د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت په نامه علمي سيمينار ادامه لري

د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت په نامه علمي سيمينار، چي څلورمو صنفونو محصلانو ته وړاندي کيږي؛ ادامه لري.
د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت ترتيب کړى علمي سيمينار، چي (د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت په نامه د (۱۴۴۴ هـ.ق) کال د ذی القعدې پر (۱۲مه) پېل سوی دئ، دا ځل د (۱۴۴۴ هـ.ق) کال د ذی القعدې پر (۲۲مه) د شرعياتو، اقتصاد او ژورناليزم پوهنځيو محصلانو ته وړاندي سو.
په ياد علمي سيمينار کي د علم، نيت او اخلاص پر اهميت، اخلاقو او په اسلام کي د اخلاقو پر حيثيت، د فارغو محصلانو پر مسئوليتونو، د فرېب پر منفي اړخونو، او د صداقت پر موضوعاتو بحث وسو.
د سيمينار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعاء په ويلو سره پاى ته ورسېد.
يادونه : د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت په نامه دا علمي سيمينار، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم او د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي د ځانګړي مهال ويش له مخه وړاندي کوي .