره سول

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت اړوند د ورزش عمومي مدیریت د پلان له مخه د (۱۴۰۲ ل.) کال د جوزا میاشتي پر (۱۸ مه) نېټه په کندهار پوهنتون کي د ورورولۍ او صمیمیت په نامه د کرکټ، والیبال، ځغاستي او رسۍ کشوني لوبو وروستي مراسم ترسره سول.
په مراسمو کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د پوهنځیو رئېسانو، د کندهار د فوټبال فدراسیون استازو، استادانو، ورزشي مدیر، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون کړی وو.
پروګرام د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو راپیل سو، ورپسې د ورزش عمومي مدیریت مدیر ښاغلي جمیل احمد همت پیلیزه وینا وکړه؛ هغه د پوهنتون د رهبرۍ څخه د منني ترڅنګ د محصلانو څخه هم مننه وکړه، چي په یادو ټورنمينټونو کي ئې فعاله ونډه اخستې ده، ښاغلي همت په خپله وينا کي محصلان لوبو او ورزش ته وهڅول، او ورزش ئې د ښه صحت له پاره ګټور وباله.
د کندهار پوهنتون رئیس مولوی اکرم شاه عاصم بيا پخپله وینا کي ټول ځوانان وهڅول؛ تر څو په اسلامي نظام کي ونډه واخلي، او په هر مفيد کار کي سیالي وکړي؛ هغه وویل، چي دوی د هغو لوبو چي اسلام ئې ممانعت نه يي کړی، یا له اسلامي شعائرو سره په ټکر کي نه يي ملاتړ کوي.
ورپسې د رسۍ کشوني لوبه د اتو پوهنځیو ترمنځ وسوه، چي اقتصاد پوهنځي اول، ژورنالیزم پوهنځي دوهم او عامه ادارې پوهنځي درېیم مقام وګوټ.
همدارنګه د مراسمو په وروستیو کي د ځغاستي د ټورنمينټ اول مقام کټونکي ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي، د کرکټ ټورنمينټ اول مقام ګټونکي ژبو او ادبیاتو پوهنځي، دوهم مقام ګټونکي انجينېري پوهنځي او د والیبال ټورنمينټ اول مقام ګټونکي اقتصاد پوهنځي او دوهم مقام ګټونکي د ښووني او روزني پوهنځی بدني روزني څانګي ته په ترتیب سره مډالونه او کپونه ورکول سول او د لوبو تنظیموونکو، لوبڅارانو، او ځینو لوبغاړو ته د ښو کارکردګیو له امله ستاینلیکونه ورکول سول.
مراسم د دؤعاء په ویلو پای ته ورسېدل.