د لوړو زده کړو وزارت د څېړني، تألیف او ژباړي ریاست هیئت د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

د سې شنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت د څېړني، تالیف او ژباړي ریاست څخه راغلي هیئت د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د څېړني د آمر فضل الرحمن سهېل، د کورنیو ژورنالو د آمر پوهنیار شمس الله شمس، د کیفیت د لوړاوي آمریت د آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد، د منډیکګ مجلې د مسئول مدیر پوهنیار نصیراحمد تائید، د نارنج (ماڼۍ) مجلې د مسئول مدیر پوهنمل عطاءالله محمدي، د یادو ژورنالو د مهتمم نقیب الله سردار او د کتابتون د عمومي مدیر نوراحمد قرانمل سره ولیدل، چي تر لیدني وروسته ئې د یاد پوهنتون د څېړنیز مرکز، کتابتون، مسلکي پرمختیایي مرکز او لابراتوار څخه لیدنه وکړه.
لیدنه چي د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه؛ د راغلي هیئت څخه ئې ځانګړي مننه وکړه، چي د کندهار پوهنتون د علمي ژورنالو، د څېړنو او د مجلو د لاښې تقويې او ارزوني په موخه ئې سفر کړی؛ هغه وویل، چي د دې هیئت راتګ د لوړو زده کړو وزارت د هڅو، اخلاص، ستونزو د له منځه وړلو او کار ښه څرګندونه کوي؛
همداراز په لیدنه کښي راغلي پلاوي د کندهار پوهنتون ټولي اکاډیمیکي هڅي وستایلې او د علمي ژورنال د لا قوي کېدو په موخه ئې بحث او خبري وکړلې.
راغلي پلاوي تر لیدني وروسته د کندهار پوهنتون د څېړنیز مرکز، کتابتون، مسلکي پرمختیایي مرکز او لابراتوار څخه هم له نژدې لیدنه وکړه، او د کتابتون او لابراتوار د اړتیاؤ د پوره کېدلو او په نورو برخو کښې د ستونزو د حل کولو ژمنه وکړه.