د (روښانه راتلونکى) علمي – ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۵:۱۲
/

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز پېل کړې د (روښانه راتلونکى) په نامه د علمي، ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري

ياده لړۍ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز، محصلانو چارو د انسجام آمريت او فرهنګي کمېټې په نوښت؛ د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د استاد پوهنمل عطاء الله محمدي په همکاري وړاندي کيږي؛ چي د (١٤٠٢ل.) کال د جوزا د مياشتي په (۲۳مه) ورځ ئې د سهار اووم (پرله پسې ديارلسم) علمي – ديني سيمينار وړاندي سو.

ښاغلي محمدي په دې سيمينار کښي (د حساب او کتاب) پر موضوع باندي بحث وکړ او د ښې توضيح له پاره ئې د يو بادشاه او ملنګ د ژوند عبرتناکه کيسه وړاندي کړه؛

د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

د يادوني وړ ده، چي دا لړۍ هره اونۍ  د شنبې په ورځ پر (٠٣:٣٠) بجې او سه شنبې په ورځ پر (١١:٣٠) بجو باندي بېلابېلو محصلانو ته وړاندي کيږي.