د فوټبال د لوبڅارۍ عملي او نظري ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۰:۵
/

۲۵/ ۷/ ۱۴۴۴

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمريت او د کندهار د فوټبال فدراسيون په ګډه همکاري ۵۰ محصلانو ته د فوټبال د لوبڅارۍ تر عنوان لاندي ورکشاپ پېل کړ، چي د   FIFAد لوبڅارۍ مدرس ښاغلي محمدنبي شاکر لخوا پر مخ وړل کيږي.

د دې ورکشاپ د پېل په غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر سيد حکمت الله انيس، د   FIFAد لوبڅارۍ مدرس او د کندهار د فوټبال فدراسيون مالي او اداري ښاغلي محمدنبي شاکر او د ورکشاپ ګډون والو ګډون درلود.

 د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم د سپورټ په اړه خبري وکړې او ويې ويل، چي سپورټ بايد په دې نيت ترسره کړو؛ تر څو د دين او وطن ساتنه په وکړو؛ تر څو د نورو ډګرونو تر څنګ د سپورټ په ډګر کي هم د نړۍ سره سيال واوسو.

د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر سيد حکمت الله انيس بيا د ياد ورکشاپ په اړه معلومات وړاندي کړل، او د ملي تجار حاجي نياز نورزاد څخه ئې مننه وکړه، چي د ۵۰ محصلانو لپاره يې د سپورټ د لباسونه په برخه کښي مالي همکاري کړې ده.