د شرعیاتو پوهنځي له ېوولسمي دورې څخه ۸۳ تنه فارغه او ټولني د خدمت په موخه وړاندي سول

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۰:۱۰
/

د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه ۸۳ محصلان له څلور کلونو لوړو زده کړو وروسته فارغ سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، استادانو، علماؤ او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

 

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سوه؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئېس م.حزب الله کندهاری ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د علم او عالم پر اهمیت او ارزښت وږغېدئ، وروسته ئې زیاته کړه؛ چي الحمدالله نن وینو چي په ټولنه او علمي مراکزو کي د پوهنتون او مدرسې فاصله له منځه تللې، زموږ د مدرسې او پوهنتون محصلانو هدف او تګلاره یوه سوې.

 

د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم‌شاه عاصم لومړی ټولو فارغ سویو محصلانو ته مبارکي وویله او وروسته یې په خپلو خبرو کي وویل؛ اوس الحمدالله الله جل‌جلاله ټولو ته د ښه خدمت کولو زمینه برابره کړې، راسئ ځوانانو ټول په ګډه د نظام، هیواد او ټولني پرمختګ ته ملا وتړو او ټول یو او بل ته د ورورولۍ لاسونه سره ورکړو.

 

د غونډي په ورستیو کي نورو مسئولانو هم ویناوي وکړې، او هم د فارغو سوو محصلانو په استازیتوب ویناوي وسوې؛ دوی د کندهار پوهنتون له رهبرۍ، د شرعیاتو پوهنځي له مسئولانو او استادانو مننه وکړه، چي فارغو سوو ځوانانو ته ئې پوره څلور کلونه په ښه او مسلکي ډول روزنه ورکړې؛ تر یادو برخو وروسته ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله.