د لوړ فشار نړۍواله ورځ د علمي کنفرانسونو په وړاندي کولو سره ولمانځله سوه.

د (۱۴۰۲هـ .ش) کال د ثور پر (۲۷ مه) د کندهار پوهنتون طب پوهنځي د پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق د غونډو په تالار کښي د SCILIFE درملو کمپنۍ په همکاري د لوړ فشار نړۍواله ورځ د همدې پوهنځي د استادانو د علمي کنفرانسونو په وړاندي کولو سره ولمانځله.
په یاد کنفرانس کښي د طب پوهنځي مرستيال پوهنمل ډاکټر محمد هارون ستانکزي، د طب پوهنځی استادانو، د کندهار ښار ډاکټرانو ، محصلانو، او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی وو.
په دې علمي کنفرانس کښي د لوړ فشار د خطر فکټورونو، وقايې او درملني اړوند علمي سيمينارونه ارائيه سول.
د پروګرام په وروستيو کښي د طب پوهنځي مرستيال پوهنمل ستانکزي د ټولو ګډون کوونکو څخه مننه وکړه؛ هغه د SCILIFE درملو کمپنۍ څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دې علمي کنفرانس په جوړولو کښي ئې بشپړه همکاري وکړه او په راتلونکي کي ئې هم د همکارۍ هيله ځني وکړه .